د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

جنرال عبدالرازق: د سپین بولدک لقمان او جهانګیر سیمې پاکستان ته نه دي پرېښودل شوې

جنرال عبدالرازق: د سپین بولدک لقمان او جهانګیر سیمې پاکستان ته نه دي پرېښودل شوې

Jun 29, 2017 - 15:00

کندهار (پژواک، ۸ چنګاښ ۹۶): د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي، ډیورنډ کرښې ته څېرمه د سپین بولدک اړوند لقمان او جهانګیر سیمې پاکستان ته نه دي پرېښودل شوي.

دا هغه سیمې دي چې یوه میاشت وړاندې یې د ملکیت پر سر د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ سخته نښته وشوه چې دواړو لورو ته په کې درنه مرګ ژوبله واوښته.

په ټولنیزو رسنیو کې داسې ګونګوسې وې چې ګواکې یادې سیمې پاکستان ته پرېښودل شوې دي.

خو د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق دا اوازې رد کړې او ویې ویل، د پاکستان ځواکونه یوه لوېشت هم افغان خاورې ته نه دي ننوتلي.

نوموړي په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وویل، له هغه وروسته چې د سپین بولدک اړوند د لقمان او جهانګیر سیمو پر سر د افغان او پاکستانيو ځواکونو تر منځ جګړه وشوه، افغان او پاکستاني لوري د لانجې د حل لپاره یو پلاوی وټاکه.

هغه زیاته کړه، د کابل او اسلام اباد له خوا ټاکل شوي دغه پلاوي سیمې له نږدې وکتلې او په دې اړه یې دوه اړخیزې څېړنې وکړې.

د قوماندان د معلوماتو له مخې، د دواړو لورو د لومړۍ پرېکړې پر بنسټ، د لقمان او جهانګیر سیمو هغه برخې چې د ډیورنډ کرښې په دې خوا پورې اړوند وې، له دې خوا سره او هغه چې د کرښې په هغې خوا پورې اړوند وې، ها خوا پاتې شوې.

دی وايي، پاکستاني ځواکونو ته نه اوس او نه مخکې اجازه ورکړل شوې چې ان افغان خاورې ته یوه لوېشت هم ننوځي.

نوموړي دغه راز یادونه وکړه چې پاکستاني لوري د کرښې په هغې غاړې کې پوستې جوړې کړي چې دا پرېکړه هم کابل او اسلام اباد په ګډه کړې ده.

خو ده زیاته کړه چې دغه موضوع به بیا هم د دواړو هېوادونو د لوړ رتبه مسوولینو له خوا څېړل کېږي او تثبیت کېږي.

لقمان او جهانګیر کلي د ډیورنډ کرښې په صفري برخه کې د سپین بولدک اړوند هغه دوې سیمې دي چې پاکستاني لوري یې د ملکیت دعوه کوله او دغلته یې سرشمېرنه کوله چې د افغان ځواکونو له خوا یې مخنیوی وشو.

له همدې امله د دواړو لورو تر منځ سخته جګړه هم وشوه چې څو ساعته یې دوام وکړ.

جګړې نه یوازې دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله واړوله، بلکې د سپین بولدک لار هم د ۲۳ ورځو لپاره د هر راز تګ راتګ پر مخ وتړل شوه چې له امله یې خلکو او سوداګرو ته میلیونونه افغانۍ زیان واوښت.

پر دغه لار هره ورځ له ۲۵ زرو زیات خلک د سوداګرۍ، کاروبار او ناروغانو د درملنې په موخه تګ راتګ کوي.

وروسته دواړه لوري پر اوربند سلا شول او څو ځله د اړوندو چارواکو له خوا دوه اړخیزې ناستې هم وشوې.

په وروستۍ ناسته کې چې د دواړو لورو تر منځ د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه په سپین بولدک کې د ډیورنډ کرښې په صفري برخه کې تر سره شوه، د دواړو لورو نظامي مسوولینو او قومي مشرانو د دغه راز مسایلو په اړه پر خبرو او تفاهم ټینګار وکړ.

په دې غونډه کې د پاکستان د سرحدي لوا قوماندان جنرال ندیم د لقمان او جهانګیر کلیو پر سر د ځینو غلط فهمیو له امله د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو تر منځ پر جګړې افسوس وکړ.

هغه ټینګار وکړ چې دغسې مسایل د خبرو او یوه او بل سره د تفاهم له لارې حل کړي، ځکه دواړو غاړو ته یو خلک اوسي او زیان یې یو دی.

 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement