د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

غزني امنیتي ځواکونو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

غزني امنیتي ځواکونو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

Sep 12, 2017 - 15:33

غزني ښار (پژواک، ٢١ وږى ٩٦): د غزني په قره باغ او اندړو ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې چې په ترڅ کې يې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په غزني کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د درېيمې لوا وياند محمد حنيف رضايي د وږي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار د قره باغ ولسوالۍ په ګرګاو سيمه کې د ملي اردو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.

هغه وايي چې په دې جګړه کې د طالبانو د سيمه ييز قوماندان ملا عبده په ګډون څلور تنه وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د رضايي په وينا، په دې جګړه کې د ملي اردو ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو د طالبانو يو شمېر وسلې او مهمات د دوى لاس ته ورغلي دي.

د ګرګاو سيمې اوسېدونکي رحيم خان پژواک ته وويل چې په دې جګړه کې د ملي اردو يو سرتېرى هم ټپي شوى دى.

هغه وايي: ((ما خپله وليده چې يو زخمي سرتېرى يې موټر ته پورته کاوه.))

بل لور ته طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په ياده سيمه کې طالبانو د ملي اردو پر ګزمې بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دې بريد کې يو ټانک له منځه وړل شوى او په کې سپاره ټول سرتېري وژل شوي دي.

مجاهد زياتوي چې په ياده جګړه کې طالبانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د غزني په اندړو ولسوالۍ کې هم د سيمه ييزو پوليسو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري پژواک ته وويل چې تېره شپه طالبانو د اندړو ولسوالۍ په صاحب خان سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دې بريد کې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان جان محمد او دوه طالبان وژل شوي او دوه نور طالبان ټپيان دي.

د اندړو د جګړې په اړه د طالبانو وياند مجاهد وايي چې په دې نښته کې د قوماندان جان محمد په ګډون پنځه سيمه ييز پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

مجاهد په دې جګړه کې د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement