د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کندهار او ننګرهار کې ٧ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

کندهار او ننګرهار کې ٧ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

Jul 04, 2017 - 15:55

کندهار- جلال اباد (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۹۶): کندهار کې د ماین په دوو چاودنو کې دوه ملکي وګړي او دوه وسله وال وژل شوي، بلخوا د ملي اردو یوه سرتېري یو ملکي وګړی په موټر وهلی او مړ شوی دی.

دغه راز د کندهار د ملي امنیت اداره په دغه ولایت کې د څلورو وسله والو د نیول کېدو خبر ورکوي.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني پژواک خبري اژانس ته وویل، د میوند ولسوالۍ په بایزو سیمه کې دوه ملکي وګړي د ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.

هغه زیاته کړه، تېره شپه په یاده سیمه کې هغه مهال پر دوو ملکي وګړو د سړک غاړې د ماین چاودنه وشوه چې خپل کور ته پر لاره وو.

دی وايي، دغه ماین د وسله والو طالبانو له خوا ځای پر ځای شوی و.

د ده په خبره، بل خوا په همدې سیمه کې یو بل ماین په خپله پر ۲ وسله والو چاودېدلی چې دواړه په کې وژل شوي دي.

دراني وویل، دوه وسله وال چې پر موټرسایکل سپاره وو، د سړک غاړې ماین ورباندې چاودنه کړې ده.

د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې موټرسایکل ویجاړ شوی او دواړه وسله وال ځای پر ځای وژل شوي دي.

د یوه بل خبر له مخې، د کندهار ښار د پنځمې امنیتي حوزې په ساحه کې د ملي اردو یو سرتېري یو سپین ږیری په رنجر موټر وهلی او مړ شوی دی.

د پولیسو یوې سرچینې پژواک اژانس ته وویل چې دغه سرتېری د ترافیکو له خوا نیول شوی او پلټنې ورڅخه پیل شوې دي.

سرچینه وايي، دا پېښه د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.

بلخوا په کندهار کې د ملي امنیت ریاست وايي چې منسوبینو یې د عملیاتو پر مهال څلور وسله وال نیولي دي.

د دې ادارې یوې سرچینې پژواک اژانس ته وویل، نیول شوو کسانو په کندهار ښار، دامان، ژېړۍ، پنجوايي او شاولیکوټ کې تروریستي فعالیتونه کول.

د سرچینې په وینا، نیول شوو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی او دا یې منلې ده چې د وسله والو مخالفینو په لیکو کې یې فعالیت کاوه.

په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ویلي.

د يو بل خبر له مخې، په ننګرهار ولايت کې د جګړې پر مهال پر يوه کور د مرمۍ لګېدو له امله يو ملکي وګړى وژل شوى او درې نور ټپيان دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک اژاسن ته وويل چې دا پېښه تېره شپه د بټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې دا پېښه په سيمه کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ د نښتې پر مهال رامنځته شوې، خو دا نه ده معلومه، چې مرمۍ د چا لخوا فير شوې وه.

وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement