د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کندهار کې ښوونځیو ته د ماشومانو شاملولو په موخه کمپاین وشو

کندهار کې ښوونځیو ته د ماشومانو شاملولو په موخه کمپاین وشو

Aug 18, 2017 - 17:22

کندهار (پژواک، ۲۷ زمری ۹۶): په کندهار کې د یوه کمپاین له لارې له کورنیو وغوښتل شول چې خپل ماشومان ښوونځیو ته ولېږي.

دغه راز د کمپاین کوونکو له چارواکو غوښتنه کوله چې بند ښوونځي پرانیزي، ښوونځیو ته ودانۍ جوړې کړي، د کتابونو او مسلکي ښوونکو د کمښت ستونزې حل کړي او د پوهنې اړوند ټولې اړتیاوې پوره کړي.

دغه کمپاین نن د قلم لار ټولنې په نوښت جوړ شوی و چې بېلابېلو ټولنو، ځوانانو او ګڼو ټولنیزو او مدني فعالانو برخه په کې اخیستې وه.

برخه والو چې په خپلو موټرو بېلابېل شعارونه ځوړند کړي وو، د ښار پر واټونو وګرځېدل او د لاوډ سپېکرونو له لارې یې خلک هڅول چې خپل ماشومان ښوونځیو ته ولېږي.  

کمپاین کوونکو د "ټول هغه ماشومان چې عمرونه یې ۷ کلنۍ ته رسېدلي وي، ښوونځیو ته شامل کړئ"، "خپل ماشومان ښوونځيو ته ولېږئ او د سبا لپاره مو کورنۍ او ولس د پردیو له احتیاجه وژغورئ"، "د ښوونځیو لپاره ودانۍ غواړو"، "تعلیم د سولې او پرمختګ یوازېنۍ لار ده" دا او ورته نور شعارونه ورکول او لېږدول.

د قلم لار ټولنې مشر مطیع الله ویسا پژواک خبري اژانس ته وویل، د کندهار په ګډون په ګرمو سیمو کې د ښوونیز کال پیل ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي، د ننني تعلیمي کمپاین موخه دا وه چې والدین وهڅول شي خپل ماشومان (نجونې او هلکان) ښوونځیو ته ولېږي.

هغه زیاته کړه، د دوی هیله دا ده چې سږ کال په کندهار ښار او ولسوالیو کې یو ماشوم هم له زده کړې بې برخې پاتې نه شي.

نوموړي د پوهنې له وزارت او د کندهار د پوهنې له ریاسته وغوښتل چې د پوهنې په برخه کې ټولې اړتیاوې پوره کړي، ښوونځيو ته ودانۍ جوړې کړي، د کتابونو د کمښت او مسلکي ښوونکو د نشتوالي ستونزې حل کړي.

دغه راز ده غوښتنه وکړه چې د پوهنې ریاست چارواکي دې په کندهار ښار او ولسوالیو کې له خلکو سره د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ کړي او ټول هغه ښوونځي پرانیزي چې په یوه او بله پلمه له تېرو څو کلونو راهیسې بند پاتې دي.

ویسا وویل، د دغه تعلیمي کمپاین پيل یې څو ورځې وړاندې له ارغستان ولسوالۍ څخه وکړ، تېره ورځ یې په تخته پُل ولسوالۍ کې کمپاین وکړ او له کندهار ښار وروسته په نورو ولسوالیو کې هم د ورته کمپاینونو جوړولو پلان لري.

د کندهار د ولایتي شورا غړي جانان ګلزي چې په دغه کمپاین کې یې ګډون کړی و، پژواک خبري اژانس ته وویل، د علم زده کړه پر هر نارینه او ښځینه فرض ده، پر همدې بنسټ له کورنیو غوښتنه دا ده چې پر خپلو اولادونو زده کړه وکړي.

ده زیاته کړه: ((زموږ په سیمو کې د پوهنې په برخه کې ستونزې ډېرې دي، موږ د دغو ستونزو د حل لپاره مبارزه کوو، خلک هڅوو چې ماشومان ښوونځيو ته ولېږي او چارواکي هڅوو چې د پوهنې په برخه کې شته ستونزې هوارې کړي.))

د کمپاین بل برخه وال اغا ولي باراني وویل، په کندهار کې د پوهنې په برخه کې ګڼې ستونزې شته، ډېر ښوونځي تش په نوم دي او په ولسوالیو کې بیا ګڼ ښوونځي تړلي دي.

ده د کندهار له ادارې وغوښتل چې د پوهنې د بهیر د معیار لپاره دې په ټول توان کار وکړي.

د کندهار په ګډون د هېواد په ګرمو سیمو کې د ښوونیز کال پیل ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي. د کندهار د پوهنې ریاست ویاند وايي، د نوي ښوونیز کال پیل ته چمتووالی لري او ښوونځيو ته د نوو ماشومانو د شاملېدو لړۍ وار له مخه پیل شوې ده.

ده زیاته کړه، د پوهنې د ریاست هڅه دا ده چې سږ کال د پوهنې د بهیر د اصلاح او سمون لپاره ډېر کار وکړي، شته اړتیاوې پوره کړي او اسانتیاوې ډېرې کړي.

د کندهاراوسېدونکي د پوهنې له اوسني بهیر څخه خوښ نه دي؛ ځکه په دې اداره کې له ډېره وخته د پراخو درغليو او فساد په اړه شکايتونه کېږي.

د دغه ولايت د پوهنې په تشکيل کې ټول ٤٥٠ ښوونځي شته چې دا مهال يې يوازې ٣١٨ پرانيستي دي، خو د پرانیستو ښوونځیو له ډلې يوازې ١٩٢ ښوونځي ودانۍ لري او نور يې هېڅ ودانۍ نه لري چې د پوهنې د بهير پر وړاندې لويه ننګونه ده.

دغه راز د کتابونو کمښت، د مسلکي ښوونکو نشتوالی او نورو ستونزو هم د پوهنې بهیر ټکنی کړی دی. دغه راز په يو شمېر ولسواليو کې ښوونځي تش په نوم دي چې معاشونه يې د ځينو زورواکو شخصي اکاونټونو ته ځي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement