د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

بغلان کې د سيمه ييزو پوليسو یوه قوماندان يوه نجلۍ ځان ته په زور نکاح کړې

بغلان کې د سيمه ييزو پوليسو یوه قوماندان يوه نجلۍ ځان ته په زور نکاح کړې

Sep 12, 2017 - 14:18

پلخمري (پژواک، ٢١ وږى ٩٦): بغلان ولايت کې يوه کورنۍ ادعا کوي چې د دغه ولايت د نهرين ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو يوه قوماندان يې د کور يوه ٢١ کلنه نجلۍ په زور له ځان سره بيولې ده.

د يادې پېغلې نجلۍ مور او پلار چې له ياد قوماندانه د شکايت په موخه د بغلان امنيې قوماندانۍ ته راغلي وو، پژواک خبري اژانس ته وويل: "د سيمه ييزو پوليسو قوماندان جان اغا دوه ورځې وړاندې زما لور له نهرين ولسوالۍ تښتولې او تر اوسه پورې يې له برخليکه نه يو خبر."

د يادې نجلۍ مور نسرين د ژړا په حالت کې له امنيتي ځواکونو غوښتنه وکړه چې پېغله لور يې د سيمه ييزو پوليسو له قوماندانه وژغوري، دغه قوماندان ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

نسرين زياته کړه: "د مرکزي بغلان ولسوالۍ په تتل کلي کې مو ژوند کاوه، په ياده ولسوالۍ کې له جګړې وروسته موږ د نهرين ولسوالۍ ته لاړو او د دې ولسوالۍ د سيمه ييزو پولیسو له قوماندان جان اغا سره ګاونډيان شو، څو ورځې تېرې شوې نه وې چې قوماندان جان اغا زما د لور غوښتو ته راغی، خو موږ د هغه دغه غوښتنه رد کړه."

هغې زياته کړه چې د رد له ځواب وروسته قوماندان جان اغا د دوى لور په زور له ځان سره بيولې او بيا يې ورسره نکاح کړې ده.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement