د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندهار ځانمرګي بريد کې دوه امريکايي سرتېري وژل شوي، ٤ ټپيان دي

د کندهار ځانمرګي بريد کې دوه امريکايي سرتېري وژل شوي، ٤ ټپيان دي

Aug 03, 2017 - 11:15

کابل (پژواک، ١٢ زمری ۹۶): په کندهار ښار کې د بهرنیو ځواکونو د موټرو پر کتار شوي ځانمرګي بريد کې دوه امريکايي سرتېري وژل شوي او څلور ټپيان دي.

دغه برید پرون غرمه ۱۲ بجې د کندهار ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند هوايي ډګر ته پر غځېدلې لاره د ملي امنیت د چټک غبرګون قطعې د قرارګاه مخې ته وشو.

په واشنګټن کې د امريکا د دفاع وزارت وياند جېف ډيويس خبريالانو ته ويلي چې د کندهار په ځانمرګي بريد کې دوه امريکايي سرتېري وژل شوي دي.

بلخوا په کابل کې د امريکايي ځواکونو لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې پېښه کې دوه سرتېري وژل شوي او څلور ټپيان دي.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني پژواک خبري اژانس ته وویل، د بهرنیو ځواکونو د موټرو کتار چې له کندهار ښاره د هوايي ډګر پر لور روان و، د لارې په اوږدو کې ورباندې ځانمرګی برید وشو.

ده زیاته کړه، ځانمرګي بریدګر یوه ډاټسن ډوله موټربم ته د بهرنیو ځواکونو د موټرو پر کتار چاودنه ورکړه.

دی وايي، په دغه برید کې بهرنیو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره یې ورته معلومه نه ده.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي چې دغه برید د بهرنیو ځواکونو دوه زرې موټر ویجاړ کړي او په کې سپاره ۱۵ بهرني عسکر یې وژلي دي.

په کندهار کې امريکايي سرتېري په داسې حال کې وژل کېږي چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي چې د افغانستان جګړه کې له ماتې سره مخ دي.

 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement