د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندهار شاولیکوټ کې شپږ وسله وال وژل شوي

د کندهار شاولیکوټ کې شپږ وسله وال وژل شوي

Sep 05, 2017 - 15:27

کندهار (پژواک، ۱۴ وږی ۹۶): د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې شپږ وسله وال وژل شوي او نهه تنه نور نیول شوي دي.

دغه عملیات تېره شپه د یادې ولسوالۍ په کوندلانو سیمه کې د وسله والو پر یوه پټنځای شوي دي.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیاء دراني پژواک خبري اژانس ته وویل، افغان ځانګړو ځواکونو په دې سیمه کې وروسته له هغه عملیات وکړل چې د وسله والو د یوه پټنځای په اړه یې معلومات ترلاسه کړل.

دی وايي، عملیات د شپې له نهو تر دوولسو بجو دوام وکړ چې پر مهال یې شپږ وسله وال ووژل شول او نهه نور نیول شوي.

د ده په خبره، د عملیاتو په پایله کې څلور موټر، ۱۵ موټرسایکل، وسلې، چاودېدونکي توکي او نور مهمات هم نیول شوي دي.

دراني وویل، په دې عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یوه بل خبر له مخې، د کندهار ښار د لومړۍ امنیتي حوزې په ساحه کې مدد خان څلور لارې ته څېرمه د یوه ملکي وګړي جسد موندل شوی دی.

پولیس وايي د پېښې په اړه پلټنې پیل شوې او داسې ښکاري چې موضوع دې جنايي اړخ ولري.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement