د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

غزني ښار کې د وسله والو د ګواښونو له امله د نجونو ښوونځي تړل شوي

غزني ښار کې د وسله والو د ګواښونو له امله د نجونو ښوونځي تړل شوي

Sep 11, 2017 - 17:01

غزني ښار (پژواک، ٢٠ وږى ٩٦): د غزني ولايتي شورا او ځايي چارواکي وايي چې د وسله والو طالبانو د ګواښونو له امله د دغه ولایت په مرکز کې د نجونو ښوونځي تړل شوي دي.

دغه راز دوى وايي چې اوس مهال يوازې په غزني کې د نجونو ښوونځي تړلي او له درېیم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته نه ځي.

د پوهنې رياست چارواکي هم ګواښونه مني خو دغه کار د طالبانو نه بولي.

د ولايتي شورا رييس خالقداد اکبري وايي، وسله والو طالبانو ټولو ښوونځیو ته ګواښونه کړي خو د نجونو ښوونځیو ته يې ویلي چې له دريېم ټولګي پورته نه شي کولای چې ښوونځيو ته ولاړې شي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، د غزني د پوهنې ریاست په برخه کې له لومړیو کار نه دى شوى او چارواکي هم په دې برخه کې اقدام نه کوي څو دغه ښوونځي بېرته خلاص کړي.

اکبري وايي: ((که چېرې  چارواکي پاملرنه ونه کړي، ښايي د دې ولايت ټول ښوونځي وتړل شي، اوس هم پر يو شمېر ښوونځيو طالبان حاکم دي.))

اوس مهال په غزني ښار کې د نجونو نږدې ۷ ښوونځي تړلي شوي او له درېيم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته نه ځي، يوازې تر درېيم ټولګي پورې نجونې ښوونځيو ته ځي.

د ولايتي شورا منشي حسن رضا يوسفي هم ياده ستونزه مني  او وايي چې طالبانو په غزني ښار کې د نجونو ښوونځيو ته امر کړی چې بايد وتړل شي.

د نوموړي په وينا، په دې اړه يې له امنيتي مسوولينو او د پوهنې ریاست له چارواکو سره خبرې کړې دي. هغه وايې چې دا ښوونځي درې اوونۍ مخکې بند شوي دې.

يوسفي زياتوي، کله چې طالبان په ښار کې يو ښوونځی تړلی شي؛ نو دا ورته هېڅ سخته نه ده چې په ولسواليو کې د ښوونځيو تر څنګ ادارې هم وتړي او ولسوالۍ ونيسي.

د غزني ښار د روضې د نجونو لېسې زده کوونکې بي بي رحيمه وايي  چې له تېرو دوو اونيو راهيسې ښوونځي ته نه ده تللې  او ټولګی يې بند دی.

هغه وايي چې له درېيم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته نه ځي.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري هم وايي چې يو شمېر ښوونځیو ته داسې ګواښونه شوي خو تر اوسه معلومه نه ده چې چا ورته کړي .

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، اوس مهال يوازې درې ښوونځیو ته نجونې نه ځي، حال دا چې ښوونځي خلاص دي خو د نجونې د طالبانو له وېرې نه ورځي.

د غزني د پوهنې رييس محمد عابد عابد هم وايي چې د نجونو يو شمېر ښوونځيو له مدیرانو   سره ځينو کسانو د ټيلېفون له لارې اړيکې نيولې، څو ښوونځي وتړي.

هغه پژواک ته وويل چې اوس مهال ستونزه حل شوې، خو رييس دغه کار د طالبانو نه بولي.

عابد وايي : ((په دې اړه مې يو پلاوی ټاکلی څو روښانه کړي چې له دغو مديرانو سره چا اړيکې نيولې دي.))

د طالبانو  وياند ذبيح الله مجاهد په دې اړه ناخبري ښيې او وايي چې دوى کوم چا ته ګواښ نه دى کړى او نه يې  هم د ښوونځيو تړلو لپاره مکتوب استولى.

د يادونې ده، دوه کاله مخکې هم د غزني ښار ټول ښوونځي د څو وخت لپاره تړل شوي وو.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement