د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

مسلميار: د امريکا وروستۍ پاليسي د پاکستان پرمخ يوه کلکه څپېړه ده

مسلميار: د امريکا وروستۍ پاليسي د پاکستان پرمخ يوه کلکه څپېړه ده

Aug 23, 2017 - 17:19

جلال اباد (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۹۶): د مشرانو جرګې رييس وايي چې د سيمې په اړه د امريکا په تازه پاليسۍ کې د پاکستان پر وړاندې د هند ستاينه د دغه هېواد پر مخ کلکه څپېړه ده.

فضل الهادي مسلميار، چې د وږي په لومړۍ نېټه يې په جلال اباد ښار کې د ختيځ زون د سرحدي پوليسو د قوماندان د ترفيع تر مراسمو وروسته خبريالانو سره خبرې کولې دا څرګندونې وکړې.

هغه د امريکا د ولسمشر نوې پاليسي د افغانستان په ګټه وبلله او په دې اړه يې خپله خوشبيني څرګنده کړه: ((زه ورته خوشبين يم. درې برخې لري، يوه د جنګ برخه ده، چې دوی به د افغانستان مخالفينو سره جګړه کوي، دويمه به د سيمې په هېوادونو فشار راولي او درېيمه يې هم د افغان مسلحو ځواکونو تجهيز او ترتيب دی.))

 هغه په افغان خاوره کې د بهرنيو او په ځانګړې توګه د امريکايي ځواکونو د پاتې کېدو په تړاو وويل، د افغانستان په خاوره کې د دغو ځواکونو اوسېدل اوسنۍ خبره نه ده او له تېرو څوارلسو کلونو راهيسې دلته اوسېږي او دلته يې تل سرغړونې کړي؛ خو پخوا په خپلسري توګه اوسېدل او اوس د يو تړون له مخې اوسېږي.

مسلميار وايي، د سيمې په اړه د امريکا په تازه پاليسۍ کې د پاکستان پر وړاندې د هند ستاينه د دغه هېواد پر مخ کلکه څپېړه ده او که پاکستان له افغانستان سره خپلې اړېکې ښې نه کړي؛ نو ښايي د امريکا له بندېزونو سره مخ شي.

هغه زياته کړه: ((دا اوس هم په پاکستان کې سياسيون په دې اندېښنه کې دي، که دغه هېواد له افغانستان سره په خپلو اړيکو کې ښه والی رانه ولي؛ نو پاکستان به هم د ايران له برخليک سره مخ شي او هماغه شان بنديزونه به پرې ولګېږي.))

نوموړي په افغانستان کې د وسله والو ډلو د ملاتړو په تړاو وويل، دغه ډلې په خپل واک کې نه دي او د ګاونډيو هېوادونو په ځانګړې توګه د ايران، پاکستان او روسيې په اشاره فعاليتونه کوي.

مسلميار وويل: ((داعش او طالب دواړه د روسيې، ايران او پاکستان له خوا مستقيماُ تمويليږي او هغوی يې تجهيزوي.))

بلخوا په ختيځو ولايتونو کې د سرحدي پوليسو د لومړۍ لوا قوماندان مل پاسوال محمد ايوب حسين خېل، چې تازه يې د سمونوالۍ له رتبې ترفع وکړه، د ولسونو له خوا ورته د مبارکۍ يوه لويه غونډه جوړه شوې وه.

د غونډې پرمهال د ننګرهار والي، د مشرانو جرګې رييس او د ۲۰۱ سيلاب قول اردو مرستيال مل پاسوال محمد ايوب حسين خېل ته د مبارکيو ترڅنګ پر هغه د لا ډېرو هلو ځلو غږ  وکړ.

مل پاسوال محمد ايوب حسين خېل وويل، د سرحدونو د لا پياوړتيا او ټينګښت په خاطر به سرحدي پوليس لا تجهيز او تمويل کړي او دغه راز به يې د روزنې برخې ته هم پوره پاملرنه وکړي.

د يادولو ده چې حسين خېل شاوخوا اته مياشتې وړاندې د دغې لوا د درستيزوال له څوکۍ د قوماندانۍ په څوکۍ کېناست او خپله دنده يې پيل کړه.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement