د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د نيمروز د دلارام ولسوالۍ امنيه قوماندان ووژل شو

د نيمروز د دلارام ولسوالۍ امنيه قوماندان ووژل شو

Aug 27, 2017 - 17:01

 کابل(پژواک، ٥ وږى ٩٦): په نيمروز ولايت کې سيمه ييز چارواکي وايي چې د دلارام ولسوالۍ امنيه قوماندان له خپلو ساتونکو سره د طالبانو په کمين کې وژل شوى دى.

د دلارام ولسوال نجيب الله حيات د دغه خبر د پخلي تر څنګ وويل چې د ولسوالۍ امنيه قوماندان څارن عبدالحکيم د خپلې دندې تر سره کولو لپاره ښار ته تللى و چې نن له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې د بېرته ستنېدو پرمهال د ټانک تيل ولي سيمه کې چې د ولسوالۍ د مرکز دوه کيلومترۍ کې موقعيت لري، د طالبانو له کمين سره مخامخ شو.

نوموړي زياته کړه چې په دې کمين کې امنيه قوماندان له خپل يوه ساتونکي سره وژل شوى دى.

هغه زياته کړه چې د طالبانو او قوماندان د ساتونکو ترمنځ نښته شوې او طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره يې نه لري.

طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement