د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندهار د لس مېګاواټه لمريزې برېښنا پروژه د ځنډ ښکار ده

د کندهار د لس مېګاواټه لمريزې برېښنا پروژه د ځنډ ښکار ده

Jul 22, 2017 - 15:01

کندهار (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۹۶): د کندهار  د برېښنا شرکت مسوولین او صنعتکاران وايي، د کندهار صنعتي پارک لپاره د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژه له تېرو دوو کلونو راهیسې له ځنډ سره مخ ده او تر اوسه یې کار نه دی پیل شوی.

دوی وايي، په دې موده کې په لسګونو ځله د دغې پروژې د کار د پیل ژمنې وشوې، خو عملي نه شوې، په داسې حال کې چې د برېښنا د کمښت له امله د کندهار د صنعتي پارک ۱۵۴ فابریکې تړلي او د ۱۳۵ فابریکو تولید نیمايي ته راټيټ شوی دی.

ټاکل شوې وه، شاوخوا دوه کلونه وړاندې د امريکا د متحده ايالاتو د نړيوالې پرمختيايي ادارې له خوا د ١٥ ميليونه ډالرو په لګښت په کندهار کې د لمريزې برېښنا د توليد مرکز جوړ شي او د نهو میاشتو په موده کې ګټې اخيستنې ته وړاندې شي.

خو تر دې مهاله د يادې شوې پروژې عملي کارونه نه دي پيل شوي.

د کندهار د برېښنا شرکت رييس انجنیر سید رسول باقي له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د دغې پروژې د پیل واک د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوالې پرمختیايي ادارې (USAIDinfo-icon )سره دی.

دی وايي، برېښنا شرکت په دې برخه کې خپل مسوولیتونه وار له مخه تر سره کړي دي.

د ده په خبره، د امريکا نړيوالې پرمختيايي ادارې له برېښنا شرکت څخه غوښتنه کړې وه چې د دغې پروژې لپاره ځانګړې شوې  ځمکه بايد د برېښنا شرکت ملکيت وي او دغه راز  د لمريزې برېښنا د توليد له موقعيت څخه تر صنعتي پارک او له هغه ځايه تر برېښنا کوټ پورې دې مزي وغځوي.

نوموړي وویل، برېښنا شرکت يادې شوې ټولې چارې ان په هغو لومړيو کې بشپړې کړي چې په کې د ١٦٠ جريبه ځمکې استملاک، د نقشې جوړولو او د برېښنا د لېږد لپاره د مزو غځول او د ١٣٥ پايو لګول شامل دي.

خو دی وايي، له دې سربېره دغه پروژه په بېلابېلو پلمو تر ننه ځنډېدلې، په داسې حال کې چې په دې موده کې یې په لسګونو ځله د پيل کېدو لپاره نېټې وټاکل شوې.

ده زیاته کړه، په دې وروستیو کې یادې شوې ادارې له برېښنا شرکت څخه غوښتي چې یو مستقل بانکي حساب به جوړوي او یو میلیون ډالر به په کې د ضمانت په توګه ږدي.

د انجنیر باقي په خبره، مرستندویې ادارې ورته ویلي چې که احیاناً د فابریکو چلوونکي د برېښنا لګښت نه پرې کوي او یا یې پر وخت نه تحویلوي نو له دوی سره به مخکې له مخکې پيسې په امانت توګه پرتې وي.

نوموړی د برېښنا شرکت له مرکزي ادارې غوښتنه کوي چې دغه چاره هم بشپړه کړي، څو د دغې پروژې عملي کار پیل شي.

د ده په خبره، د دغې پروژې  عملي چارې د زولارستان په نوم یوې کمپنۍ ته سپارل شوي چې تخنیکي ټېم یې څه موده مخکې کندهار ته هم سفر کړی و او دغلته شوي لومړني کارونه یې له نږدې ولیدل.

دی وايي، اوسمهال د کندهار صنعتي پارک ته د ۱۰ ساعتونو لپاره د اوونۍ شپږ ورځې ۸ مېګاواټه برېښنا ورکوي چې په هېڅ توګه بسنه نه کوي.

د باقي په وینا، په دې برخه کې لویه ستونزه د ډېزلو تېلو د پر وخت نه رسېدو ده چې ډېر مهال په مرکز کې د تدارکاتو له امله ځنډېږي.

دی زیاتوي، برېښنا شرکت د کجکي بند له برېښنا څخه د شپې له پلوه صنعتي پارک ته برېښنا ورکوي.

له کجکي بند څخه کندهار ته ۲۰ مېګاواټه برېښنا ورکول کېږي چې پر ښاریانو په نوبتي توګه وېشل کېږي.

خو د ده په خبره، دا چې دغه برېښنا د لارې په اوږدو کې بېلابېل سب سټېشنونه لري، وخت په وخت د تخنیکي ستونزو او یا جګړو له امله قطع کېږي او بیا جوړول یې وخت نيسي.

د برېښنا شرکت رييس وايي، دغه ستونزه د فابریکو چلوونکو ته درانه زیانونه اړوي؛ ځکه ډېر مهال یې د تولید لپاره خام مواد چمتو کړي وي چې د برېښنا له قطع کېدو سره یې کار درېږي او ټوله خواري یې ضایع کېږي.

هغه وویل، د کندهار د صنعتي پارک لپاره یې د برېښنا شرکت مرکزي ادارې ته د ۴،۷ میلیونه لېتره ډېزل تېلو وړاندیز کړی چې تر اوسه لا په پروسس کې دي.

د دې او یو شمېر نورو ستونزو د حل په موخه په دې وروستیو کې د کندهار د صنعتکارانو یوه پلاوي کابل ته سفر کړی و او هلته یې د ولسمشر په ګډون له یوشمېر مسوولینو سره لیدلي دي.

د کندهار د صنعتکارانو د ټولنې مرستیال فیض الحق مشکاني پژواک خبري اژانس ته وویل، ولسمشر له دوی سره په لیدنه کې د برېښنا شرکت مسوولینو ته سپارښتنه کړې چې د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د پلانټ نصبولو چارې ژر پیل شي.

ده زیاته کړه، د برېښنا شرکت خپلې ټولې هغه چارې چې په دې پروژه کې په دوی پورې اړه پیدا کوي، تر سره کړي او تمه ده چې په روانه اوونۍ کې د دغې پروژې عملي کارونه پیل شي.

نوموړي دا هم وویل چې ولسمشر ورسره ژمنه کړې چې د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا تر څنګ به د ۲۰ مېګاواټه نورې لمریزې برېښنا پلانټ د لګولو چارې هم ژر پیل شي چې لګښت یې برېښنا شرکت پر غاړه اخیستی دی.

د ده په خبره، له ولسمشر سره په لیدنه کې کندهار ته د وارداتي برېښنا د مزیو غځولو په اړه هم خبرې وشوې چې دا مهال یې چارې تر غزني ولایت پورې بشپړې شوې دي.

دی وايي، ولسمشر ورته ویلي چې له غزني تر کندهاره به هم د مزیو د غځولو چارې ګړندۍ شي.

ده دغه راز یادونه وکړه چې ولسمشر ته یې د کندهار د دهلې او ارغستان بندونو د جوړولو په اړه هم وړاندیز  وکړ چې د اوبو د مهارولو تر څنګ د برېښنا د تولید وړتیا هم لري.

مشکاني وویل، د برېښنا کمښت نه یوازې د کندهار د اوسېدونکو، بلکې د فابریکو د مسوولینو لپاره لویه ننګونه ده؛ ځکه خلکو په دې برخه کې میلیونونه ډالر پانګونه کړې ده.

نوموړی زیاتوي، له تېرو څو کلونو راهیسې د برېښنا د کمښت له امله  د کندهار د صنعتي پارک یوازې ۱۵۴ فابریکې نیمه فعالې دي خو ۱۳۵ نورې یو مخ بندې دي.

د ده په خبره، لسګونه نور پانګه وال برېښنا ته په تمه دي او چې څنګه دغه ستونزه هواره شي نو هغوی به نوې فابریکې جوړې او فعالې کړي.

د کندهار په صنعتي پارک کې د حبوباتو د تصفیې او پروسس د یوې فابریکې مسوول حاجي سید محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، د برېښنا د کمښت له امله په لسګونو فابریکې تړلې دي، خو هغه چې فعاله دي تولید یې نیمايي ته را ټیټ شوی.

د نوموړي په وينا، له همدې امله د فابريکو چلوونکي درانه زيانونه ګالي او په بازار کې له بهرنیو وارداتي توکو سره سیالي نه شي کولی.

ده وویل، د صنعتکارانو وروستۍ هيله د ١٠ مېګاواټه لمريزې برېښنا د فعاله کېدو پروژه وه چې پر له پسې دوه کاله ځنډېدلې ده.

نوموړی ټينګار کوي، چې د دغې پروژې چارې باید ژر پیل او بیا د ځنډ ښکار نه شي.

د یادونې ده چې اوسمهال کندهار په داسې حال کې له کجکي بند څخه یوازې ۲۰ مېګاواټه برېښنا تر لاسه کوي چې دغلته له ۱۵۰ مېګاواټه ډېرې برېښنا ته اړتیا ده.

څه موده وړاندې کندهار مېشتو صنعتکارانو او د کندهار عامو اوسېدونکو د احتجاج په توګه غونډې او لاریونونه وکړل او له ولسمشره یې وغوښتل چې د دې ولایت د برېښنا وضعیت ته پاملرنه وکړي.

په کندهار کې له زياتې ٢٠٠ فابريکې شته چې په کې پنبه، غوړي، کنجاړه، صابون، يخ، د کارتن لپاره کاغذ، پلاستيکي پايپونه، خوراکي توکي، غير الکولي مشروبات او نور توليديږي چې شاو خوا ٥ زره تنه په کې په بېلابېلو کارونو بوخت دي.

خو ډېرې دغه فابريکې د برېښنا د نشتوالي له امله تړلي او يا نيمه فعاليت لري چې پانګه وال يې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement