د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندهار خلک: د ټاپې پروژې په کارونو کې دې د سيمې خلکو ته لومړيتوب ورکړل شي

د کندهار خلک: د ټاپې پروژې په کارونو کې دې د سيمې خلکو ته لومړيتوب ورکړل شي

Aug 08, 2017 - 16:19

کندهار (پژواک، ۱۷ زمری ۹۶): د کندهار دولتي چارواکي او قومي مشران وايي د ټاپي ملي پروژې په کارونو او امنیت ساتلو کې دې د سیمې اوسېدونکو ته لومړیتوب ورکړل شي.

دغه څرګندونې په هغې غونډه کې وشوې چې د زمري په ١٧مه د ولایت مقام د غونډو په تالار کې د ټاپي پروژې په اړه د عامه پوهاوي او ولسي ملاتړ په موخه جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ مرستيال میر احمد جاوېد سادات، د ټاپي پروژې مسوول محمد هارون ظریف، د کندهار والي زلمي ویسا، د ولسي جرګې او ولایتي شورا استازو، قومي مخورو، دیني عالمانو او ګڼو نورو ګډون کړی وو.

غونډې ته د کندهار والي زلمي ویسا وویل، ټاپي یوه ملي پروژه ده چې ګټه یې ولس ته رسېږي او په ترسراوي کې یې د هغوی رول ډېر مهم دی.

هغه زیاته کړه، د دې پروژې په پلي کولو کې دې د رښتینو قومي مشرانو، دیني عالمانو او لس رول ته ځانګړې پاملرنه وشي او د سیمې اوسېدونکي دې په کې په کار وګومارل شي.

خو نوموړي یادونه وکړه چې د دې پروژې د تطبیق پر مهال دې د قومي مشرانو په نوم د مافیايي کړیو له نفوذ څخه مخنیوی وشي.

والي زياته کړه، د ټاپي پروژې په پلي کېدا کې د ولس تر څنګ د امنیتي ارګانونو رول هم ډېر مهم دی، خو دا چې امنیتي مسوولینو په دې غونډه کې ګډون نه دی کړی، خواشینوونکې ده.

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ معین میر احمد جاوېد سادات وویل، ټولګټې پروژې د ولس په ملاتړ په ښه توګه پلي کېدای شي.

ده زیاته کړه، په همدې بنسټ حکومت د دغسې ملي پروژو په تطبیق کې د ولس غوښتنو ته ځانګړې پاملرنه کوي.

نوموړي زیاته کړه، ټاپي پروژه د افغانستان له پنځو ولایتونو هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونو څخه تېرېږي چې نه یوازې د پروژې په کارونو کې به د دغو ولایتونو خلک ونډه ولري، بلکې د خوندیتوب چارې به یې هم د دوی پر غاړه وي.

سادات وايي، یوازې د ټاټي نل لیکې د امنیت ساتلو لپاره ۱۰ زره کسانو ته اړتیا ده، دغه راز په تخنیکي او نورو برخو کې به یې هم په زرګونو خلک په کار وګومارل شي.

د کندهار د ولایتي شورا رییس حاجي سید جان خاکرېزوال وویل، له ډېر وخت راهیسې د ټاپي پروژې په اړه خبرې کېږي، اوس داسې ښکاري چې د کار پیلولو چارې یې سره نږدې شوې دي.

ده زیاته کړه، د ولس غوښتنه دا ده چې دغه نل لیکه چې د سوېلي زون له هر ولایت څخه تېرېږي، د هماغه ولایت خلک باید په کې په کار وګومارل شي.

د ده په خبره، که حکومت دې ټکي ته پاملرنه و نه کړي نو د نل لیکې د امنیت ساتلو چاره هم سختېږي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال حاجي محمد یونس مومند وویل، ټاپي د افغانستان د ټولو اوسېدونکو ګډه پروژه ده چې د اقتصادي ګټې تر څنګ د سولې او ثبات په برخه کې هم مهم رول لري.

ده وویل، په دې پروژه کې د افغانستان تر څنګ د ګاونډیو هېوادونو ګټې شریکې دي.

هغه زیاته کړه، د ټاپي پروژې په تطبیق کې د خصوصي سکتور غوښتنه دا ده چې له اړوندې کمپنۍ سره په ګډه کار وکړي او د امکان تر بریده د اړتیا وړ توکي همدلته ورته چمتو کړي.

نوموړي هیله وښوده چې د ټاپي پروژې په پلي کېدو سره به سوېلي اسیا له مرکزي اسیا سره وتړل شي او ګاونډي هېوادونو به خپلو ګډو ګټو ته په پام افغانستان ته نور د ترانزیټ ستونزې نه جوړوي.

د کندهار د امنیت امر مل پاسوال رحمت الله اطرافي ولس ته ډاډ ورکړ چې امنیتي ارګانونه به د ولس په همکارۍ امنیت خوندي کوي څو دغه پروژه په ښه توګه پلې شي.

د کندهار قومي مشر څارنوال محمد عیسی خان وویل، ټاپي داسې پروژه ده چې هېڅوک یې هم مخالفت نه کوي خو مهمه دا ده چې دغه ملي پروژه په شفافه او رڼه توګه پلې شي.

ده غوښتنه وکړه چې د پروژې په کارونو او امنیت ساتلو کې دې د سیمې اوسېدونکو ته لومړیتوب ورکړل شي، په دې توګه به پراخ ولسي ملاتړ خپل کړل شي.

د کندهار دیني عالم شېخ زاهدي وویل، ټاپي پروژه د هېواد د اقتصادي ښېرازۍ، سولې او ثبات پیلامه ده خو د دوی غوښتنه دا ده چې د دې پروژې کارونه ژر پیل شي.

د ټاپي پروژې مسوول محمد هارون ظریف وايي ، پر ټاپي پروژه له تېرو شلو کلونو راهیسې بحث روان و چې په پای کې دوه کاله وړاندې د پلي کېدو وړ شوه.

هغه زیاته کړه، د نل لیکې د غځولو کار په ترکمنستان کې پیل شوی چې د روان زېږدیز کال تر پایله په د افغانستان تر پولې را ورسېږي.

ده وویل، ټاپي پروژه دوه پړاوونه لري چې لومړی هغه یې یو کال او دویم هغه یې چې تر هندوستان پورې د نل لیکې غځول دي، څلور کاله په بر کې نیسي.

دی وايي، همدا اوس د ټاپي پروژې اړوند سروې ګانې تخنیکي چارې، د ماین پاکۍ چارې، د امنیت خوندي کول، د مشینرۍ ځای پر ځای کول او نور پيل شوي چې یو کال وخت به واخلي.

ظريف وويل، په دې موده کې به د سیمې زرګونو خلکو ته د نل لیکې د مسلکي کارکوونکو په توګه روزنیز پروګرامونه جوړ شي او په کار به وګومارل شي.

دغه راز ده ډاډ ورکړ چې د اړتیا وړ ساختماني توکي به هم په همدې سیمه کې چمتو کېږي او د امنیت ساتلو چارې به یې هم د سیمې د خلکو پر غاړه وي.

دی وايي، د ټاپي پروژې په پلي کېدو سره به دا سیمه او افغانستان په یوه مهم اقتصادي دهلېز بدل شي.

د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان تر منځ د غازو د لېږد پر دغه نل لیکه"ټاپي" ۱۰ میلیارډه ډالر لګښت راځي.

دا نل لیکه ۱۸ سوه کیلو متره اوږدوالی لري چې له ترکمنستان څخه د افغانستان د هرات، نیمروز، فراه، هلمند او کندهار له لارې د پاکستان له کویټې او ملتان څخه هندوستان ته غځول کېږي.

د دغې نل لیکې ۷۵۰ کیلومتره د افغانستان له خاورې تېرېږي.

دغه نل لیکه به په کال کې د ۳۳ میلیارده کیوبک متره غاز د لېږد وړتیا لري چې د افغانستان لپاره لنډمهالې او اوږدمهالې ګټې لري.

هر کال به پاکستان افغانستان ته د ترانزیټ په برخه کې ۴۰۰ ملیونه ډالر ورکوي، افغانستان به هر کال د ۰،۶ میلیارده متر مکعب غاز څخه برخمن کېږي او له هغو ولایتونو څخه چې نل لیکه په کې تېرېږي خلکو ته د کار زمینه برابرېږي.

نورې ګټې یې دا دي چې په سیمه کې به سوداګري ورسره وغوړېږي، په همدې مسیر کې به نورو پروژو لکه د اورګاډي پټلۍ غځولو، د برېښنا لېږد او د انټرنیټ فایبر کیبل لپاره هم زمینه برابره شي او بهرني پانګوال به پانګونې ته زړه ښه کړي.

 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement