د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر: امریکا به له افغان ولس سره تر وروستیو ولاړه وي

ولسمشر: امریکا به له افغان ولس سره تر وروستیو ولاړه وي

Aug 22, 2017 - 16:50

کندهار (پژواک، ۳۱ زمری ۹۶): ولسمشر محمد اشرف غني وايي، نور به زماني قید او شرط نه وي او امریکا به له افغان ولس سره تر پایه درېږي.

نوموړي دغه څرګندونې کندهار ته د خپل سفر په لړ کې وکړې چې یو شمېر وزیرانو د ولسي جرګې غړو او نورو مشرانو یې ملتیا کوله.

ولسمشر په کندهار هوايي ډګر کې د ملي اردو په ۲۰۵ اتل قول اردو کې د کندهار ملکي او نظامي مسوولینو، دیني عالمانو، مخورو، مېرمنو او ځوانانو ته وینا وکړه.

نوموړي خپله وینا د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له وینا پيل کړه چې څو ساعته مخکې یې د افغانستان په اړه د خپلې ستراتيژۍ د وړاندې کولو پر مهال وکړه.

ولسمشر غني وویل: ((نن یوه خاصه ورځ ده، د امریکا ولسمشر څو ساعته مخکې وینا وکړه، زما هیله دا ده چې تاسې دغه وینا اورېدلې وي، نور به زماني قید او شرط نه وي او امریکا به له افغان ولس سره تر پایه درېږي.))

هغه په دې برخه کې د امریکا له ولسمشر، کابینې او سیاسيونو مننه وکړه چې له افغانستان سره په شفافه بڼه ودرېدل.

د ده په وینا، د دې درېدنې پیغام دا دی چې امریکا به په افغانستان کې د سولې حمایت کوي.

ولسمشر غني زیاته کړه: ((زه مخالفینو ته واضح پيغام لرم، جګړه نه شئ ګټلای، د سولې لار خپله کړئ.))

ده وویل له دې وروسته به د ترهګرو په خلاف په جګړه کې د امکاناتو کمښت نه وي او ټولې هغه ستونزې به له منځه ولاړې شي چې په تېرو دوو نیمو کلونو کې موجودې وې.

ولسمشر زیاته کړه: ((بل پيغام دا دی چې په تېرو ۶۰ او په ځانګړې توګه په ۴۰ کلونو کې لومړی ځل دی چې زموږ یوه ګاونډي ته واضح پیغام ورکړل شوی چې نور ترهګرو ته پناه نه شئ ورکولای.))

د ده په خبره، په دې برخه کې زموږ پیغام هم ډېر واضح دی او هغه دا چې له پاکستان سره تلپاتې سوله غواړو.

ده څرګنده کړه، ارام او اباد افغانستان د هېچا په خطر نه دی.

ولسمشر په دې لړ کې د پاکستان پر ولس غږ وکړ څو پر خپل حکومت او نظامیانو فشار راوړي چې د افغانستان د حکومت له خوا دغه هېواد ته د سولې غځېدلی لاس په لاس کې ونیسي چې دواړه هېوادونه سولې ته ورسېږي.

خو ولسمشر وویل: ((د ترهګرو پر ضد به زموږ مبارزه روانه وي؛ ځکه دوی د عصر خوارج دي، د افغانستان ولس ته هېڅ پیغام نه لري، دوی د فتنو محرکین دي.))

د ده په خبره، دا د علماوو دنده ده څو خلکو ته واضح کړي چې فتنه څه ده او خوارج څوک دي؟ هغه چې زموږ اولادونه په جوماتونو کې وژني، دا کړنه نه اسلامیت دی او نه افغانیت دی.

نوموړي پر علماوو ټینګار وکړ چې د حق او باطل په جګړه کې څرګند دریځ ونیسي.

ولسمشر دا هم وویل: ((له نړۍ سره زموږ د مشارکت خبرې نتیجې ته رسېدلې او زموږ دنده د اصلاحاتو پلي کول دي، که دغه کار ونه کړو نو راتلونکي پنځه نسلونه به پر موږ نفرین وايي.))

ده زیاته کړه: ((موږ په تېر کې څو چانسونه له لاسه ورکړل، دا وطن په زرو تنو میلیونرانو نه جوړېږي، بلکې د هېواد ۳۰ میلیونه تنه باید مرفه شي.))

ولسمشر کندهار د هېواد سیاسي زړه یاد کړ او ویې ویل که زړه نا ارامه وي نو ټولو وجود نا ارامه وي.

ده د کندهار له مشرانو او دیني عالمانو وغوښتل چې میدان ته راشي، د سولې او ملي یووالي بیرغ اوچت کړي.

هغه د کندهار اوسېدونکو ته د هېواد د خپلواکۍ د ۹۸یمې کلیزې مبارکي هم ورکړه او ویې ویل چې د غازي امان الله خان فصل ناتمام دی، که بشپړ شوی وای نو تېر څلوېښت کلونه به هېواد له بحران سره مخ نه وای.

ده څرګنده کړه، زموږ دنده دا ده هغه څه چې د هېواد ملي اتل پیل کړي وو، موږ یې پای ته ورسوو.

افغانانو د غازي امان الله خان په مشرۍ وروسته له ډېرو سرښندنو د ١٢٩٨ کال د زمري په ٢٨مه له انګرېزانو د هېواد خپلواکي بېرته ترلاسه کړه.

 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement