د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

له ١٤٧زره ډېرو کسانو لوړو او نيمه لوړو زده کړو موسسو ته لار موندلې

له ١٤٧زره ډېرو کسانو لوړو او نيمه لوړو زده کړو موسسو ته لار موندلې

Jul 29, 2017 - 16:55

کابل (پژواک، ٧ زمرى ٩٦): د لوړو زده کړو وزارت د کانکور پايلې اعلان کړې چې له مخې يې له ١٤٧زره ډېرو کسانو لوړو او نيمه لوړو زده کړو موسسو ته لار موندلې ده.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست عبدالطيف روشان نن په کابل کې د ١٣٩٥/١٣٩٦ سراسري کانکور د پايلو د اعلان په مراسمو کې وويل چې سږ کال کانکور کابو ١٨٨زره داوطلبان درلودل چې له دې جملې څخه ١٦٩زرو کسانو يې په عمومي او متفرقه ازموينه کې ګډون کړى و.

هغه زياته کړه چې په دې پروسه کې ټول ټال له ١٤٧زره ډېر کسان بريالي او لوړو او نيمه لوړو موسسو ته يې لار موندلې ده.

د هغه د معلوماتو له مخې، کابو ٦١زره کسان په دولتي لوړو زده کړو موسسو او پوهنتونونو کې او کابو ٣٢زره کسان په نميه او لوړو زده کړو موسسو کې جذبېږي او دغه راز له ٥٥زره ډېر کسان په تخفيف او يا ډېر يې په وړيا توګه خصوصي لوړو زده کړو موسسو ته ور پېږندل کېږي.

د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست په وينا، ټول ټال هغه کسان چې د کانکور په پروسه کې بريالي شوي دي، له ٤٨زره ډېر(٣٣سلنه) ښځينه او له ٩٩زره ډېر(٦٧سلنه) نارينه جوړوي.

هغه زياته کړه چې د کانکور ازموينې له ټولو ګډونوالو څخه له ٢١زره ډېر کسان ناکام شوي دي.

د نوموړي په وينا، د کانکور تر ټولو لوړه نومره (٣٤٤،٢٤) د کابل اوسېدونکي رضا د عوض زوى، دويمه لوړه نومره (٣٤٤،٢٠) د غزني اوسېدونکي اخترمحمد د چمن علي زوى، درېيمه لوړه نومره (٣٤٢،٦) د کابل اوسېدونکي ذبيح الله د رحمت الله زوى، څلورمه لوړه نومره (٣٤٢،٥٣) د جوزجان ولايت اوسېدونکي احمد رامين د لطف الله زوى او پنځمه لوړه نومره (٣٤٠) حامد د احمدالله زوى ترلاسه کړې دي.

د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له مخې، د سږ کال د کانکور تر ټولو ټيټه نومره ١٥٠ ده او چا چې تر دې ټيټې نومرې وړې ناکام دي.

روشان وويل چې د کانکور پروسه  د تېرو کلونو په پرتله رڼه وه، زياته يې کړه چې سږ کال د لومړي ځل لپاره د کانکور په ازموينه کې له بايومټريک سيستم څخه استفاده شوې ده.

د لوړو زده کړو وزارت د کانکور ازموينې عمومي رييس احمد جاوېد وويل چې سږ کال له يو ولايت څخه بل ولايت او له يو پوهنځي څخه بل پوهنځي ته تبديلي په قطعي توګه بنده ده؛ ځکه ټولو ګډونوالو ته د ازموينې له اخيستلو مخکې ويل شوي دي.

رسولي وويل، هغه کسان چې د کانکور په ازموينه کې له پنځو انتخابونو څخه يوه ته هم لار نه ده پيدا کړې او بې نتيجې پاتې شوي دي؛ د لوړو او نيمه لوړو زده کړو موسسو نورو څانګو ته ور معرفي شوي دي؛ خو که علاقه نه ورسره لري کولاى شي چې خپله منفکي واخلي.

نوموړي زياته کړه چې تېر کال د کانکور ازموينې په پروسه کې ٢٢٢٢ تخطۍ شوې وې؛ خو سږ کال د هغو اصلاحاتو له امله چې د کانکور ازموينې اخيستلو په بهير کې رامنځته شول، دغه تخطۍ  ١١٠ موردونو ته را ټيټې شوې دي.

د هغه په وينا، شکايتونو ته د رسېدنې فورمونه سر له سبا پېلېږي او تر راتلونکې اوونۍ پورې عملي کېږي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement