د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

له کندهار پوهنتونه سلګونه محصلین فارغ شول

له کندهار پوهنتونه سلګونه محصلین فارغ شول

Aug 24, 2017 - 16:08

کندهار (پژواک، ۲ وږی ۹۶): سږ کال د کندهار پوهنتون له بېلابېلو پوهنځیو څخه ۱۲۶۳ کسان فارغ شوي خو د کارموندنې په برخه کې هېڅ راز اسانتیاوې نه دي ورته برابرې شوې.

دا یوازې د دولتي پوهنتون د فارغانو شمېر دی، له دې ور ها خوا له خصوصي پوهنتونونو هم سلګونه کسان فارغ شوي دي.

له دې ډلې ۳۱۶ نارینه او ښځینه همدا نن د کندهار پوهنتون له درېيو پوهنځیو اقتصاد، شرعیات، حقوق او سیاسي علومو له پوهنځیو فارغ شول چې د کندهار ښار په یوه خصوصي سالون کې یې د فراغت مراسم جوړ شوي وو.

له پوهنتون څخه فارغ شوي ځوانان وايي، له فراغت وروسته اوس د کار او روزګار په لټه دي خو ستونزه دا ده چې په اسانۍ کار نه شي موندلاى.

ډېری دغه ځوانان وايي له یوې خوا دولت دومره امکانات نه لري چې فارغ شوي ټولو کسانو ته دندې ورکړي او له بلې خوا د خصوصي سکتور په برخه کې هم داسې لوی شرکتونه او کارځایونه نشته چې فارغ شوي کسان په کې په دندو وګومارل شي.

دغه راز دوی ادعا کوي چې لا هم په ټول هېواد کې اړيکې، واسطې او پيسې هغه څه دي چې په دولتي ادارو کې يې د هغوى په څېر د مسلکي کسانو د ګومارنې مخه نيولې ده.

نصیب الله ژمن د کندهار پوهنتون له شرعیاتو پوهنځي فارغ شوی، دی همدا خبره کوي او د دندې د موندلو په برخه کې د مایوسۍ ښکار دی.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، په ډېرو ستونزو او کړاو يې پوهنځى پاى ته ورساوه او نن یې د فراغت ډيپلوم تر لاسه کړ.

خو دی وايي، اوس اندېښمن دی چې کار به وموندلای شي او که نه؟

د ده په خبره، اوسنیو شرایطو ته په کتو داسې نه ښکاري چې دی دې ژر دنده پيدا کړاى شي؛ ځکه په دې وروستيو کې د هېواد په کچه ډېر لوستي ځوانان بېکاره او بې روزګاره ګرځي.

دی له له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د هېواد په کچه دې پر يوه داسې طرحه کار وکړي څو لوستي ځوانان په کار وګومارل شي.

د کندهار پوهنتون له اقتصاد پوهنځي څخه فارغ شوی ځوان قدرت الله معصوم وايي، له پوهنتونو څخه د فارغ شوو ځوانانو لپاره کارموندنه په یوه جدي ستونزه بدله شوې او هغوی یې خپل راتلونکې ته ناهیلې کړي دي.

ده زیاته کړه، له بده مرغه د افغانستان دولت هومره وړتیا نه لري چې له پوهنتونونو څخه ټولو فارغ شوو کسانو ته کار ومومي، له بلې خوا په هېواد کې داسې لوی سوداګریز شرکتونه او کارځایونه هم نشته چې فارغ شوي کسان په کې په دندو وګومارل شي.

خو دی وايي چې بیا هم د فارغو شوو کسانو سترګې حکومت ته دي، څو یو داسې میکانیزم جوړ کړي چې له مخې یې له پوهنتونو فارغېدونکي کسان په دندو وګومارل شي.

د ده په باور، مسلکې زده کړې لرونکي کسان کولای شي د هېواد په جوړولو کې مهم رول ولري او د خپلو وړتياوو په ښودلو سره د هېواد په کچه د دولتي ادارو لوېدلى ظرفيت لوړ کړي.

د روبینې په نوم یوې پېغلې چې د کندهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو له پوهنځي فارغه شوې وايي، د دویزو مسایلو او ګڼو نورو ستونزو له امله ډېرې کمې نجونې د لوړو زده کړو چانس پیدا کوي، خو هغه چې دا چانس لري، له فراغت وروسته کار نه شي موندلای.

نوموړې پژواک اژانس ته وویل، له بده مرغه د کندهار په دولتي ادارو کې د ښځینه کارمندانو ونډه کمرنګه ده.

دا زیاتوي، په دغه ولايت کې لا هم هغسې شرايط برابر نه دي چې ښځینه په ډاډه زړه دولتي دندې تر سره کړي او د نارينه وو په څېر حقوق ولري.

دې وویل، په دې برخه کې لومړنۍ اړتيا ډاډمن امنيت دى، دغه راز دوديز مسايل هم نه يوازې د مېرمنو د کار بلکې د هغوى د زده کړو پر وړاندې هم لوى خنډ دى، دلته آن لوستي خلک هم د مېرمنو زده کړو او کار ته په ښه سترګه نه ګوري.

دا د یوې بلې ستونزې یادونه هم کوي چې ګواکې په دولتي ادارو کې لا هم واسطه، پيسې او اړيکې ځای لري او له همدې امله مسلکي کسانو ته ډېر کم د دندې او کار چانس په لاس ورځي.

د کندهار پوهنتون د محصلینو چارو مرستیال فیض الله قاضي زاده یادې شوې ستونزې تاييدوی او فارغو شوو محصلینو ته د کارموندنې په برخه کې له مرکزي او ولایتي ادارې غوښتنه کوي چې خپل تش بستونه په همدې فارغانو ډک کړي.

نوموړي پژواک اژانس ته وویل، کندهار پوهنتون د کارموندنې مرکز لري، هغه دولتي ادارې چې بستونه یې تش دي، له دې ادارې سره دې شریک کړای شي څو وړ کسان ور وپېژني او په دې توګه فارغ شوي کسان په دندو وګومارل شي.

د کندهار پوهنتون ریس ډاکټر حضرت میر توتاخېل هم وايي چې له پوهنتون څخه تر فراغت وروسته د محصلینو تر ټولو لویه هیله دا وي چې کار ومومي.

ده وویل، له پوهنتونونو فارغ ځوانان کولای شي د مسلکي کسانو په توګه په دولتي چوکاټ کې خپلو خلکو ته خدمت وکړي.

د کندهار والي زلمی ویسا وايي، له شته امکاناتو سره سم به په دولتي ادارو کې له پوهنتونو فارغ شوي محصلین په دندو وګومارل شي.

هغه زیاته کړه، په دې برخه کې به ښځینه وو ته لومړیتوب ورکړل شي، ځکه په دولتي ادارو کې د ښځینه کارمندانو ونډه کمرنګه ده او دوی غواړي دغه تشه ډکه شي.

خو د دې تر څنګ هغه د کندهار پوهنتون پر مشرتابه ټینګار وکړ چې د زده کړو په بهیر کې معیار په پام کې وساتي او ټولنې ته مسلکي او وړ کسان وړاندې کړي.

کندهار پوهنتون د هېواد په کچه له لویو پوهنتونو دی چې د ۳۴ ولایتونو له ۱۲ زره څخه زیات محصلین په کې په ۱۲ بېلابېلو پوهنځیو کې زده کړې کوي.

دغه پوهنتون له ۱۷ بهرنیو او ۶ کورنیو معتبرو پوهنتونو سره علمي اړیکې لري.

د پوهنتون مشرتابه وايي، راتلونکی لمریز کال به د دې پوهنتون له ۹ پوهنځیو سلګونه نور محصلین هم فارغ شي خو مهمه دا ده چې حکومت د کارموندلو زمینه ورته برابره کړي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement