د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کندهار کې ۳۵ وسله والو او ۱۸ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

کندهار کې ۳۵ وسله والو او ۱۸ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

Jul 23, 2017 - 13:54

کندهار (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ۹۶): د کندهار په نېښ ولسوالۍ کې وسله والو د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي چې پر مهال یې دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه راز په میوند ولسوالۍ کې بیا امنیتي ځواکونو عملیات کړي چې پر مهال یې د میوندي په نوم د دې ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال له ۶ نورو کسانو سره یو ځای وژل شوی او یو تن ژوندی نیول شوی دی.

د کندهار د امنيې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه د یوولسو بجو په شاوخوا کې لسګونو وسله والو د نېښ ولسوالۍ په اړوندو ساحو کې د پولیسو پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې د پولیسو له سخت مقاومت سره مخ شول.

ده زیاته کړه، جګړې څو ساعته دوام وکړ چې ورسره جوخت سیمې ته مرستندوی ځواکونه هم ور ورسېدل.

دی وايي، په دې جګړه کې ۱۵ وسله وال وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي. دغه راز ۴ پولیس هم وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

خو د نېښ ولسوالۍ یوه باوري امنیتي سرچینه وايي، په دې جګړه کې ۱۲ پولیس وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

بلخوا ګډو افغان ځواکونو د میوند ولسوالۍ په برنګ سیمه کې عملیات کړي دي.

درانی وايي، په دې عملیاتو کې د وسله والو مخالفینو یو پټنځای په نښه شوی چې په ترڅ کې یې د میوندي په نوم د دې ولسوالۍ لپاره د وسله والو تش په نوم ولسوال له ۵ نورو وسله والو سره یو ځای وژل شوي دي.

ده وویل، په دغو عملیاتو کې د حمد الله په نوم یو طالب وسله وال چې په قاري شهرت لري، نیول شوی دی.

نوموړی زیاتوي، په دغو عملیاتو کې ۱ رینجر موټر، ۲ سراچه موټرونه، ۲ موټرسایکل، ۲ کلاشنکوفونه، ۱ امریکایي ټوپک، ۱ راکټ انداز، ۶ د راکټ مرمۍ او ۱ د شپې دوربین د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د ده په وینا، په دې عملیاتو کې امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په نېش ولسوالۍ کې يې درې پوستي نيولي او ٢٥ سرتيرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

په دې وروستیو کې له شاولیکوټ ولسوالۍ وروسته نېش دویمه ولسوالي ده چې وسله وال پر امنیتي پوستو بریدونه کوي او امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړوي.

درې ورځې وړاندې لسګونو وسله والو د شاولیکوټ ولسوالۍ په ماڼو او چنار سیمو کې پر امنيتي پوستو بریدونه کړي وو چې دواړو لورو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه.

دغلته له جګړې وروسته وسله والو طالبانو ۷۰ تنه ملکي وګړي له دولت سره د همکارۍ په تور یرغمل کړل چې له دې ډلې یې ۷ تنه وژلي، ۳۰ تنه یې بیرته خوشې کړي او ۳۳ تنه لا هم ورسره بندیان دي.

چارواکي وايي، د امنیتي ځواکونه کشفي ارګانونه پر دې کار کوي چې د یرغمل شوو وګړو د ساتلو ځای تشخیص او تثبیت کړي او هغوی د وسله والو له ظلمه وژغوري خو تر دې مهاله بریالي شوي نه دي.

خو طالبانو په شاه ليکوټ کې د ملکي وګړو د برمته کولو راپورونه رد کړي دي.

له تېرو څو ورځو راهیسې د کندهار- اروزګان لار هم تړلې چې د شاولیکوټ ولسوالۍ له کندلانو او تناوچي سیمو څخه تېرېږي.

دغه وضعیت خلک سخت اندېښمن کړي او له امنیتي ځواکونو د جدي اقدام غوښتنه کوي.

د نښ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمدحنیف پژواک اژانس ته وویل، له تېرو څو ورځو راهیسې له بېلابېلو ولایتونو څخه په سلګونو سله وال شاولیکوټ او نېښ ولسوالیو ته راغلي دي.

دی وايي، وسله والو ډېری خلک له دولت سره د همکارۍ په تور بيولي او یا یې له کورونو څخه وتلو ته مجبور کړي دي.

ده له امنیتي ارګانونو غوښتنه وکړه چې وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي، دغو سیمو ته ډېر ځواکونه واستوي، څو د وسله والو د بریدونو مخنیوی وکړي.

دی وايي، که پر وخت اقدام ونه شي نو نه یوازې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته د ډېرې مرګ ژوبلې اوښتو احتمال شته، بلکې ولسوالۍ له سقوط سره هم مخ کېدای شي.

خو د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا درانی وايي، چې امنيتي ځواکونه وضعیت ته متوجه دي او د وسله والو د د نورو بریدونو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات کوي.

نېښ او شاولیکوټ ولسوالۍ د کندهار له شمالي ولسواليو دي چې په دې وروستیو کې په کې یو ځل بیا د وسله والو بریدونه ډېر شوي دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement