د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ناپېژاندو وسله والو يو سوداګر وواژه

ناپېژاندو وسله والو يو سوداګر وواژه

Sep 03, 2017 - 11:41

زرنج(پژواک،۱۲ وږى ٩٦): د نيمروز چارواکي وايي چې ناپېژاندو وسله والو د دغه  ولايت په مرکز زرنج ښار کې يو سوداګر له تښتولو وروسته وژلى دى .

 د نيمروز د امنيه قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير سمونوال محمد صادق هاشمي پژواک اژانس ته وويل،  دغه پېښه تېره شپه اته بجې رامنحته شوې ده .

هغه وويل، ناپېژاندو وسله والو د حاجي محمد عوض په نامه د نفتي توکو سوداګر له تښتولو وروسته وژلى دى.  

هاشمي زياته کړه چې تراوسه  د دغه قتل انګېزه نه ده معلومه، خو د پېښې عاملين يې پېژندلي او د نيولو په لټه کې يې دي .

 يوه امنيتي مسوول چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي وويل، تېره شپه وسله والو د زرنج ښار سيستان ښارګوټي کې دغه سوداګر له خپل کارځاى څخه تښتولى او بيا يې وروسته وژلى دى.

 د وژل شوي سوداګر يوه خپلوان له حکومت څخه د قاتل د پېژندلو او نيولو غوښتنه وکړه .    

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement