د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"له هند سره د هوا له لارې د سوداګرۍ برخه کې شته نیمګړتیاوې دې حل شي"

"له هند سره د هوا له لارې د سوداګرۍ برخه کې شته نیمګړتیاوې دې حل شي"

Jun 29, 2017 - 15:27

کندهار (پژواک، ۸ چنګاښ ۹۶): د افغانستان او هند تر منځ د هوا له لارې د سوداګرۍ په برخه کې شته ستونزې دې د حکومت او سوداګرو له خوا په ګډه حل شي.

دغه څرګندونې په هغه غونډه کې وشوې چې په همدې موخه د کندهار د ولایت په مقام کې جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې د کندهار والي زلمي ویسا، د هېواد د سوداګرۍ عمومي خونې مرستیال محمد یونس مومند، د کندهار د سوداګرۍ خونې مشر حاجي نصرالله زهیر او یو شمېر سوداګرو او د اړوندو ادارو مسوولینو ګډون کړی وو.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال محمد یونس مومند وویل، د افغانستان او هند تر منځ د هوايي دهلېز پرانیستنه د سوداګرۍ او په ځانګړې توګه د مېوو د صادراتو په برخه کې یو طلايي فرصت دی.

هغه زیاته کړه، یاده شوې اداره هڅه کوي له دې لارې د هېواد اقتصاد پیاوړی کړي څو له نورې نړۍ سره د سیالۍ جوګه شي.

خو ده د ځینو ستونزو یادونه هم وکړه چې باید د حکومت او سوداګرو له خوا په ګډه حل شي.

ده وویل، د مېوو د معیاري بسته بندۍ، ترانسپورټ او امنیت په برخو کې شته نیمګړتیاوې هغه څه دي چې دغه بهیر له خنډ سره مخ کولی شي.

خو نوموړي ټینګار وکړ چې د دغو ستونزو په هواري سره سوداګر د صادراتو او وارداتو په برخو کې معیاري سوداګرۍ ته لاس رسی پیدا کولی شي او د دواړو هېوادونو تر منځ پرانیستل شوی هوايي دهلېز بریالی کېدای شي.

په دې غونډه کې د کندهار والي زلمي ویسا وویل، هغه ستونزې چې په ولایتي ادارې پورې اړه لري، دوی یې هواري ته ژمن دي.

خو ده د مېوې د صادرولو پر معیاري بسته بندۍ ټینګار وکړ او ویې ویل، د کارګو له لارې باید باکیفیته توکي په معیاري بسته بندۍ هند ته ولېږل شي.

هغه زیاته کړه: ((په تجارت کې باید معیار، صداقت او عدالت په نظر کې ونیول شي، څو باکیفیته او ښه جنس تر نړیوالو بازارونو ورسوو، په دې توګه به بهرني سوداګر و هڅول شي چې دلته تجارت ته مخه کړي.))

والي تمه وښودله چې د افغانستان او هند تر منځ د هوايي دهلېز په پرانیستلو سره به د افغانستان مېوې د اسیايي هېوادونو تر څنګ اروپايي او امریکايي هېوادونو ته هم لار وکړي.

ده وویل، د کندهار مېوې د کیفیت او کمیت له مخې خوندور او د ښه مارکېټ لرونکي دي.

څو ورځې وړاندې ولسمشر د افغانستان-هند هوایي سوداګریز دهلېز رسماً پرانیست چې موخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي کچې لوړول او د ترانزیټې موانعو لرې کول دي.

په لومړۍ الوتکه کې چې له کابل څخه ډيلي ته وشوه ۶۰ ټنه کرنیر محصولات هندوستان ته صادر شول، دغه راز د افغانستان او هندوستان تر منځ د هوايي کارګو دویمه الوتکه د چنګاښ په ۳مه له کندهاره د ډیلي په لور روانه شوه چې په کې ۴۰ ټنه تازه او وچه مېوه او طبي بوټي بار وو.

د کندهار سوداګر هم په دې برخه کې د شته نیمګړتیاوو پر حل ټینګار کوي.

د کندهار د تازه مېوې یوه سوداګر جلال الرحمن پژواک اژانس ته وویل، په کندهار هوايي ډګر کې د مېوو د لېږد لپاره هنګرونه، سړې خونې، سکنر او نورې اسانتیاوې نشته چې صادرات په اسانۍ او لنډ وخت کې وشي.

دی له مسوولینو غوښتنه کوي چې حکومت باید دغو ستونزو ته پاملرنه وکړي څو سوداګر وکولای شي په اسانۍ په معیاري بڼه مېوه هند ته صادر کړي.

ټاکل شوې ده د تازه مېوې د حاصلاتو د موسم له را رسېدو سره به انګور، انار او نورې مېوې هم د دغه هوايي دهلیز له لارې هند ته لېږل کېږي.

 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement