د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د غزني سیکان او هندوان په دغه ولایت کې ځانګړی ښوونځی غواړي

د غزني سیکان او هندوان په دغه ولایت کې ځانګړی ښوونځی غواړي

Sep 03, 2017 - 09:57

غزني ښار (پژواک، ١٢وږى ٩٦): د غزني ښار يو شمېر هندوان او سیکان وايي چې د حکومت نه پاملرنه او په ښوونځيو کې د دوى د ماشومانو ځورونه د دې لامل شوي چې ماشومان يې له زده کړو بې برخې پاتې شي.

د غزني هندوان وايي چې بچيان يې بايد زده کړې وکړي، په راتلونکي کې د نورو په شان ډاکتران، انجنيران، اقتصاد پوهان او حقوق پوهان شي، خو وايي چې په اوسنيو شرايطو کې دغو موقفونو ته رسېدنه يې ستونزمنه ده.

په غزني ښار کې ١٦ کلن سنپال سینګ پژواک خبري اژانس ته وويل چې په شخصي او دولتي ښوونځيو کې د نورو زده کوونکو له لوري بد چلند ورسره کېږي.

هغه وايي چې هندوان او په  ځانګړي ډول سیکان ډېرى وخت د نورو زده کوونکو له خوا وهل کېږي او يا هم سپکې سپورې ورته ويل کېږي.

هغه زياته کړه: ((موږ ته بدې خبرې کوي او یا هم راته وايي چې تاسو کافران یاست، ولې قران نه منئ له تاسو سره اوسېدل ناروا دي.))

دغه راز بل زده کوونکي مهيش پژواک ته وويل چې د بد چلند له امله نور ښوونځي ته نه ځي او په مندر (عبادت ځاى) کې زده کړې کوي.

هغه وايي: ((د ځينو کسانو چې اقتصاد ښه دى، خپل بچيان په خصوصي مکتبونو کې اچولي خو هلته هم ورسره بد چلند کېږي.))

ده وويل چې په مندر کې دوى ته يواځې مذهبي زده کړې ورکول کېږي خو له مجبوري ورځې یې ورته غاړه اېښې ده.

د غزني سکان وايي چې د افغانستان په قوانينو کې د دوى او د دوى د ماشومانو د حقوقو په اړه واضح څه نه دي ويل شوي نو ځکه ډېرى وخت له ستونزو سره مخ وي.

دغه راز د اړوندې موضوع په اړه په غزني کې د هندوانو او سيکانو سيمه ييز استازي دليپ سينګ پژواک ته وويل چې د دولت له لوري د نورو ولايتونو په څېر په غزني کې هم اړينه پاملرنه کېږي.

دى وايي چې په ښوونځيو کې د دوى له زده کوونکو سره بد چلند کېږي چې له امله يې ډېرى هندوان او سيکان بېسواده پاتې دي.

هغه زياتوي: ((زموږ ماشومان نه څه لوستلاى شي او نه هم څه ليکلاى شي؛ ځکه چې مکتب ته نه ځي.))

ده پر حکومت ټينګار وکړ چې د يادې ستونزې د حل په موخه دې غزني کې هندوانو او سیکانو ته ځانګړى ښوونځى جوړ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې څو کاله وړاندې په غزني ښار کې د سکانو او هندوانو لپاره يو کوچنى ښوونځي جوړ شو خو د هاوان مرمۍ پرې ولګېده او ويجاړ يې کړ.

دليب سینګ وايي: ((کله نه چې په دې مکتب ميزايل ولګېده، نور څوک د ډار نه هم خپل ماشومان دې مکتب ته نه لېږي.))

نوموړى وويل که چېرې يادې ستونزې ته رسېدنه ونه شي نو په مدني حرکتونو به لاس پورې کړي.

د اړوندې موضوع په اړه د غزني د پوهنې رييس محمد عابد عابد پژواک ته وويل چې اوسمهال په غزني کې هندوان او سيکان کوم ځانګړى ښوونځي نه لري.

هغه وايي: ((يو مکتب شته چې هم په کې هندوان دي او هم په کې مسلمانان او زه ستونزې هم منم خو موږ کوښښ کوو چې دې ستونزې ته د حل يوه لار پيدا کړو.))

د عابد په وينا، پر استادانو ټينګار شوى چې نور زده کوونکي پر دې وپوهوي چې له هندوانو او سيک زده کوونکو سره بد چلند ونه کړي.

د يادونې ده، په ټول افغانستان کې نږدې شپږ سوه کورنۍ هندوان او سيکان اوسېږي چې ډېرى په غزني، کابل، ننګرهار او پکتيا کې دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement