د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کندهار کې د کورونو لپاره د برېښنا بیه ۴۰ سلنه ټیټه شوه

کندهار کې د کورونو لپاره د برېښنا بیه ۴۰ سلنه ټیټه شوه

Aug 24, 2017 - 17:04

کندهار (پژواک، ۲ وږی ۹۶): په کندهار کې که څه هم له کلونو راهیسې برېښنا ډېره کمه او ټکنۍ ده خو د کورونو لپاره یې په بیه کې ۴۰ سلنه کمښت راوستل شو.

په دې اړه په ولایت مقام کې یوه غونډه جوړه شوې وه چې له کابل څخه راغلي د اوبو، انرژۍ او برېښنا وزارت تجارتي رییس ډاکتر احمد خالد ستانکزي تر څنګ د کندهار والي زلمي ویسا، د برېښنا ریاست چارواکو او د ولایتي شورا غړو ګډون کړی و.

په غونډه کې د خلکو د شکایتونو او ستونزو پر نبسټ پرېکړه وشوه چې یوازې د کورونو لپاره به د برېښنا بیه ټېټېږي خو د نورو لپاره به په پخوانۍ بیه وي.

د کندهار والي زلمي ویسا وویل، په دغه ولایت کې د برېښنا کمښت لویه او جدي ستونزه ده، خو د شته برېښنا د بیې کموالی د خلکو لپاره یو ښه خبر دی.

والي د برېښنا له مسوولینو وغوښتل چې دلته دې د برېښنا د وضعیت د ښه کېدو لپاره جدي کار وکړي.

د اوبو، انرژۍ او برېښنا وزارت تجارتي رییس ډاکټر احمد خالد ستانکزي وویل، د برېښنا د سمون لپاره به له ټولو امکاناتو کار اخلي.

ده زیاته کړه، د خلکو ستونزو ته په پام د کورونو لپاره د برېښنا بیه ۴۰ سلنه ټيټه شوه.

دی وايي: ((مخکې تر ۲۰۰ کیلو واټه پورې د برېښنا د لګښت بیه ۳ افغانۍ وه، اوس ۲ افغانۍ شوه، تر ۴۰۰ کيلو واټه پورې ۶ افغانۍ وه، اوس ۴ افغانۍ شوه او دغه راز تر ۷۰۰ کیلو واټه پورې مخکې ۱۴ افغانۍ وه، اوس ۶ افغانۍ شوه.))

ستانکزي ډاډ ورکړ چې د کندهار برېښنا ته ځانګړې پاملرنه کوي چې په لنډ او اوږد مهال کې به یې د ډېرولو لپاره جدي هڅې کوي.

د کندهار د ولایتي شورا رییس حاجي سید جان خاکرېزوال هم دا ګام د خلکو لپاره ښه زېری وګاڼه خو ټینګار یې وکړ چې خلک باید د برېښنا لګښت پر وخت ورکړي.

د کندهار اوسېدونکي هم د برېښنا د بیې په کمېدو خوشاله دي خو وايي، که څه هم پر کجکي بند د درېیم توربین له نصبېدو سره کندهار ته لېږدېدونکې برېښنا دوه برابره شوې، خو د مزو د شلېدو او جګړو له امله په اوونیو اوونیو نه وي.

د کندهار ښار یوه اوسېدونکي کمال الدین پژواک اژانس ته وویل،د خلکو د ژوند ټولې چارې له برېښنا سره تړلي خو کلونه کېږي چې ورڅخه بې برخې دي او دغه حالت د دې ولايت د خلکو ژوند او اقتصاد اغېزمن کړى دى.

نوموړی که څه هم د کورونو لپاره د برېښنا د بیې پر ټيټېدو خوښ دی خو غوښتنه کوی چې دې ولایت ته دې د اوږدمهالې او ډاډمنې برېښنا چمتو کولو غم وخوړل شي.

د یادونې ده، د دولتي ادارو لپاره د یوه کیلو واټ برېښنا بیه ۲۵ افغانۍ ده، د سوداګریزو ساحو لپاره ۲۰ افغانۍ او د صنعتي پارک د فابریکو لپاره ۶،۷۵ افغانۍ ده چې پر خپل حال پاتې دي.

د کورونو لپاره د برېښنا د بیې د کمښت دغه ګام له هغه وروسته اخیستل کېږي چې وړمه ورځ ولسمشر کندهار ته سفر کړی و او د برېښنا په برخه کې د سمون راوستو تر څنګ یې ویلي وو چې د دغه ولایت د برېښنا لپاره ۴۷۶ میلیونه ډالر ځانګړي شوي دي.

اوسمهال کندهار په داسې حال کې له کجکي بند څخه یوازې ۲۰ مېګاواټه برېښنا ترلاسه کوي چې دغلته له ۱۵۰ مېګاواټه ډېرې برېښنا ته اړتیا ده.

دا چې دغه برېښنا د لارې په اوږدو کې بېلابېل سب سټېشنونه لري، وخت نا وخت د تخنیکي ستونزو او یا جګړو له امله قطع کېږي او کندهار په ورځو او اوونیو له برېښنا بې برخې وي.

بلخوا د کندهار صنعتي پارک ته چې شاوخوا ۲۰۰ فابریکې په کې شته، د ۱۰ ساعتونو لپاره د اوونۍ شپږ ورځې ۸ مېګاوټه برېښنا ورکول کېږي چې د ډېزلي جنراتورونو په وسیله تولیدېږي.

ټاکل شوې وه چې د کندهار صنعتي پارک لپاره د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا پلانټ نصب شي خو د دوو کلونو په تېرېدو تر اوسه دا کار نه دی شوی.

په دې موده کې په لسګونو ځله د دغې پروژې د کار د پیل ژمنې وشوې خو عملي نه شوې، په داسې حال کې چې د برېښنا د کمښت له امله د کندهار د صنعتي پارک ۱۵۴ فابریکې تړلي او د ۱۳۵ فابریکو تولید نیمايي ته راټيټ شوی دی.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement