د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

جنرال رازق: د طالبانو وروستي پرمختګونه د امریکا د مخکنۍ پالیسۍ له امله وو

جنرال رازق: د طالبانو وروستي پرمختګونه د امریکا د مخکنۍ پالیسۍ له امله وو

Aug 27, 2017 - 14:45

کندهار (پژواک، ۵ وږی ۹۶): د کندهار امنیه قوماندان وايي، په تېرو دوه نیمو کلونو کې د وسله والو طالبانو پرمختګونه د امریکا د مخکنۍ پالیسۍ له امله وو چې ویل یې په افغانستان کې د هغوی هدف یوازې د القاعدې ډله ده.

ده وویل، له دغه فرصت څخه نه یوازې وسله والو طالبانو استفاده وکړه او د ورانکارۍ فعالیتونه یې ډېر کړل، بلکې د پاکستان او ایران تر څنګ روسیې هم له طالبانو سره مرستې پيل کړې.

جنرال عبدالرازق دغه څرګندونې له خبریالانو سره د وږي په پنځمه په کندهار ښار کې وکړې.

ده وویل، مخکې د امریکا ستراتيژي دا وه چې په ۲۰۱۴ زېږدیز کال کې به خپل ځواکونه له افغانستان څخه باسي او هغه شمېر چې پاتې کېږي هدف به یې یوازې د القاعدې ډله وي.

د ده په خبره، امریکا هغه مهال وسله والو طالبانو ته د افغانستان له دولت سره د سولې بلنه ورکړه، خو وسله والو له دغه فرصت څخه برعکس ګټه واخیسته، جګړه یې تونده کړه او وتوانېدل چې د هېواد په ځینو برخو کې یو شمېر سیمې له سقوط سره مخ کړي.

دی وايي، له دې فرصت څخه د سیمې هېوادونو هم ګټه واخیسته، د پاکستان او ایران تر څنګ روسیې هم له وسله والو سره مرستې ته را ودانګل.

نوموړی په تېرو دوه نیمو کلونو کې د وسله والو طالبانو پرمختګونه د امریکا د همدې پالیسۍ له امله ګڼي.

خو دی وايي چې د امریکا د نوې ستراتيژۍ له مخې به اوس له توپیر پرته په هر ځای کې وسله وال په نښه کېږي او له منځه وړل کېږي.

هغه زیاتوي، له تېرو شپاړسو کلونو راهیسې همدا د افغانانو غوښتنه وه او ویل یې ترهګر دې په خپلو هغو مرکزونو کې په نښه شي چې له هېواد څخه بهر دي.

دی وايي، له اوږدې مودې وروسته امریکا هم دې پایلې ته رسېدلې چې له افغانستان څخه بهر باید د ترهګرو اصلي مرکزونه له منځه یووړل شي.

جنرال رازق د امریکا په نوې ستراتيژي کې دا ټکی هم مهم وګاڼه چې په افغانستان کې ملت جوړونه د افغانانو مسوولیت دی.

ده پر وسله والو غږ وکړ چې د جګړې پر ځای د سولې لار ونیسي.

هغه زیاته کړه: ((زه پر افغان طالبانو غږ کوم چې د القاعدې، لشکر طیبه او داعش له غېږې ځانونه را وباسي او نور د پاکستان، ایران او روسیې د ګټو لپاره استعمال نه شي.))

د ده په وینا، له دې پرته به وسله وال په هره سیمه او هر ځای کې وځپل شي او له خپلو هغو بهرنیو مشاورینو سره به له منځه یووړل شي چې دوی ته لوژستیکي مرستې چمتو کوي، ټرېننګونه ورکوي او ماینونه ورته جوړوي.

هغه خبر ورکړ چې په ډېره لنډه موده کې به د هېواد د نورو برخو تر څنګ په سوېلي زون کې په دې برخه کې بدلون ولیدل شي.

امنیه قوماندان د کندهار پر وروستي امنیتي وضعیت هم خبرې وکړې او ویې ویل، په دې وروستیو کې له هلمند، اروزګان او د يورنډ کرښې له هغې غاړې ګڼ وسله وال کندهار ته راغلي وو، دلته یې خپلو بریدونو ته زور ورکړی و.

دی وايي، د هلمند او ارزوګان د یو شمېر سیمو له سقوط وروسته وسله والو غوښتل په کندهار کې هم خپل شتون وښيي.

د نوموړي په وینا، دغو وسله والو ډیورنډ کرښې ته څېرمه په معروف، ارغستان او ښوراوک او دغه راز هلمند او ارزوګان ولایتونو ته څېرمه په نېش، غورک، شاولیکوټ، خاکرېز او میوند کې بریدونه وکړل.

ده وویل، په دې لړ کې څو ورځې وړاندې وسله والو د خپلو بهرنیو مشاورینو په لارښوونه غوښتل د دې ولایت نېش ولسوالۍ ونیسي او د اروزګان ولایت مرکز ترینکوټ ته خپله لار پرانیزي.

هغه وايي، وروسته وسله وال په شاولیکوټ ولسوالۍ کې را یو ځای شول او هلته یې هم ورته پلان درلود خو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې سخت وځپل شول.

دی وايي، د دغو عملیاتو په پایله کې ۱۱۵ وسله وال ووژل شول چې مهم قوماندانان او نظامي مسوولین په کې شامل وو.

د ده په خبره، اوس وسله وال دا توان نه لري چې ان یوه امنیتي پوسته هم له سقوط سره مخ کړي.

ده په دې برخه کې د قاطع ماموریت اړوند د هوايي ځواک رول مهم وباله چې په همغږۍ ورسره په عملیاتو کې برخه اخلي.

نوموړي ومنله چې د امریکا د نوې ستراتيژۍ له اعلان وروسته د بهرنیو ځواکونو له خوا له افغان ځواکونو سره په عملیاتو کې د هوايي ځواک د مرستې کچه پراخه شوې ده.

امنیه قوماندان وايي، په سوېلي زون کې د وسله والو دوې ډلې د ملا هبت الله او ملا محمد رسول په مشرۍ فعالې دي.

ده وویل، د ملا محمد رسول ډله په اصل کې د ملا منصور په مشرۍ له طالبانو بېله شوې ډله ده چې په هلمند او فراه کې حاکمه ده او د ملا هبت الله امر ته غاړه نه ږدي.

ده زیاته کړه چې له دغو ډلو سره د هلمند او زابل په ځینو سیمو کې د القاعدې او لشکر طیبه بهرني جنګیالي هم ملګري دي.

خو نوموړي په سوېلي زون کې د داعش ډلې شتون رد کړ او ویې ویل، څه موده مخکې د هملند په باغران ولسوالۍ کې د داعش یوې ډلې فعالیت پیل کړی و چې په خپله د طالبانو له خوا له منځه یووړل شوه.

جنرال عبدالرازق په دې وروستیو کې د ده په شخصي هڅو د سولې له بهیر سره د طالبانو د سر د کسانو د یو ځای کېدو خبره هم وکړه.

ده وویل، د طالبانو ۱۵ تنه چې د والیانو، ولسوالانو او د ملا محمد عمر کورنۍ د نژدې کسانو په کچه خلک په کې شامل دي، په دې وروستیو کې کندهار ته راغلي دي.

هغه زیاته کړه، دغو کسانو د سولې شورا له وساطت پرته د قومي مشرانو په هڅو د سولې لار نیولې ده.

نوموړي په دې ډله کې د لطف الله اغا په نوم کس یاد کړ چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د دفاع وزارت مرستیال او بیا د پاکستان په پنجاب ایالت کې کونسل پاتې شوی دی.

ده وویل، یاد کس د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر له نژدې دوستانو دی او د ملا محمد عمر د ورور ملا عبدالمنان خسر دی.

دی زیاتوي، ډېری دغه کسان کلونه مخکې د ۴ او ۵ کلونو لپاره له دې امله بندیان شوي چې په افغانستان کې یې جګړه نه کوله.

د ده په خبره، دغو یو ځای شوو کسانو وېره لرله چې پاکستان به یې په افغانستان کې د جګړې نه کولو له امله د ترهګرو په نوم پر امریکا وپلوري.

دی وايي، افغانستان د ټولو افغانانو کور دی، څوک چې له جګړې لاس اخلي او د سولې لار نیسي دلته به د ژوند زمینه ورته برابروي خو هغوی به له منځه وړل کېږي چې د پاکستان، ایران او روسیې د ګټو لپاره کار او جګړه کوي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement