د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

وسله والو د کندهار برېښنا شرکت اته کارکوونکي نیولي

وسله والو د کندهار برېښنا شرکت اته کارکوونکي نیولي

Aug 06, 2017 - 15:44

کندهار (پژواک، ۱٥ زمری ۹۶): وسله والو طالبانو د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د برېښنا شرکت ۸ کارکوونکي نیولي دي.

وسله والو دغه کسان له هغه وروسته نیولي چې یادې سیمې ته د برېښنا د هغو مزو رغولو لپاره تللي وو چې په جګړه کې پرې شوي وو.

د کندهار د برېښنا شرکت رییس انجنیر سید رسول باقي پژواک خبري اژانس ته وویل، درې ورځې وړاندې له کجکي بند څخه لښکرګاه او کندهار ښار ته د برېښنا غځېدلي مزي د هلمند د سنګین ولسوالۍ د شکر شېلې په سیمه کې د جګړې له امله پرې شوي.

هغه زیاته کړه، د دې لپاره چې دغه مزي ژر ورغول شي او د برېښنا جریان بېرته فعال شي، په هماغه ورځ یې د رغولو لپاره د برېښنا شرکت یوه اته کسیزه ډله سیمې ته لېږل شوې وه، خو دغې تخنیکي ډلې د مزو رغولو اجازه نه وه ترلاسه کړې.

د ده په خبره چې کله هم مزي پرې کېږي، د برېښنا شرکت اداره اړه ده د رغولو لپاره یې هم له امنیتي ځواکونو او هم له وسله والو طالبانو اجازه واخلي؛ ځکه ډېر مهال په سیمه کې جګړه او یا هم د ماینونو خطر وي.

دی وايي، دا چې د برېښنا شرکت تخنیکي ډلې له وسله والو طالبانو د مزو رغولو اجازه نه وه ترلاسه کړې، د ملي امنیت ادارې په کجکي کې د برېښنا کارکوونکو ته امر کړی چې د وسله والو تر ولکې لاندې سیمو او نورو ولسوالیو باندې هم برېښنا بنده کړي.

نوموړي وویل، وسله والو طالبانو د دغه کار په غبرګون کې د برېښنا شرکت اته کارکوونکي ونیول چې تر دې مهاله له هغوی سره دي.

د ده په خبره، برېښنا شرکت په دې اړه د ملي امنیت له ادارې سره اړیکې نیولې او هغوی ته یې ویلي چې د هغوی د دې کار په غبرګون کې د برېښنا شرکت ۸ تنه کارکوونکي نیول شوي او ژوند یې له خطر سره مخ دی چې په پایله کې یې د وسله والو تر ولکې لاندې سیمو ته بیرته د برېښنا جریان پرېښودل شو.

د ده په خبره، له وسله والو سره هم په دې اړه اړیکې نیول شوې او هغوی ته ویل شوي چې په دې برخه کې ناسم پوهاوی شوی دی.

دی وايي، وسله والو طالبانو یوازې د مزو رغولو ته اجازه ورکړې خو د دوی تخنیکي ډله لا هم ورسره بندیان دي.

نوموړی زیاتوي، وسله والو ورته ویلي چې د برېښنا شرکت نیول شوي کارکوونکي به تر هغه له دوی سره بندیان وي چې د دوی سیمو ته د برېښنا د پارچاوۍ موضوع څېړل کېږي.

خو ده وویل چې د سیمې د قومي مشرانو په وسیله له وسله والو سره خبرې پیل شوې چې د برېښنا شرکت نیول شوي اته تنه راخوشې شي.

د برېښنا شرکت رییس وویل، تمه ده چې نن د ورځې تر پایه پرې شوي مزي ورغول شي او کندهار ښار او لښکرګاه ته د برېښنا درېدلی جریان بیرته فعال شي.

له کجکي بند څخه کندهار ته ډېر مهال د برېښنا مزي د تخنیکي ستونزو او جګړو له امله پرې کېږي چې له امله یې په ورځو او اوونیو برېښنا نه وي.

د برېښنا شرکت رییس وايي چې کله هم د برېښنا مزي پرې کېږي نو هغوی یې په ډېرو ستونزو بیرته رغوي، ځکه په سیمه کې د جګړې او د ماینونو خطر وي.

وسله الو طالبانو تر دې مهاله د دې موضوع په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

کجکي بند ۵۱،۵ مېګاواټه برېښنا تولیدوي چې ۲۰ مېګاواټه یې کندهار ته ورکول کېږي او پاتې نور یې په هلمند کې کارول کېږي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement