د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ختيځ ولسي اتحاد: ولسمشر په خپلو ژمنو کې پاتې راغلی

ختيځ ولسي اتحاد: ولسمشر په خپلو ژمنو کې پاتې راغلی

Aug 01, 2017 - 15:55

جلال اباد (پژواک، ۱۰ زمری ۹۶): په ملي شورا کې د ختيځو ولايتونو د استازو په مشرۍ د ختيځ ولسي اتحاد په نوم شورا وايي چې ولسمشر د ټاکنيزو کمپاينونو مهال په کړو ژمنو کې پاتې راغلی او ورځ تر بلې ستونزې د حل کېدو پر ځای د ډېرېدو خوا ته روانې دي.

ياد ولسي اتحاد چې څو ورځې وړاندې يې په کابل کې د موجوديت اعلان وکړ، د زمري په ۱۰مه يې د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د زرګونه خلکو په ګډون يوه لويه غونډه جوړه کړې وه.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي او د يادې شورا وياند ميرويس ياسيني وويل چې له دغه اتحاده موخه د حکومت پر وړاندې درېدل نه، بلکې د خپلو ستونزو د حل غوښتل دي.

هغه زياته کړه چې ستونزې ورځ تر بلې په ډېرېدو دي، د امنيت ساحه له ولسواليو راټوله شوې او د ښارونو په څو محدودو کوڅو کې پاتې ده.

ياسيني دغه راز د حکومت او خلکو ترمنځ د واټن زياتوالي ته هم اشاره وکړه او ټينګار يې درلود چې د کار ساحه ډېره محدوده شوې  او اقتصادي ستونزې يې ايجاد کړې دي.

هغه وويل: ((زموږ د شورا هدف همدا دی چې همدا ستونزې به تر ولسمشره رسوو او د حل غوښتنه به ترې کوو.))

په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازې او د يادې شورا غړې وږمې ساپۍ پر خلکو غږ وکړ چې يووالی يې د ټولو ستونزو د حل يوازېنۍ لار ده.

ساپۍ زياته کړه: ((دلته د نا امنۍ او نورو ستونزو لامل د ولس ترمنځ د يووالي نه شتون دی. که تاسو لخ موږ سره لاس يو کړئ او حرکت وکړو، نو ټولو ناخوالو ته به د پای ټکی کېږدو.))

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو بل استازي حاجي حضرت علي وويل چې نا امني ورځ تر بلې ډېرېږي او تور يې پورې کړ چې حکومت خپله په نا امنۍ، انسان تښتونو او ناقانونيو ته لار هوارولو کې لاس لري.

نوموړي وړاندې دا هم وويل: ((حکومت په نا امنۍ کې خپله لاس لري، که لاس یې نه درلودی، نو د بم جوړېدو ځای معلوم دی، جوړېدونکي يې معلوم دي، ښار ته انتقالوونکي يې معلوم دي، خو حکومت يې مخه نه نيسي.))

د لغمان قومي مشر حاجي شاه مرد خان بيا وويل، که د ختيځو ولايتونو د وکيلانو ياد اتحاد د ستونزو د حل لپاره وي؛ نو د څلورو ولايتونو خلک يې تر شا ولاړ دي او د خپلو شخصي غوښتنو لپاره وي بيا دې ولس نه په عذابوي.

دغه راز د ننګرهار د قومونو په استازۍ د خوږياڼو قومي مشر امان خيري هم وویل چې پخوا هم همداسې غونډې شوې، ولسونه راغوښتل شوي خو هېڅ پايله يې نه ده ورکړې.

دی وايي: ((که د دوی موخه رښتيا هم د ولس خدمت وي، نو ولې تر اوسه يې د هغې خبرې د نه عملي کېدو پوښتنه ونه کړه چې ولسمشر د ننګرهار چارواکو ته امر وکړ چې غاصبين ونيسئ او لا هم نه دي نيول شوي.))

خو د غونډې په پای کې په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي او د دغه اتحاد د رهبرۍ شورا غړي عبدالظاهر قدير د دې شورا هدف د ولس اتحاد په ګوته کړ، نه ايتلاف او نه هم موقف غوښتنه.

هغه په خپلو له احساساتو ډکو څرګندونو کې ولسمشر محمد اشرف غني ته د يو ښه رهبر نه، بلکې د يو ښه مدير خطاب وکړ او په خپلو ژمنو کې يې پر پاتې راتلو تورن کړ.

ده وويل چې ولس له طالب سره سوله او د داعش ختمول غواړي او داعش يې يوه کورنۍ  او نړيواله دسيسه ياده کړه چې په خبره يې په داخل کې ورسره د حکومت ځينې کړۍ او په بهر کې ورسره يو شمېر بهرني هېوادونه لاس لري.

ظاهر قدير ولسمشر ته په خطاب کې وويل: ((ولسمشره! تاسو خو موږ سره د ستونزو د حل خبره کړې وه، زموږ له دسترخوانه ډوډۍ ختمه شوې، امنيت مو خراب شوی، امريکايان ځان هم نه شي ساتلی زموږ سړکونه يې بند کړي او له ځان يې دېوالونه راتاو کړي دي.))

که څه هم په ملي شورا کې د ختيځو ولايتونو د استازو د ياد اتحاد مشران په ښکاره د دې شورا ايجاد د خلکو د ستونزو لپاره غږ پورته کول په ګوته کوي؛ خو ګومانونه دا دي چې د تېر په څېر به له دې شورا د يادو وکيلانو موخه په راتلونکو ټاکنو کې ځان ته د رايو پيدا کول وي.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement