د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

سږ کال د کندهار د انګورو حاصلات کم خو کیفیت یې ښه دی

سږ کال د کندهار د انګورو حاصلات کم خو کیفیت یې ښه دی

Jul 02, 2017 - 12:36

کندهار (پژواک، ١١چنګاښ  ۹۶): د کندهار باغ لرونکي او د تازه مېوې سوداګر وايي چې سږ کال د کندهار د انګورو حاصلات کم، خو کیفیت یې ښه دی.

په داسې حال کې چې د انګورو په خېدو او حاصلاتو ټولولو ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي، باغ لرونکي او سوداګر په تمه دي چې سږ کال به زرګونه ټنه انګور بهر ته صادر  او په ښه بیه به وپلورل شي.

خو له سوداګرو سره د سپین بولدک- چمن لارې په اړه اندېښنې هم ملې دي، هغه لار چې د مېوو ۹۰ سلنه صادرات ورباندې کېږي.

دغه لاره کله کله د پاکستان له خوا په یوه او بله بهانه تړل کېږي او د مېوو د حاصلاتو د ټولولو پر مهال باغ لرونکو او سوداګرو ته په ميلیونونو افغانیو زیان اړوي.

ژېړۍ او پنجوايي د کندهار هغه دوه ولسوالۍ دي چې د انګورو ډېر باغونه په کې شته.

د دغو ولسوالیو باغ لرونکي وايي، سږ کال که څه هم د تېر کال په پرتله د انګورو حاصلات کم دي، خو کیفیت یې ښه دی او دوی تمه لري چې د تېر په پرتله به یې بیه او مارکېټ ښه وي.

د ژېړۍ ولسوالۍ د پاشمول سیمې یوه باغ لرونکي عبدالقدوس پژواک خبري اژانس ته وویل، انګور په پخېدو دي او شاوخوا لس ورځې وروسته به یې د حاصلاتو ټولولو او صادرولو چارې پیل شي.

ده زیاته کړه، سږ کال د انګورو تاکونو کم انګور نیولي خو کیفیت یې ډېر ښه دی، په داسې حال کې چې تېر کال انګور ډېر وو خو کیفیت یې ښه نه و.

خو دی وايي، کله چې د انګورو کیفیت ښه وي نو په ښه بیه پلورل کېږي.

دغه باغ لرونکي زیاته کړه، په همدې تمه یې بشپړ کال د انګورو پر باغونو خواري کړې، که لاره بنده نه شي نو ښې پیسې به پرې جوړې کړي.

د پنجوايي ولسوالۍ د ناګهان سیمې یوه باغوان احمد الله کاکو هم په تمه دی چې انګورو ته یې ښه بازار وموندل شي او په ښه بیه وپلورل شي.

ده پژوک اژانس ته وویل، سر له اوسه د انګورو په باغونو کې د کندهار تر څنګ د نژدې ولايتونو زرګونه خلک د انګورو د راټولولو په کار بوخت شوي او دغه لړۍ شاوخوا درې مياشتې دوام کوي.

هغه هم وايي چې سږ کال د انګورو د حاصلاتو کیفیت ښه دی خو چې په ښه مارکېټ ورته وموندل شي او په ښه بیه وپلورل شي.

نوموړی له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د هغوى انګورو ته دې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې مارکېټ وموندل شي او تر هغه ځايه د ور رسولو اسانتياوې دې برابرې شي.

د کندهار د تازه مېوې د سوداګرو د ټولنې مشر حاجي ناني اغا پژواک خبري اژانس ته وویل، هیله ده سږ کال له دې ولایت څخه زرګونه ټنه انګور بهر ته صادر شي.

ده هم د انګورو د کمو حاصلاتو خو د ښه کیفیت یادونه وکړه چې ښه بازار به ولري.

دی وايي، د تازه مېوې سوداګرو د انګورو د صادرولو لپاره چمتووالی نیولی چې لس ورځې وروسته پیلېږي.

د ده په خبره، کله چې د انګورو د حاصلاتو د ټولولو چارې پیل شي نو هره ورځ د سپین بولدک له لارې پاکستان ته ۲۰۰ ټنه انګور صادرېږي.

نوموړي هيله وښودله چې د انګورو د موسم تر پایه دغه لار پرانیستې پاتې شي او لکه د تېر کال په څېر بیا بنده نه شي چې د انګورو باغ لرونکو او د مېوو سوداګرو ته یې میلیونونه افغانۍ زیان واړوه.

تېر کال پاکستان د انګورو د حاصلاتو پر مهال د ١٤ ورځو لپاره لار تړلې وه چې په ميلیونونو افغانۍ زيان يې واړوه، ځکه انګور خراب شول، په باغونو کې ٣٠٠٠ کسان بې کاره پاتې شول او هغه ترانسپورټي شرکتونه چې مېوې يې لېږدولې کار  يې په ټپه ودرېد.

هغه مهال د سوداګرۍ خونې چارواکو ویلي وو چې د پاکستان له خوا د لارې د بندېدو له امله باغ لرونکو، سواګرو او ترانسپورټي شرکتونو ته ١٦٨ ميليونه افغانۍ زيان اوښتى و.

خو دغه سوداګر وايي، د صادراتو په برخه کې باید نور پر دغه هېواد تکيه کمه شي او متبادلې لارې پرانیستل شي.

د ده په خبره، اوس مهال د لندې مېوې شاوخوا ٩٠ سلنه صادرات د پاکستان له لارې کېږي.

هغه د بېلګې په توګه د افغانستان نور ګاونډي هېوادونه ایران، تاجکستان، ترکمنستان، قرغيزستان یاد کړل چې که لارې ورسره پرانیستل شي او مېوې دغو هېوادونو ته هم صادرې شي.

د کندهار د انګورو باغ لرونکي او د تازه مېوې سوداګر په داسې حال کې د مېوې د صادراتو لپاره د متبادلو لارو غوښتنه کوي چې همدا تېره ورځ ولسمشر د افغانستان- هند هوايي سوداګریز د هلېز پرانیست.

ټاکل شوې ده چې هره اوونۍ به ۶۰ ټنه وچه او لنده مېوه له کابله او ۴۰ ټنه له کندهاره هند ته صادرېږي.

په کندهار کې د انګورو او نورو مېوو د معیاري بسته بندۍ او پروسس د فابریکې (کینډا فروټ) مسوول سعد الدین سعید د افغانستان او هند تر منخ دغه هوکړه د صادراتو په برخه کې لوی پرمختګ ګڼي.

نوموړی وايي، فابريکې یې تېر کال په نمونوي توګه ۲۰۰ ټنه انګور هندوستان او اماراتو ته صادر کړل چې د دغو هېوادونو په مارکېټونو کې په دوه برابره زياته بيه وپلورل شول.

دی وايي، د افغانستان- هند هوايي سوداګریز د هلېز له پرانیستو سره به سږ کال د دوی له خوا هندوستان ته د انګورو د صادراتو کچه لوړه شي، خو نوموړي د ځينو ستونزو يادونه وکړه چې باید حل شي.

ده وویل، په کندهار هوايي ډګر کې د مېوو د لېږد لپاره هنګرونه، سړې خونې او سکنر نشته چې صادرات په اسانۍ او لنډ وخت کې وشي او مېوې ته زيان و نه رسېږي.

دی وايي، چارواکي باید له هندوستان سره د هوايي سوداګریز دهلېز له پرانیستو سره دغو مهمو چارو ته هم پاملرنه وکړي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولین هم د دغه پرمختګ هرکلی کوي، خو وايي هڅه یې دا ده چې د پاکستان له لارې هم د مېوو د صادراتو په برخه کې ستونزې پیښې نه شي.

د سوداګرۍ خونې مسوول حاجي نصر الله زهیر وویل، د دوی تمه دا ده چې سوداګري باید د سیاست قرباني نه شي او پاکستان باید په یوه او بله بهانه لاره بنده نه کړي.

هغه زیاته کړه، تېر کال چې د بل هر کال په پرتله د انګورو حاصلات ښه وو، بهر ته په کمه اندازه صادر شول، ځکه پاکستان د انګورو د حاصلاتو پر مهال دوو اوونيو لپاره د سپين بولدک- چمن لار تړلې وه.

دغه راز دغه لاره سږ کال هم دوه ځله د اوږدې مودې لپاره وتړل شوه چې سوداګرو او خلکو ته یې درانه زیانونه واړول.

دی وايي، د پاکستاني لوري له خوا ډاډ ورکړل شوی چې لار به پرانیستې وي او کومه ستونزه به نه وي.

خو نوموړى په دې اند دى، تر هغه چې د مېوو د صادراتو لپاره متبادلې لارې برابرې شوې نه وي، نو باغ لرونکو، سوداګر او بالاخره د هېواد اقتصاد ته به درانه زيانونه اوړي.

دى وايي، په وار وار يې ولايت مقام، د ماليې او سوداګرۍ وزارتونو ته مکتوبونو لېږلي چې حکومت بايد سوداګرو ته د کارګو الوتکو اسانتياوې برابرې کړي، څو هغوى وکړاى شي مېوې او نور حاصلات د هوا له لارې د نړۍ تر هېوادونو ورسوي.

ده دغه راز غوښتنه وکړه چې حکومت دې له سوداګرو سره د ويزو په اخيستلو کې مرسته وکړي، څو هغوى وکولاى شي بېلابېلو هېوادونو ته سفرونه وکړي او خپلو مېوو ته بازار موندنه وکړي.

زهير ټينګار وکړ چې حکومت بايد د مېوې د صادراتو د ودې او پرمختګ لپاره جدي ګامونه واخلي او په دې برخه کې دې ناغېړي نه کوي، ځکه اوس مهال د هېواد د اقتصاد ډېره برخه د مېوې صادرات جوړوي.

د یادونې ده چې تېر کال له کندهار څخه د ٢،٣ ميليونه ډالرو په ارزښت شاوخوا ١١ زره ټنه انګور صادر شوي وو چې ډېر يې پاکستان، کمه اندازه هندوستان او يوه اندازه متحده عربي اماراتو ته لېږدول شوي وو.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement