د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د جلال اباد ۴۰۰۰ کورنيو ته د برېښنا رسولو پروژه پیل شوه

د جلال اباد ۴۰۰۰ کورنيو ته د برېښنا رسولو پروژه پیل شوه

Aug 22, 2017 - 15:29

جلال اباد (پژواک، ۳۱ زمری ۹۶): د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار لپاره د څه باندې دوه ميليونه ډالرو په لګښت د څلور زره کورنيو لپاره د برېښنا رسولو پروژه پيل شوه.

د يادې پروژې له لارې به د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحيې اړوند څلور زره کورنيو ته د نغلو دولتي برېښنا ورکړل شي.

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د زمري په ۳۱مه د ياد پروګرام د پرانيستې په مراسمو کې وويل چې د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحيې د برېښنا رسولو پروژه په ۱۳۹۳ کال کې د اوبو او برېښنا وزارت له لوري له افغان- جرمن کمپنۍ سره د دوه ميليونه، څلور سوه اووه نوي زرو امريکايي ډالرو په ارزښت قرارداد شوې وه.

دی وايي چې دا پروژه ۱۹ مختلف ترانسفرمرونه لري چې ټوليز ظرفيت يې ۵۷۵۰ کيلوواټ دى او کولاى شي چې څلور زره کورونيو ته برېښنا ورکړي.

نوموړي وويل، دا پروژه به دوه برخې کورونه په بر کې ونيسي چې يوه يې هم پخواني هغه کورونه دي، چې له وړاندې يې برېښنا درلوده اوس به نوې شبکې ته اوړي او بل يې هم  نوي کورونه دي چې اوس به له برېښنا څخه برخمن شي.

په همدې حال کې د اوبو او برېښنا وزير علي احمد عثماني وويل چې د ننګرهار لپاره د برېښنا په برخه کې لويې پروژې په پلان کې لري او يادونه يې وکړه چې نننۍ پروژه هم د همدغو هڅو يوه برخه ده.

هغه د درونټې برېښنا بند ته اشاره وکړه او زياته يې کړه چې د دغه بند د بيارغونې لپاره يې هم هلې ځلې پيل کړې دي.

خو د ننګرهار د ولايتي شورا مرستيال لعل محمد دراني نيوکه کوله چې حکومتي چارواکو د نورو ولايتونو په څېر ننګرهار ته د برېښنا خدمتونه نه دي ترسره کړي.

نوموړي وويل چې د ننګرهار برېښنا د هرات او کندهار برېښنا په يوه برخه کې هم نه راځي او وزارت يې له دغه ولايت سره د مور او مېرې پر چلند تورن کړ.

د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحيې اوسېدونکو بيا د برېښنا د دې نوې شبکې د کار پر پيل خوښي وښوده خو ټينګار کوي چې بايد د يادې پروژې چارې په چټکۍ ترسره شي.

د لومړۍ ناحيې اړوند د مستوفيت سيمې يوه اوسېدونکي جلال اکبر پژواک اژانس ته وويل چې د برېښنا رياست د دغه اقدام ستاينه کوي خو غواړي چې برېښنا رياست چارې به چټکۍ مخې ته يوسي.

نوموړي دغه ټينګار هم وکړ چې د برېښنا رياست دې د دې شبکې د  کارونو د چټکتيا تر څنګ د برېښنا د بېلونو د بيو کموالي او کنټرول ته هم پاملرنه وکړي.

د يادولو ده، اوسمهال په ننګرهار کې د برېښنا د وېش لړۍ يوازې په مرکز جلال اباد ښار پورې محدوده ده او يوازې د سره رود او بهسودو ولسوالۍ ځينو سيمو ته برېښنا ورکړل شوې ده.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement