د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د زرنج- دلارام لويې لارې د پوليسو قوماندان ووژل شو

د زرنج- دلارام لويې لارې د پوليسو قوماندان ووژل شو

Sep 06, 2017 - 14:33

زرنج (پژواک، ١٥وږى ٩٦): د نيمروز خاشرود ولسوالۍ کې د ځاى پر ځاى شوي ماين د چاودنې له امله د زرنج- دلارام لويې لارې د پوليسو قوماندان وژل شوى او يو بل پوليس ژوبل شوى دى.

د نيمرو ولايت يوه سيمه ييز چارواکي د نوم نه اخيستو په شرط وويل چې دا چاودنه نن سهار د خاشرود شش ابه سيمه کې رامنځته شوه چې په پايله کې يې د زرنج – دلارام لويې لارې قوماندان غلام سخي  علي زاده ووژل شو او يو بل پوليس ژوبل شو.

هغه زياته کړه: ((ماين د وسله والو مخالفينو له لوري د سړک څنګ ته ځاى پر ځاى شوى و چې په تړاو يې تر اوسه څوک نه دي نيول شوي، خو په دې اړه څېړنې پيل شوې دي.))

په ورته وخت کې د نيمروز امنيه قوماندان مل پاسوال خواجه غلام جيلاني د پېښې د پخلي تر څنګ وويل چې پوليس د ګزمې او امنيتي پوستو د کنټرول په موخه سيمې ته تللي وو چې د لارې په اوږدو کې له يادې پېښې سره مخ شول.

د ويلو ده چې دوې مياشتې وړاندې هم د همدې لويې لارې مخکنی قوماندان په ياده  سيمه کې د سړک غاړې ماين په چاودنه کې وژل شوى و.

تر اوسه پورې د پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement