د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د افغانستان او پاکستان رسنيو د ګډ کمېسیون جوړېدو غوښتنه وشوه

د افغانستان او پاکستان رسنيو د ګډ کمېسیون جوړېدو غوښتنه وشوه

Aug 23, 2017 - 11:38

اسلام اباد(پژواک،د وږي لومړۍ نېټه ۹۶): د افغانستان او پاکستان یو شمېر خبریالانو د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د ليدنې پرمهال د دواړو هېوادونو د رسنيو د ګډ کمېسيون جوړېدو غوښتنه وکړه.

دغه ليدنه چې د پاکستانې ورځپاڼې( نوای وقت) مرکزي دفتر کې د افغان خبریالانو پلاوي، ځينو پاکستاني خبریالانو او د ياد هېواد د اطلاعاتو وزارت د چارواکو تر منځ ترسره شوه، د سولې او دواړو هېوادونو د اړيکو په جوړولو کې د خبريالانو رول مهم او کليدي وبلل شو.

د نوای وقت نشراتي ګروپ عمومي مشر جاوېد صدیق د افغان خبريالانو د هر کلي تر څنګ وویل چې د پاکستان په څېر افغانستان کې هم د ازادو رسنيو پر شتون او نقش باور لري او کولی شي په مثبتو راپورونو د خپلو هېوادونو پر بهرنيو پاليسو اغېز وکړي.

 صديق وویل چې د پاکستان ازادې او خصوصي رسنۍ اوږد تاريخ لري چې په رنګا رنګ حالاتو کې يې د پاکستاني ټولنې د پرمختګ او سمون لپاره ستر او مهم کارونه کړي او اصلاحي اړخ او مشورو يې نظامونو ته  سمې لارښوونې کړې دي.

افغان ازاد خبریال وحیدالله غازي خېل وويل چې ازادې رسنۍ یوازې د ولس استازولي کوي، ولس خپلو کې ستونزې نه لري، رسنۍ د حکومتونو په سمون او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په نږدې کولو کې رول لري، نو اړینه ده چې یو ګډ کمېسیون ولري او په دې برخه کې د تګ راتګ او مشورو له لارې کار وکړي.

افغان خبریالانو وویل که چېرته په حکومتي کچه دا کار په لنډ وخت کې شونی نه وي، کولی شي چې د ټولنیزو رسنیو او ګډو ګروپونو له لارې په دې برخه کې خپل کار پيل کړي.  

افغان خبریال شریف حسنیار وویل چې تر دې وړاندې يې پاکستان ته په خپلو سفرونو کې دا موضوع له پاکستاني خبریالانو سره شریکه کړې چې کارونه يې دوام لري او افغان لوری ورته ژمن دی.

 د پاکستان د اطلاعاتو وزارت چارواکي شفقت جلیل د افغان خبریالانو د دې غوښتنې په ځواب کې چې پاکستان کې دې د افغان تلوېزیوني شبکو پر خپرونو بنديز لرې شي، وویل چې دوی د یو لړ محدودیتونو له مخې دا کار کړی، خو که چېرته افغان تلوېزيونی شبکې د ماليې ورکړې او نور اړوند مراحل طى کړي، دوی يې له خپرونو سره څه ستونزه نه لري.   

پاکستاني شننونکي او اسلام اباد کې د بي بي سي پخواني خبریال طاهر خان هم د دواړو هېوادونو د خبریالانو تر منځ مسلکي اړيکې د حکومتونو تر منځ د نږدېوالي او ګډ کار لپاره مهمې وبللې.   

نوموړي له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل:((ډېر ځله د افغانستان او پاکستان حکومتونه خپلو کې وران شوي، خو رسنیو د مثبت او پخلا کوونکي رول پر ځای د حکومتونو درېځ خپل کړی او د اړيکو د ښه کولو او مثبت لور ته د تګ لپاره يې خپل مسوولیت نه دی تر سره کړی، دوی باید د حکومتونو په موقف پورې تړلې پاتې نه شي.))

د یادونې ده چې په دې وروستيو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبریالانو او مدني فعالانو تګ راتګ زیات شوی، څو وکولی شي د مثبتو پیغامونو د لېږد له لارې د دواړو ګاونډيو هېوادونو د حکومتونو په اړيکو کې سمون راولي او د ولسمشر غني له لوري د خبرو درول شوې پروسه بیا پیل کړي.

 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement