د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

بغلان کې د ترافيکي پېښې له امله اته کسان مړه شوي

پېښې

آرشيف

بغلان کې د ترافيکي پېښې له امله اته کسان مړه شوي

Aug 27, 2017 - 17:37

 پلخمري (پژواک،٥ وږى٩٦): د بغلان ولايت چارواکي وايي چې د پلخمري ښار په شپږمه ناحيه کې د ترافيکي پېښې له امله اته کسان مړه  شوي او څلور نور ټپيان دي.

 د بغلان ولايت د ترافيکو امر دويم څارن سهراب پژواک خبري اژانس ته وويل، د پلخمري ښار د شپږمې ناحيې اړوند په "پوزه ايشان" سيمه کې  له يوې لارۍ سره د سراچه موټر ټکر کړى دى.

نوموړي زياته کړه، په دغه پېښه کې درې مېرمنې،درې ماشومان او دوه نارينه مړه  شوي او  څلورکسان ټپيان دي.

د پلخمري ښار اوسېدونکي وايي، مړه شوي او ټپيان ټول د يوې کورنۍ غړي دي چې د واده په مراسمو کې د ګډون لپاره روان وو.

د پلخمري د ولايتي روغتون سرطبيب ډاکټر عين الدين صياد وايي، ياد شوي روغتون ته له دغې ترافيکي پېښې څخه  اته  مړي او څلور ټپيان ور وړل شوي چې په ټپيانو کې د يوه ماشوم وضعيت نازک دى.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement