د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

چين له افغانستان سره ٩٠ ميليون ډالر مرسته کوي

چين له افغانستان سره ٩٠ ميليون ډالر مرسته کوي

Sep 10, 2017 - 16:21

کابل (پژواک، ١٩ وږى ٩٦): د بدخشان ولايت ځايي چارواکي وايي، چين ژمنه کړې چې د دغه ولايت په پراختيايي پروژو کې تر ٩٠ ميليونه  ډېر امريکايي ډالر لګوي.

د بدخشان والي احمد فيصل بيګزاد نن د دغه ولايت په مرکز فيض اباد ښار کې د هېواد د ملي اتل احمد شاه مسعود د ترور د شپاړسم تلين په مراسمو کې د خبر پر مهال وويل چې د امنيتي ځواکونو او مجاهدينو د سرښندنو او مېړانې په پايله کې د بدخشان امنيت تر يوې کچې خوندي شوى دى.

هغه پاکستان له ترهګرۍ څخه پر ملاتړ تورن کړ او ويې ويل چې پاکستان د ترهګرۍ ملاتړى دى او د افغانستان نا امنۍ،له ترهګرو څخه د پاکستان د ملاتړ پايله ده.

د بدخشان والي د خپلو خبرو په بله برخه کې په یاد ولايت کې د پانګونې لپاره د بهرنيو هېوادونو د لېوالتيا يادونه وکړه او ويې ويل چې په کابل کې د چين سفير بدخشان ته په خپل وروستي سفر کې ژمنه وکړه چې هېواد يې د چين د کاشغر ښار څخه د بدخشان د پامير له لارې واخان، اشکاشم، زيباک ولسواليو او بالاخره فيض اباد ښار سره د نوري فايبر شبکې مزي په نښلولو کې ٧٠ ميليونه ډالر مرسته کوي.

نوموړي زياته کړه: "د دې پروژې پلي کول د بدخشان خلکو ته يو ښه زيرى دى چې د افغانستان او چين سوداګريزې، کلتوري او ټولنيزې اړيکې به ټينګښت ومومي او له بلې خوا چين د واخان، اشکاشم، زيباک او شغنان ولسواليو د روغتيايي کلينيکونو، ښوونځيو او کليوالي سړکونو د جوړېدو په برخه کې هم ٢٠ميليون ډالر لګوي. "

د بدخشان والي دغه راز وويل، ټاکل شوې ده چين د بدخشان له پولو د ساتنې په موخه د امنيتي ځواکونو په چوکاټ کې يوه غرنۍ لوا جوړه، سمبال او تمويل کړي.

هغه زياته کړه چې اوسمهال په بدخشان ولايت کې امنيت نسبتاً ټينګ شوى او په دغه ولايت کې پراختيايي پروژې په پرله پسې توګه عملي کېږي؛ خو د هغه په وينا، داسې کسان شته چې د بدخشان د امنيتي وضعيت په اړه منفي تبليغات کوي.

د بدخشان دغه لو پوړي ځايي چارواکي وويل: "د ملي امنيت رياست دې د هغو غرضي کسانو په اړه چې غواړي بدخشان نا امن وښيي، اقدام وکړي او هغوى دې وپېژني او د قانون منګولو ته دې يې وسپاري. "

د بدخشان ولايت دغه چارواکي زياته کړه چې ددغه ولايت د ښه امنيت له امله د فيض اباد ښار-بهارک سړک د جوړېدو کار د بشپړېدو په حال کې دى او د له بهارک- اشکاشم پورې د وريښمو لارې سرړک د جوړېدو کار هم روان دى او له بلې خوا د فيض اباد ښار په شپږ کيلومټرۍ کۍ پر کوکچې سيند د شورابک برېښنا بند د جوړېدو کار هم دوام لري.

د بدخشان ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ مشر، غلام رباني حيدري هم وويل: "د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له خوا مخکې له چين هېواد سره د ارتباطاتو په برخه کې هوکړه ليک لاسليک شوى و چې د هماغه هوکړه ليک له مخې نن د چين هېواد د نوري فايبر له لارې د واخان له پولې د بدخشان مرکز سره نښلوي."

نوموړي زياته کړه چې نوري فايبر پخوا د کندوز او تخار له لارې کابل له بدخشان سره نښلاوه چې د چين هېواد د دغه نوري فايبر مزي سره به، دغه مزى له کابل سره هم ونښلول شي.

هغه زياته کړه چې د نوري فايبر مزي په لاره کې، د بدخشان شپږ ولسوالۍ پرتې دي چې دغه ولسوالۍ به په ټيټه بيه له انټرنېټي خدمتونو څخه ګټه واخلي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement