د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندهار شاوليکوټ کې وسله والو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کندهار شاوليکوټ کې وسله والو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

Jul 20, 2017 - 16:36

کندهار (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۹۶): د کندهار په شاولیکوټ کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو تر منځ په جګړه کې ۵ پولیسو او ۲۷ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه جګړه له هغه وروسته شوې چې وسله والو طالبانو د کندهار- ارزګان پر لار د شاولیکوټ ولسوالۍ په ماڼو سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر یوې قرارګاه برید وکړ.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني پژواک خبري اژانس ته وویل، لسګونو وسله والو تېره شپه یوولس بجې د شاولیکوټ ولسوالۍ اړوند په ماڼو سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر یوې قرارګاه وسله وال برید وکړ چې امنیتي ځواکونو یې پر وړاندې مقاومت وکړ او جګړه د سهار تر درېیو بجو روانه وه.

هغه زیاته کړه، د جګړې په جریان کې نور امنیتي ځواکونه هم د پولیسو مرستې ته ورغلي او د وسله والو برید یې پر شاه کړی دی.

د ده په خبره، په دې څلور ساعته جګړه کې ۱۲ وسله وال وژل شوي او ۱۵ ټپیان دي او دغه راز ۲ پولیس وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

ده دا هم وویل چې په ورته وخت کې د دغې ولسوالۍ د تور کوتل په سیمه کې هم وسله والو د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي چې د امنیتي ځواکونو له خوا پر شا تمبول شوي دي.

دی وايي، په دې بریدونو کې امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی خو د وسله والو د مرګ ژوبلې په اړه تر دې مهاله معلومات نشته.

بل خوا یوه امنیتي سرچینه په دې جګړه کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو د لومړۍ لوا د درېيم کنډک د قوماندان ډګروال احمد الله ساپي د وژل کېدو خبره هم کوي.

په دې اړه مو د یادې شوې قوماندانۍ له مطبوعاتي څانګې سره په وار وار اړیکه ونیوله، خو و نه توانېدو.

وسله وال طالبان بیا په دغه جګړه کې ۳۸ سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.

د دغې ډلې ویاند قاري یوسف احمدي وايي، طالبانو تېره شپه د شاولیکوټ په ماڼو سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر کاروان برید کړی چې پر مهال یې ۲۶ سرتېري وژلي او ۱۲ یې ټپیان کړي دي.

دغه راز ده ادعا وکړه چې د جګړې په پایله کې ۷ شوبلې، ۴ رینجر موټر او یو ضربتي ټانک ویجاړ شوي دي.

امنیتي چارواکي د وسله والو طالبانو دا ادعاوې نه مني.

شاولیکوټ ولسوالي چې د کندهار- اروزګان لار هم ورڅخه تېرېږي، د کندهار ښار شمال لوري ته د ۴۰ کیلو متره په واټن پرته ده چې په دې وروستیو کې په کې د وسله والو فعالیتونه ډېر شوي دي.

وسله وال ډېر مهال د شپې له پلوه پر امنیتي پوستو بریدونه کوي چې دواړو لورو ته په کې مرګ ژوبله اوړي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement