د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

هند ته د هوا له لارې سوداګري تر ځمکې نیمايي ارزانه تمامېږي

هند ته د هوا له لارې سوداګري تر ځمکې نیمايي ارزانه تمامېږي

Jul 04, 2017 - 15:52

کندهار (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۹۶): د کندهار د وچې او لندې مېوې سوداګر وايي، د ځمکې په پرتله د هوا له لارې هند ته د مېوو لېږد هم ارزان او هم اسان دی.

په همدې بنسټ باغ لرونکي او سوداګر د هوا له لارې د مېوو د لېږد د لړۍ دوام او پراختیا غواړي.

چارواکي بیا د مېوو پر معیاري بسته بندۍ ټینګار کوي او وايي دغه چاره په لېږد او مارکېټ موندنه کې اسانتیا راولي.

د کندهار د لندې مېوې یوه سوداګر حاجي عزیز احمد پژواک خبري اژانس ته وویل، د وچې او لندې مېوې ټول سوداګر د افغانستان او هند تر منځ د هوايي دهلېز په پرانیستل کېدو خوښ دي او د دغې لړۍ دوام او پراختیا غواړي.

هغه زیاته کړه، په ټولیزه توګه د کندهار د مېوو د صادراتو پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ پر ډیورنډ کرښې د سپین بولدک لار ده چې د پاکستان له خوا وخت په وخت په یوه او بله بهانه تړل کېږي.

دی وايي، دې ستونزې وخت په وخت د مېوو سوداګرو او باغ لرونکو ته درانه زیانونه اړولي دي.

د ده په خبره، اوس چې حکومت دې موضوع ته په پام سره د افغانستان- هند هوايي دهلېز پرانیستی، د صادراتو او وارداتو په برخه کې لوی پرمختګ دی.

دی وايي، د ځمکې له لارې هند ته د مېوو لېږد ۶ ورځې وخت اخلي او پر یوه کیلو ګرام ۶۰ سینټنه لګښت راځي، خو د هوا له لارې د مېوو لېږد په څو ساعتونو کې ترسره کېږي او پر یوه کیلوګرام ۲۰ سینټه لګښت راځي.

د ده په خبره، د ځمکې له لارې د لندې مېوې د لېږد په برخه کې بله ستونزه دا ده چې د یخچالي موټرونو پر ځای په عادي موټرونو کې لېږدول کېږي چې له امله یې د مېوې کیفیت ته  زیان رسېږي.

هغه زیاتوي، په همدې بنسټ د ځمکې له لارې لېږدول شوې مېوه په هندوستان کې ښه بازار نه شي موندلای او سوداګر اړ دي په ټیټه بیه یې وپلوري.

د نوموړي په وینا، شل سینټه تر ټولو ټیټه بیه ده چې په بدل کې یې د هوا له لارې له کندهار څخه هند ته مېوه او طبي بوټي لېږدول کېږي.

 

ده وویل، باغ لرونکي او سوداګر ټول د دغې لړۍ د دوام او پراختیا په هیله دي او په دې تمه دي چې په راتلونکې کې د هند تر څنګ اروپايي او امریکايي هېوادونو ته هم د هوا له لارې صادرات پيل شي.

د لندې مېوې بل سوداګر جلال الرحمن هم وايي چې د افغانستان- هند هوايي دهلېز د معیاري صادراتو په برخه کې لوی پرمختګ دی.

دی وايي، له بده مرغه له پخوا راهیسې له کندهاره بهر ته د مېوې صادرات په پخوانۍ دودیزه بڼه کېږي، خو له دغې نوې لړۍ سره به بهر ته د مېوو صادرات معیاري او سټنډرډ بڼه خپله کړي.

د ده په وینا، اوس دا په خپله سوداګرو پورې اړه لري چې څنګه کولای شي د مېوو پیکنګ او بسته بندي معیاري کړي او د بهرني مارکېټ غوښتنې په پام کې ونیسي.

دی هم وايي چې د ځمکې له لارې هند ته د مېوې صادرات ډېرې ستونزې لري او کله کله خو پاکستان د مېوو د حاصلاتو پر مهال پاکستان د سپین بولدک لار په ورځو ورځو تړلې وې.

نوموړي زیاتوي: ((د ځمکې له لارې مېوه په شپږو ورځو کې د هند تر منډۍ رسېږي چې په لاره کې څو ځایه چیک او کتل کېږي، دغه راز مېوه د یخچالي موټرونو پر ځای په عادي موټرونو کې ځي او له ګرمو سیمو تېرېږي چې د مېوې کیفیت ته زیان اوړي.))

دی وايي، ډېر مهال مېوه هومره خرابه یا زړه شوې وي چې سوداګر اړ وي په نیمه بیه یې وپلوري او ان کرایه هم نه شي پرې جوړولای.

د ده په خبره، افغانستان- هند هوايي دهلېز د ډېرو نورو ګټو تر څنګ د باغ لرونکو او سوداګرو لپاره دا ګټه لري چې مېوه یې په څو ساعتونو کې په ډېره کمه بیه د هند تر مارکېټونو رسول کېږي چې کولای شي په ښه بیه یې وپلوري او ډېره ګټه تر لاسه کړي.

هغه زیاته کړه، تېر کال هم یوه کمه اندازه مېوه د سوداګرو په شخصي هڅو د هوا له لارې هند ته ولېږدول شوه چې د یوه کیلوګرام مېوې پر لېږد ۴۵ سینټه لګښت راته، خو اوسنۍ بیه تر نیمايي ډېره ټیټه یعنې ۲۰ سینټه ده چې سوداګرو او باغ لرونکو ته ډېره لویه ګټه ده.

دی هم د دغې نوې پيل شوې لړۍ دوام او پراختیا غواړي او وايي په دې برخه کې اسانتیاوې ډېرې شي.

په کندهار کې د مېوو د معیاري بسته بندۍ او پروسس د فابریکې (کینډا فروټ) مسوول سعد الدین سعید وايي، تېر کال یې د هوا له لارې په نمونوي توګه ۲۰۰ ټنه انګور هندوستان او متحده عربي اماراتو ته صادر کړل چې د دغو هېوادونو په مارکېټونو کې په دوه برابره زياته بيه وپلورل شول.

دی وايي، د افغانستان- هند هوايي سوداګریز د هلېز له پرانیستو سره به سږ کال له یوې خوا د مېوو د صادراتو کچه لوړه شي او له بلې خوا به هلته ښه مارکېټ ولري.

خو دی او نور سوداګر په دې برخه کې د ځینو ستونزو د حل غوښتنه کوي.

دی وايي، په کندهار هوايي ډګر کې باید د مېوو د لېږد په موخه د هنګرونو، سړو خونو او سکنر په برخه کې اسانتیاوې ډېرې شي، څو مېوې بهر ته په لنډ وخت او اسانۍ صادرې شي.

د کندهار باغ لرونکي هم وايي چې د هوا له لارې د مېوو لېږد یې هیلې ډېرې کړي او په دې تمه دي چې سږ کال به یې مېوې په بهر کې ښه بازار ولري.

د کندهار د ژیړۍ ولسوالۍ د پاشمول سیمې د انګورو یوه باغ لرونکي محمد امان پژواک ته وویل، د دوی او د سوداګرو له ډېره وخته غوښتنه همدا وه چې حکومت ورته د هوا له لارې د مېوو د لېږد اسانتیا برابره کړي.

دی زیاتوي، اوس مهال د لندې مېوې نژدې ټول صادرات د ځمکې له لارې پاکستان ته کېږي چې ډېره ګټه یې د دغه هېواد سوداګر وړي، ځکه هغوی د افغانستان مېوې په خپل نوم نورو بهرنیو هېوادونو ته صادروي.

د ده په خبره، افغانستان- هند هوايي دهلېز به باغ لرونکي او سوداګر د دې جوګه کړي چې خپلې مېوې په خپله دغه هېواد او نورو بهرنیو هېوادونو ته صادرې کړي او ګټه یې همدوی ته پاتې شي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال حاجي محمد یونس مومند پژواک ته وویل، د افغانستان او هند تر منځ د هوايي دهلېز پرانیستنه د سوداګرۍ او په ځانګړې توګه د مېوو د صادراتو په برخه کې لوی فرصت دی.

هغه زیاته کړه، د افغانستان د سوداګرۍ خونه هڅه کوي په دې توګه د هېواد اقتصاد پیاوړی کړي څو له نورې نړۍ سره د سیالۍ جوګه شي.

نوموړي ومنله چې د مېوو د معیاري بسته بندۍ، ټرانسپورټ او امنیت په برخو کې څه نا څه ستونزې شته چې دغه بهیر له خنډ سره مخ کولای شي.

خو ده ټینګار وکړ چې یادې شوې ستونزې باید د حکومت او سوداګرو له خوا په ګډه حل شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايع خوني مرستيال حاجي محمد يونس مهمند وويل چي له يو کال راهيسي يې د دې دهلېز د پرانيستلو لپاره کار کاوه چي له نيکمرغه يې پر پرانيستلو وتوانېدل.

نوموړي له مرستيال والي څخه مننه وکړه چي د همږغۍ او ګډي همکارۍ لپاره يې هلي ځلي کړي دي.

د ده په خبره، له تېر یوه کال راهیسې د دې دهلېز د پرانیستل کېدو لپاره هڅې شوي چې له مخې یې سوداګرکولای شي له همدې لارې د صادراتو او وارداتو په برخو کې معیاري سوداګرۍ ته لاس رسی

ومومي.

په ورته توګه د کندهار ولایتي اداره هم د مېوو پر معیاري بسته بندۍ ټینګار کوي او وايي، د هوا له لارې باید باکیفیته توکي په معیاري بسته بندۍ هند ته ولېږل شي.

د کندهار والي زلمي ویسا پژواک ته وویل، د مېوو ښه کیفیت او معیاري بسته بندي هغه څه دي چې له یوې خوا په بازار موندنه کې مرسته کوي او له بلې خوا بهرني سوداګر هڅوي چې دلته سوداګرۍ ته مخه کړي.

دی وايي، د کندهار مېوې د کیفیت او کمیت له مخې خوندورې او د ښه مارکېټ لرونکې دي خو مهمه دا ده چې بسته بندي یې په معیاري بڼه وشي.

نوموړی په دې باور دی چې د افغانستان او هند تر منځ د هوايي دهلېز په پرانیستلو سره به د افغانستان مېوې د اسیايي هېوادونو تر څنګ اروپايي او امریکايي هېوادونو ته هم لار وکړي.

د کندهار د هوايي ډګر مسوول احمد الله فیضي پژواک ته وویل، په هوايي ډګر کې د مېوو د ساتنې، چیک او لېږد لپاره هر راز اسانتیاوې او پرسونل لري او په ۲۴ ساعته توګه د دوی په خدمت کې دي.

ده د سوداګرو دا شکایتونه چې ګواکې په هوايي ډګر کې د مېوې د ساتلو لپاره سوړ ساتنځای او د چیک لپاره کافي سکنرونه نشته، رد کړل او زیاته یې کړه چې ستونزه د سوداګرو له خوا د مېوې په غیر معیاري پیکنګ کې ده.

دی وايي، کله چې د مېوو پېکنګ په معیاري بڼه نه وي شوی، طبیعي ده چې چیک کول یې وخت نیسي.

ده وویل: ((له بده مرغه د لومړۍ الوتنې پر مهال ډېرو سوداګرو خپلې مېوې په بوجیو او یا د ډېر ټیټ کیفیت په کارتنونو کې ځای پر ځای کړې وې چې دا یوه جدي ستونزه ده.))

د نوموړي په خبره، په دې توګه هم چیک ډېر وخت نیسي او هم غیر معیاري پیکنګ د دوی مشینریو ته زیان اړوي.

خو دی وايي، چې په دې اړه یې د سوداګرۍ خونې له مسوولینو او سوداګرو سره خبرې کړي چې بسته بندي باید معیاري وي، څو د مېوو چیک کول او د هوا له لارې یې لېږد په اسانۍ تر سره شي.

ده د دې پوښتنې په ځواب کې چې په دې ورځو کې د انګورو حاصلات پيلېږي او دوی یې د لېږد لپاره څومره اسانتیاوې لري وویل: ((موږ په هوايي ډګر کې په یوه وخت د ۱۲۴۴ ټنه مېوې د ساتلو لپاره سړه خونه یا یخچال لرو، دغه راز کافي سکنرونه شته چې مېوه چیک او لېږد ته چمتو کړي خو مهمه خبره د معیاري پیکنګ ده.))

سوداګر هم دا مني چې د لومړۍ الوتنې پر مهال د مېوې د پیکنګ په برخه کې ستونزې وې، خو وايي دا

لومړی ځل و او سوداګر به کرار کرار له دې چارې سره عادت شي او هڅه به وکړي چې د خپلو مېوو بسته بندي پر نړیوال معیار برابره کړي.

څو ورځې وړاندې ولسمشر د افغانستان-هند هوایي سوداګریز دهلېز رسماً پرانیست چې موخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي کچې لوړول او د ترانزیټې موانعو لیرې کول دي.

په لومړۍ الوتنه کې چې له کابل څخه ډيلي ته وشوه ۶۰ ټنه کرنیز محصولات هندوستان ته صادر شول، دغه راز د هوايي کارګو دویمه الوتکه د چنګاښ په ۳مه له کندهاره د ډیلي په لور روانه شوه چې پکې ۴۰ ټنه لنده او وچه مېوه او طبي بوټي بار وو.

ټاکل شوې ده راتلونکې اوونۍ له کندهار څخه په وچه او لنده مېوه بار دوه کارګو الوتکې هند ته الوتنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر راتلوکو څو ورځو له کندهار د انګورو د حاصلاتو ټولولو لړۍ پیلېږي چې هره ورځ به یوازې د سپین بولدک له لارې پاکستان ته ۲۰۰ ټنه انګور صادرېږي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement