د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د امام زمان پر جومات بريد کې د يوې مور او لور وژل کېدو سره يوه کورنۍ وپاشل شوه

د امام زمان پر جومات بريد کې د يوې مور او لور وژل کېدو سره يوه کورنۍ وپاشل شوه

Sep 01, 2017 - 09:33

کابل(پژواک،۱۰وږى٩٦): د کابل پر امام زمان جومات د ځانمرګو بريد ګرو په بريد کې د لسګونو قربانيانو په منځ کې يوې مور او لور هم ژوند له لاسه ورکړ؛ هغه مرګ چې د اختر په درشل کې يې کورنۍ سره وپاشل شوه او د هغوى ژوند يې په وير واړاوه.

پلار، زوى له مېرمنې او ځوانې لور سره يوځاى د جمعې لمانځه ادا کولو لپاره د ښار د يوولسمې حوزې اړوند(خيرخانې) "قلعه نجارا" امام زمان جومات ته تللي وو، چې د لمانځه پرمهال ناڅاپه د ځانمرګو بريد کوونکو تر بريد لاندې راغلل.

امنيتي سرچينې وايي، په دغه پېښه کې چې د وږي په ٣مه رامنځ ته شوه، د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ٢٨ لمونځ کوونکي ووژل شول او له ٦٠ډېر ټپيان شول.

ميرزا حسين محمدي او زوى يې چې د دغه بريد پرمهال پر عبادت بوخت وو او وتوانېدل چې خوندي ووځي، د خيرخانې په "هنګرها" کې، د هغه په کور کې مو خبرې ورسره وکړې.

نوموړى چې د خپلې کورنۍ د غړيو له لاسه ورکولو له امله غمجن و، وويل چې د دغې پېښې غم به مې هېڅکله هېر نه شي.

ميرزا حسين چې د دغې پېښې له امله يې ژوند ګډوډ شوى، د ډېر خپګان احساس کاوه؛ د مېرمنې او لور په اړه يې ويل چې دوى د خپل ژوند او کورنۍ لپاره پلان درلود.

دغه د پاخه عمر سړي وويل، مېرمنې يې ويلي و چې د اختر لپاره يې چمتوالى نيولى او غواړي چې له لمانځه وروسته بازار ته ولاړه شي او د اختر لپاره د اړتيا وړ توکي واخلي  .

ميرزا حسين د ساړه اسويلي په ايستلو د ناکامې لور د هيلو يادونه و کړه او د ٥٠٠افغانيو يوه بانک نوټ په ښکاره کولو سره يې وويل:"دغه پېسې مې د لور د بوټو وې چې بايد ورته مې اخيستې واى؛ خو دا په وينې لړلې پيسې د هغې په جيب کې پاتې او لورکۍ مې په حق ورسيده."

 د ميرزا حسين زوى ١٤کلن مصطفي مهدي چې د کورنۍ څلورم زوى دى وويل چې د دغې پېښې له امله يې کورنۍ سره وپاشل شوه او د غم دسترخوان د دوى پر اختر سيورى کړى دى.

هغه د پېښې د څرنګوالي په اړه وويل:" د جمعې لمونځ لا ختم شوى نه و چې د چاودنې غږ او ورپسې ډزې واورېدل شوې، له خپل ملګري سره چې تر څنګ مې ناست و، د جومات له ختيځې دروازې څخه وتښتېدم؛ خو مور او خور مې د جومات په پاس پوړ کې وې، بندې پاتې شوې او ونه توانېدې چې ځانونه وژغوري؛ دواړه شهيدانې شوې، نيا او د تره مېرمن مې هم د لمانځه پرمهال ټپيانې شوې."

مصطفى مهدي وويل چې د مهربانې مور او خور په نه شتون کې، ځان ډېر يوازې احساسوم، زړه او روح مې ډېر نا ارامه دي.

دغه زلمى په داسې حال کې چې د خپل مور او خور په ياد يې اوښکې تويولې، وويل:"ډېره سخته ده؛ مور او خور مې د اختر ټول کارونه مخکې له مخکې ترسره کړي و، کور يې پاک کړى او فرشونه يې وينځلي و او ټولې جامې يې وينځلې وې؛ خو لاړې او موږ يې يوازې پرېښودو."

پر امام زمان جومات د ځانمرګي بريد پاتې کس زياته کړه:"مور مې ماته جوړه کړې غاړه اخيستې وه، غوښتل يې چې هغه راته چمتو کړي؛ خو اختر يې ونه ليد او تر خاورو لاندې شوه."

هغه د خپلې خور د هيلې په اړه وويل چې غوښتل يې سږکال د ښوونځي له ختمېدو وروسته، قابله ګي و وايي او دهغې په زده کړې سره خپلو اړمنو مېرمنو ته خدمت وکړي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement