د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د سولې ټينګښت لپاره پر ټولنيز عدالت ټينګار وشو

د سولې ټينګښت لپاره پر ټولنيز عدالت ټينګار وشو

Aug 15, 2017 - 17:15

جلال اباد (پژواک، ۲۴ زمری ۹۶): په ختیځ کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، په هېواد کې د ټولنيز عدالت او برابرۍ اصل د نه مراعات په صورت کې پایښت لرونکې سوله نه شي رامنځته کېدای.

دا څرګندونې د دغه کمېسيون مشرې صبرینا حمیدي د ننګرهار په پوهنتون کې د سولې په تړاو جوړ شوي يو ورځني علمي کنفرانس ته د وينا پر مهال وکړې.

د ننګرهار پوهنتون د سولې مرکز له لوري د زمري په ۲۴مه جوړ شوي دغه علمي کنفرانس ته ګڼ شمېر محصلینو او استادانو د ټولنیزې سولې په تړاو خپلې مقالې وړاندې کړې.

کنفرانس ته د ننګرهار پر پوهنتون سربېره په دغه ولايت کې د څلورو نورو خصوصي پوهنتونونو محصلين او استادان هم وربلل شوي وو او دغو مدني ټولنو او د يو شمېر نورو دولتي ادارو مسوولينو هم په کې برخه اخيستې وه.

په ختیځ کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مشرې کنفرانس ته د وينا پر مهال په سوله کې د ځوانانو رول مهم ياد کړ او ویې ویل چې ځوانانو ته ونډه ورکول ټولنه کې برابري رامنځته کوي.

مېرمن حمیدي وویل، په ټولنه کې تر هغه سوله نه ټینګېږي چې د عدالت تامین او د ټولو اقشارو د حقونو برابرۍ ته کار ونه شي.

نوموړې زياته کړه: ((پر کومو مسایلو چې هوکړه کېږي، هغه مسایل باید داسې نه وي چې بیا په کې د مېرمنو حقونه یا د ځوانانو حقونه نقض شي او یا د نورو اقشارو پر سر معاملې وشي، باید مختلط ټېمونه د سولې لپاره کار وکړي چې بېلابېل خلک په کې وي، چې په دې توګه توازن او تعادل په ټولنه کې رعایت کېږي او د عدالت تامین ته لاره پرانیزي.))

د ننګرهار پوهنتون رييس پوهندوی ببرک میاخېل وايي، په پوهنتون کې یې د سولې په نوم مرکز پرانیستی، څو یې پر مټ ځوانان د خیر ښیګنې کارونو ته وهڅول شي.

هغه وايي، سوله کې د ځوانانو رول مهم دی او په دغه هدف یې د سولې کنفرانس دایر کړی، څو په ټولنیزه سوله کې ځوانان دخیل شي.

ده زياته کړه: ((له ننني کنفرانس څخه زموږ هدف سیاسي سوله نه ده، موږ سولې ته یو بنسټیز حیثیت ورکوو سوله هغه څه ده چې په شتوالي کې یې شخړه نشته، مثلاً د کورنیو ترمنځ د ځوانانو ترمنځ او د ټولنې د بېلابېلو قشرونو ترمنځ څنګه سوله راتلای شي چې په سوله ییز ډول ژوند وکړي.))

د سولې په دغه کنفرانس کې د ننګرهار پوهنتون ګڼو محصلانو ګډون کړی و چې یو شمېر یې په کې د سولې په تړاو خپلې مقالې ولوستلې.

محصلین وايي، دا ډول کنفرانسونه خورا ګټور دي چې پر مټ یې ځوانان د ټولنیزې سولې ټینګښت لارو چارو په تړاو خپلې علمي هلې ځلې کوي.

د ننګرهار پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي د درېيم کال محصل محمد اسماعيل پژواک اژانس ته وويل چې ځوانان د ټولنې د نورو وګړو په پرتله سوله کې ډېره ونډه اخیستلای شي؛ ځکه ځوانان ډېره انرژي لري او دوی کولای شي په فزیکي او مدني حرکاتو سره سوله راولي.

دغه راز په ننګرهار کې د الفلاح پوهنتون د حقوقو پوهنځي د دويم کال محصل صاحب الله ټينګار وکړ چې ځوانان دې سولې ته کار له خپله ځانه پيل کړي.

په همدې حال کې د ننګرهار پوهنتون چارواکي وايي، د سولې د یاد مرکز له لارې یې محصلان ټولنیزو چارو کې ښکېل کړي دي.

د پوهنتون رییس پوهندوی ببرک میاخېل وايي، دا هڅه یې ځکه پیل کړې چې په تېر کې به محصلین ډېر کله په لاریونونو کې ښکېل وو خو اوس يې په علمي او د سولې په تړاو کنفرانسونو او غونډو مصروف کړي دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement