د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کندهار کې د ګوزڼ تازه پېښه ثبت شوې ده

روغتیا

ارشيف

په کندهار کې د ګوزڼ تازه پېښه ثبت شوې ده

Jul 13, 2017 - 13:50

کندهار (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۹۶): په کندهار کې د ماشومانو د ګوزڼ تازه پېښه ثبت شوې او له دې سره په روان کال کې د هېواد په کچه د پولیو پېښې پنځو ته ورسېدې.

په کندهار کې د ملګرو ملتونو د یونیسیف (UNICEF) ادارې د عامه اړیکو مسوول کمال شاه د چنګاښ په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وویل، د پولیو دغه تازه پېښه د کندهار د شاولیکوټ ولسوالۍ په باختو سیمه کې ثبت شوې ده.

هغه زیاته کړه، له دې سره په کندهار کې د پولیو د پېښو شمېر ۲ ته ورسېد چې یوه تر دې وړاندې د کندهار ښار د لویې ویالې په سیمه کې ثبت شوې وه.

د ده په خبره، دغه ماشومه اتلس میاشتې عمر لري چې یوازې ۴ ځلې یې د پولیو واکسین ترلاسه کړی، خو له دې وروسته یې واکسین نه دی اخیستی.

کمال شاه وايي، دغه پېښه په کندهار ښار کې د پولیو له شته ویروس سره تړاو لري چې په دې وروستیو کې دغلته تثبیت شوی دی.

د نوموړي په وینا، دغه ماشومه له هغه وروسته د ګوزڼ پر ناروغي اخته شوې چې کور ته یې د کندهار ښار له لويې ویالې سیمې څخه دوستان مېلمانه ورغلي وو.

دی زیاتوي، له دې سره په ټول هېواد کې د ماشومانو د ګوزڼ پېښې ۵ ته ورسېدې چې ۲ په کندهار، ۲ په هلمند او ۱ په کندوز ولایت کې ده.

د ماشومانو د ګوزڼ پېښو د ډېرېدو یو لامل دا دی چې وسله والو طالبانو د کندهار په ځینو ولسوالیو کې پر واکسیناسیون بندیز لګولی دی.

په دې اړه د کندهار د عامې روغتیا ریاست یوې سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل، وسله والو په شاولیکوټ، میانشین، خاکرېز او سپین بولدک ولسوالیو کې له تېرو دریو میاشتو راهیسې د پولیو پر واکسین بندیز لګولی دی.

سرچینې زیاته کړه، وسله والو طالبانو د واکسین پروګرام مسوولینو ته ځینې شرطونه وړاندې کړي چې د پولیو د واکسیناسیون په پروګرام کې باید د دوی اړوند کسان په دندو وګومارل شي اوپه دې پروګرام کې دې له دولت سره تړاو لرونکي کسان له دندو لرې کړای شي.

د دغې سرچینې په وینا، د پولیو واکسیناسیون پروګرام مسوولینو د دغې ستونزې د حل په موخه هڅې پیل کړې دي.

په دې اړه د کندهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر محمد عظیم زمریال وویل، یوازې دومره وویل چې د واکسین د کمپاینونو پر مهال ځینې ستونزې شته چې دوی یې د هواري لپاره کار کوي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، له بده مرغه په دې پرخه کې د ټولنې همکاري ډېره پیکه ده او غلته لا هم د پولیو ویروس د لېږد رالېږد په حال کې دی.

د کندهار اوسېدونکي د خپلو ماشومانو روغتیا ته اندېښمن دي او غوښتنه کوي چې وسله والې ډلې دې د خپلو شخصي غوښتنو لپاره د هغوی د ماشومانو ژوند له خطر سره نه مخ کوي.

د شاولیکوټ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي جان محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، مخکې د دې ولسوالۍ نیمايي برخه له واکسین څخه بې برخې وه، خو اوس په ټوله ولسوالۍ کې پرې بندیز لګول شوی دی.

دی وايي، که دغه بندیز دوام وکړي او ماشومان یې په پر له پسې توګه له واکسین څخه پاتې شي نو په پولیو ناروغۍ د ماشومانو د اخته کېدو ګواښ به نور هم ډېر شي.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement