د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر غني: د زمري ۲۸مه زموږ د ملي غرور او عظمت د احیا ورځ ده

ولسمشر غني: د زمري ۲۸مه زموږ د ملي غرور او عظمت د احیا ورځ ده

Aug 20, 2017 - 10:22

کاّبل (پژواک، ٢٨ اسد٩٦): د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د زمري ٢٨مه د افغانانو د ملي غرور د احیا ورځ ده او بايد افغانان په يووالي او د خپل دغه ارزښت په درک سره د خپل هېواد د سوکالۍ او پرمختګ لپاره کار وکړي.

د ١٢٩٨ هجري لمريز کال د زمري په ٢٨مه افغانانو له انګريزانو خپلواکي ترلاسه کړه.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني په هرات کې د هېواد د خپلواکۍ د بيا ترلاسه کولو د اته نوييمې کالیزې په نمانځغونډه کې چې د هرات په ۲۰۷ ظفر قول اردو کې د زرګونه هېوادوالو په ځانګړي ډول د لوېدیځو ولایتونو د خلکو په ګډون جوړ ه شوې وه، برخه واخيسته.

سرچينه ليکي چې په پیل کې ولسمشر د هېواد له هغه بیرغ څخه چې پر یو میلیون لاسلیکونو ښکلی شوی و، لیدنه وکړه او د اتلانو څلي ته یې د ګلونو ګېډۍ کېښوده.

هغه په دې مراسمو کې په خپلو خبرو کې وویل: "دا یو میلیون لاسلیکونه زموږ نیکونو، زموږ ملي اتل امان الله خان، د افغانستان راتلونکي او د افغانستان د خلکو له مقدس جهاد سره د ژمنې د تازه کولو په معنا دي."

غنی وویل چې ټولو مجاهدینو، مبارزینو او هغو هڅاندو ته سلام چې د خپل ملت د عزت او سرلوړۍ لپاره د ظالمانو پر وړاندې ولاړ دي، زندانونو ته ولاړل، د رزم ډګر ته راووتل او ځانونه یې نذرانه کړل، تر څو د افغانستان نوم ژوندی او تلپاتی شي.

هغه وویل: "یو ځل بیا هغه ورځ نمانځو چې زموږ معاصر تاریخ کې د لوی عطف نقطه ده. هغه ورځ چې د افغانستان رښتینو بچیانو د دغه ملت خپلواکي او ازادي د تاریخ په پاڼو کې وځلوله."

هغه وایی چې د هېواد د خپلواکۍ نمانځه افغانانو ته رنګارنګ معناوې لري.

دى زياتوي: "له یوه لوري زموږ د ملي غرور او عظمت د احیا ورځ ده چې زموږ د نیکونو د ازادۍ او پراخ لید کیسه کوي چې غوښتل یې افغانستان د تاریخ له توپاني څپو څخه په سرلوړۍ تېر شي."

محمد اشرف غني څرګنده کړه چې دا مهال افغانان په برخلیک ټاکونکې نقطه کې قرار لري، اوس هماغه شېبه ده چې افغانان يې باید ارزښت درک کړي او اوس د هماغه ناتمام فصل د بشپړولو وخت دی.

د ده په وينا، نن هغه ورځ ده چې افغانان په کې بايد ملي یووالی تمثیل کړي او خپله ټینګه اراده او تاریخي مسوولیت د افغانستان د پنځو راتلونکو نسلونو پر وړاندې ترسره کړي.

ده زياته زياته کړه: "نن د تصمیم ورځ ده چې د ټول ملت لپاره فداکاري او د اکثریت ملت استازیتوب وکړو. کله چې موږ ټول له هر قوم او هرې ژبې څخه ځانونه د واحد ملي هویت په هنداره کې ووینو، نو هیلې او ارمانونه به تحقق ومومي."

هغه زیاته کړه، افغانستان په هېڅ خاص فرد او ډلې پورې محدود نه دی، افغانستان د دغه هېواد د هر وګړي کور دی.

دى وايي چې افغانان د افغانستان د ازاد او سرلوړي جمهوریت وګړي دي او په خپلو کې یو د بل تر څنګ کولای شي دا ناتمام فصل په عزت او ویاړ بشپړ کړي.

ولسمشر زياته کړه: "موږ له اوسه یو بل ته لاس ورکوو، ... موږ هغو وسوسو ته چې زموږ له ملي ګټو سره په ټکر کې دي، نه تسلیمېږو. "

هغه وویل، هغوی چې اوس هم د جنګ طبله غږوي، هغوی چې د پردیو ساز ته نڅېږي، هغوی چې اوس هم پر ځورېدلي افغانستان زیاتې قربانۍ تحمیلوي، هغوی د تاریخ غلط لور ته ولاړ دي او له همدې امله هغوی د یو ملت د ارادې پر وړاندې ماتېږي او له ذلیلې ماتې پرته بل برخلیک به ونه لري.

جمهور رئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل: "موږ هر هغه لاس چې د همکارۍ لپاره اوږد شي، ټینګوو او هر هغه غږ ته چې په هغه کې زموږ ملي ګټې نغښتې وي، لبیک وایو، او له هرې هغې طرحې چې د افغانستان د جوړولو او ویاړ لپاره وي او له هر ادرسه چې وي په ورین تندي یې هرکلی کوو. "

په دې مراسمو کې د هرات والي محمد اصف رحیمي ولسمشر او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل چې باید په ځوانانو کې د وطندوستۍ حس پیاوړی شي او د غازي امان الله خان ارمانونه پوره شي.

هغه زیاته کړه، په اوسنیو شرایطو کې چې هېواد د اقتصادي او عمراني تحولاتو حساس پړاو کې دی او له بلې خوا "تروریستان" د نظام اساسات خپل هدف ګرځوي، دی باوري دی چې ټول ملت د افغانستان د اسلامي جمهوریت له لاسته راوړنو او د هېواد له خپلواکۍ دفاع کوي او اجازه به ورنه کړي چې د پردیو نوکران خپلو شومو موخو ته ورسېږي.

د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان تورن جنرال محمد ناصر هدایت د امنیتي ځواکونو لاسته راوړنې يادې کړې او ويې ويل چې دا لاسته راوړنې او بریالیتوبونه کافي نه دي او دوی به د خپلو نیکونو په څېر د ټولو "تروریستانو" پر ضد قوي او جدي اقدام وکړي.

هغه زیاته کړه چې ټول بریالتوبونه د افغانستان د سوله غوښتونکي او متدین ملت د ملاتړ محصول دي.

دى وايي چې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه له خپل هېواد د خپلواکۍ او وياړونو ساتلو لپاره شپه او ورځ هڅه کوي او له هېڅ ډول سرښندنې او قربانۍ ډډه نه کوي.

په دې مراسمو کې د لوېدیځ زون د علماوو شورا عمومي ريیس مولوي خداداد صالح وویل چې د نن ورځې نمانځنه شرعي اساس هم لري.

هغه وويل: "کله چې موږ د خپلو نیکونو د ښېګڼو، مبارزو، مېړانو او سرښندنو څخه یادونه کوو، د اسلام په صدر کې یې هم د پلرونو او نیکونو د ښېګڼو یادونه کوله."

ده زياته کړه: "نن ورځ موږ د خپلو نيکونو د مېړانې، سرښندنې او جهاد یادونه کوو، ځای لري، په دې کې شک نشته چې غازي امان الله خان یو مجاهد و او له خپلو هم‎سنګرانو سره یې افغانستان له ۸۰ کاله استعمار وروسته ازاد کړ."

په یادو مراسمو کې په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازي غلام فاروق مجروح وویل: "نن د زمري ۲۸مه پر تیارې د رڼا د غلبې، پر باطل د حق د بریا، پر کفر د دین د بریا او پر اسارت د ازادۍ د بریا ورځ ده."

دی وایي چې هرات ښار څلور میلیونه نفوس او سلګونه زره لوستي او تکړه ځوانان لري.

ده هېله څرګنده کړه چې د دغو ځوانانو له استعدادونو باید د افغانستان په ابادۍ او بیارغونه کې ګټه پورته شي.

د دې مراسمو په پای کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو پیاده قطعاتو د رسم ګذشت مراسم ترسره کړل او دغه راز ورزشکار ځوانان د خپلو ورزشي حرکتونو او یو شمېر نور له وطن سره د مینې د ترانو او ملي اتڼ په ترسره کولو سره د لوژ له مخې تېر شول چې د هېواد د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان محمد اشرف غني وهڅول.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement