د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

چاودنې په کندهار کې د دوو مېرمنو په ګډون ۴ کسان وژلي

چاودنې په کندهار کې د دوو مېرمنو په ګډون ۴ کسان وژلي

Jul 03, 2017 - 14:21

کندهار (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۹۶): د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر موټر د ماين د چاودنې له امله د دوو مېرمنو په ګډون ۴ کسان وژل شوي او یوه مېرمن ټپي شوې ده.

پېښه نن (د چنګاښ ١٢مه) له غرمې مخکې د دې ولسوالۍ د درې په سیمه کې شوې ده.

د کندهار د امنيې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني پژواک خبري اژانس ته وویل، د ملکي وګړو پر یو سراچه موټر د خاکرېز ولسوالۍ په دره سیمه کې هغه مهال د سړک غاړې د ماین چاودنه وشوه چې له هلمند ولایت څخه د دې ولسوالۍ د شاه اغا زیارت ته راتلل.

هغه زیاته کړه،  په دې پېښه کې دوه ښځې او دوه سړي وژل شوي او یوه مېرمن ټپي شوې ده.

د ده په خبره، ټپي شوې مېرمن د پولیسو له خوا روغتون ته وړل شوې ده.

ده وویل، ماین د وسله والو طالبانو له خوا تازه ځای پر ځای شوی و.

درانی وايي، وسله وال پر عامه لارو د امنیتي ځواکونو د وژلو په موخه ماینونه ځای پر ځای کوي چې ډېر مهال په کې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوړي.

دی وايي، پولیس هره ورځ په کندهار ښار او ولسوالیو کې لسګونه ماینونه له چاودېدو مخکې کشف او شنډوي.

وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

د ویلو ده چې ماینونه د امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو پر وړاندې تر ټولو لوی ګواښ دی او په کندهار کې ډېره مرګ ژوبله له همدې امله ده.

د کندهار د بشر حقونو ادارې پر دې پېښه خواشیني ښودلې او ټینګار یې کړی چې د ملکي وګړو ژوند ته باید جدي پاملرنه وشي.

 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement