د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ټاکنو کمېسیون: د راتلونکو ټاکنو لپاره د رايې ورکولو پخواني کارتونه لغوه اعلانيږي

د ټاکنو کمېسیون: د راتلونکو ټاکنو لپاره د رايې ورکولو پخواني کارتونه لغوه اعلانيږي

Aug 06, 2017 - 17:27

جلال اباد (پژواک، ١٥  زمری ۹۶): د ټولټاکنو خپلواک کمېسيون چارواکي وایي چې راتلوونکو ټاکنو کې به په شرایطو برابر کسان د بیومتریک په وسیله د خپلې خوښې نوماند ته رایې وکاروي او د پرېکړې له مخې د رایې ورکولو پخواني ۲۱ میلیونه کارتونه به هېڅ ډول اعتبار  ونه لري .

د ننګرهار ولايت د رسنيو له دفتر څخه پژواک اژانس ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي،  چې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون کمشنر رفیع الله بیدار یادې څرګندونې د زمري په ۱۵مه دغه ولايت کې د ټاکنو د زمينه سازۍ په اړه جوړه شوې غونډه کې وکړې.

د يادې غونډې پرمهال چې د دغه ولايت په مقر کې جوړه شوې وه، د ننګرهار والي ، ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان، د ولایتي شورا غړو، د دې ولایت د ټاکنو خپلواک کمېسيون اداري مشر، د یونما ادارې استازو، امنیتي مسوولینو او د مدني ټولنو استازو   ګډون درلود.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون کميشنر ډاکتر رفيع الله بيدار د ټاکنو ملي پروسې د لومړنيو تدابيرو او  ټاکنيزو  مرکزونو په اړه د معلوماتو له  شریکولو سربېره په ۱۳۹۷هـ کال کې د چنګاښ په ۱۶مه   د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره د لومړنیو اقداماتو د پیل کېدو  خبر  ورکړ.

 نوموړي زياته کړه،په پخوانيو ټاکنیزو دورو کې ۲۱ ميليونه کسانو ته د رايې اچونې کارتونه وېشل شوي وو،خو په راتلونکو ټاکنو کې ياد کارتونه لغوه کيږي او پر ځای يې د بايوميتريک په واسطه  ټاکنې تر سره کيږي.

هغه زياته کړه ، هڅه کوي څو په عادلانه ډول مرکزونه او محلونه له ولايتي ادارې سره په همغږۍ معلوم کړي.

رفيع الله وويل: (( په تېرو ټولټاکنو کې يې په ننګرهار کې ۳۹۷ مرکزونه او ۱۲۰۷ محلونه درلودل؛ خو اوس هڅه کوو چې محلونه عادلانه رامنځته کړو او په شرايطو برابر خلک د لومړي ځل لپاره د فهرست له مخې بايوميتریک کړو، ترڅو په راتلونکو ټولټاکنو کې برخه واخلي.))

بيدار د ننګرهار ولايتي ادارې او امنيتي مسوولینو څخه د مننې ترڅنګ غوښتنه وکړه چې د ټولټاکنو ملي پروسې د ښه تر سره کولو په موخه همکاري وکړي.

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ټاکنو ملي پروسې د تر سره کولو په موخه خپل بشپړ ملاتړ وښود او له کميشنر څخه يې وغوښتل چې په دې ولايت کې د ټولټاکنو مرکزونه او محلونه نفوس ته په کتو زيات کړي.

د امنيتي مسوولينو په استازيتوب د ۲۰۱ سيلاب قول اردو قوماندان ډګر جنرال محمد زمان وزيري د ټاکنو خپلواک کمېسيون مسوولينو ته ډاډ ورکړ چې امنيتي مسوولين به د ټاکنو ملي پروسې د ښه ترسره کولو په موخه ډاډمنه امنيتي فضاء رامنځته کړي.

د ولايتي شورا مرستیال ډاکټر لعل محمد دراني او منشي ذبيح الله زمري د تېرو انتخاباتو نيمګړتياوې د کميشنرۍ مسوولينو سره شريکې او غوښتنه یې وکړه چې د زور واکو په سیمه کې دې د رایې ورکولو محلونه  نه جوړیږي .

دوی غوښتنه وکړه، ترڅو د ننګرهار په ۲۲ ولسواليو کې دې د عدالت له مخې مرکزونه او محلونه جوړ او په حوزو دې له سره غور وشي.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement