د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په خاکرېز کې ۹ وسله والو او پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

په خاکرېز کې ۹ وسله والو او پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

Jul 03, 2017 - 14:38

کندهار (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۹۶): د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د پولیسو پر پوستو بریدونه کړي او په څو ساعته جګړه کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

بريدونه د دې ولسوالۍ په منډیګک او شلغمي سیمو کې تېره شپه شوي دي.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیاءدراني پژواک خبري اژانس ته وویل، وسله والو د خاکرېز ولسوالۍ په منډیګک او شلغمي سیمو کې تېره شپه ناوخته د پولیسو پر دوو پوستو هم مهاله ډله ییز بریدونه وکړل.

هغه زیاته کړه، پولیسو د دغو بریدونو پر وړاندې سخت مقاومت کړی او د دواړو لورو تر منځ جګړې څو ساعته جګړه شوې ده.

دی وايي، په دې جګړه کې درې وسله وال وژل شوي او څلور نور ټپي

ان شوي دي. دغه راز دوه پولیس هم ټپیان شوي دي.

خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د پولیسو درې پوستې یې نیولې، درې پولیس یې وژلي او نور تښتېدلي دي.

خو چارواکي دا یوه ناسمه ادعا بولي.

بل پلو پولیسو په کندهار کې ۳۴ کیلوګرامه مورفین نیولي دي.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیاء دراني  وویل، له نشه يي توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو د کشفي معلوماتو پر بنسټ د کندهار ښار د ۱۴مې امنیتي حوزې په ساحه کې ۳۴ کیلوګرامه مورفین نیولي چې په یوه ټېلر موټر کې ځای پر ځای شوي وو.

د ده د معلوماتو له مخې، دغه نشه يي توکي له ننګرهاره کندهار ته راوړل شوي وو او له دې ځایه بل لوري ته لېږدول کېدل.

دی وايي، په دې تړاو څوک نه دي نیول شوي، خو په اړه یې پلټنې روانې دي.

د یادولو ده، تېره ورځ هم پولیسو په کندهار هوايي ډګر کې یو تن نیولی، چې په خپله خېټه کې یې یو کیلوګرام هیرويين هندوستان ته لېږدول.

 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement