د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

غزني کې د رسنیو ښځینه کارکوونکې له ځورونو او ګواښونو سره مخ دي

غزني کې د رسنیو ښځینه کارکوونکې له ځورونو او ګواښونو سره مخ دي

Sep 13, 2017 - 11:30

غزني (پژواک، ٢٢ وږی ۹۶): په غزني کې د رسنیو یو شمېر ښځینه کارکوونکې وايي، دودیزو مسایلو، د خلکو له خوا ځورونو او امنیتي ګواښونو په رسنیو کې له کار کولو لرې ساتلې دي.

شکیلا هغه ښځینه خبریاله ده چې درې کاله يې د غزني په یوه سیمه ییزه راډیو کې کار کړی، خو اوس پر کور ناسته ده.

هغې پژواک خبري اژانس ته وویل، بېلابېلو ګواښونو اړه کړه چې دنده پرېږدي او پر کور کېني.

دې زیاته کړه، هغه مهال چې په راډیو کې یې دنده ترسره کوله، خلکو ځوروله او ستونزې ورته جوړېدلې.

د دې په خبره چې هره ورځ به نا اشنا کسانو زنګ ورته واهه او پر مرګ به یې ګواښله.

نوموړې وویل: ((زموږ د ټولنې د ډېرو وګړو ذهنیت خراب دی، هغوی فکر کوي چې نجلۍ له کوره ووته نو ازاده شوه او هر څه ته زړه ښه کوي، چا به پر موبایل د مینې پیغامونه رالېږل او چا به ځورولم.))

د دې په خبره، دغه حالت اخر اړه کړه چې له دندې لاس پر سر شي.

دې وويل چې په غزني کې یوازې خبریالانې نه، بلکې ټولې ښځینه کارکوونکې له بېلابېلو ستونزو او امنیتي ګواښونو ځورېږي.

شمیلا یوه بله خبریاله ده چې په غزني کې له یوې راډیو سره د ویاندې په توګه دنده ترسره کوي.

نوموړې پژواک ته وویل، شهرت یې دې حال ته رسولې چې خلک ورته مزاحمت وکړي.

د دې په خبره، د خلکو له خوا په بېلابېلو بڼو ځورول کېږي، کله کله ورته له نا اشنا شمېرو زنګ وهل کېږي او کله کله ورپسې ناسمې خبرې کېږي.

خو دا وايي چې پر ګڼو ستونزو سربېره بیا هم خپل کار ته دوام ورکوي او غواړي د دغه ولایت خلکو ته خدمت وکړي.

نوموړې زیاتوي: ((د ورځې شل داسې خبرې اورم چې ډېره مې ځوروي خو هڅه کوم ډېره یې په کیسه کې ونه اوسم؛ ځکه بیا به خپل کار راڅخه پاتې وي، د ځوانانو لومړۍ خبره دا وي چې مینه درسره لرم، دا زما لپاره بېخي خندوونکې خبره ده.))

شمیلا وايي، کله چې د ځوانانو د دغسې خبرو پر وړاندې غبرګون ښيي، نو هغوی یې ډاروي او پر مرګ یې ګواښي.

په غزني کې د یوه خصوصي ټلوېزیون خبریاله خدیجه چې له ورته ستونزو کړېږي، وايي د خلکو دغه راز څرګندونې یې له خپل کار او هوډ څخه نه شي ګرځولای.

دې پژواک ته وویل: ((له خپل کار سره مینه لرم، همدا مینه ما ته زغم راکوي او د خلکو په ناسمو خبرو پسې سر نه ګرځوم.))

د نوموړې په وینا، که پر کور کېني نو بیا به هم دغسې خبرې اوري؛ ځکه خو نه غواړي چې خپله دنده پرېږدي.

دا وايي، خاوند یې هڅوي چې کار وکړي او په دې برخه کې ورسره ډېره مرسته هم کوي.

د دې په وینا، کله چې د کار لپاره د خپلې کورنۍ اجازه ولري نو بیا ولې د خلکو پر ناسمو خبرو خپل ځان خپه کړي.

دې وویل، په ټولیزه توګه په غزني کې ښځینه خبریالانې له امنیتي ستونزو سره هم مخ دي، خو دا چې چا ته څه پېښېږي، څوک څه نه شي ویلای.

دا پر دې باور ده چې د اړوندو چارواکو په مرسته ممکنه ده چې ښځینه وو ته د کار خوندي چاپېریال برابر شي.

د غزني یوه مدني فعاله فرزانه وايي، د نورو تر څنګ ان یو شمېر دولتي کسان هڅه کوي د ښځینه کار کوونکو شمېرې پیدا کړي او اړیکې ورسره ونیسي، خو کله چې د هغوی غبرګون وګوري نو بیا یې په یوه او بل نوم ګواښي او د کار پر وړاندې یې ستونزې جوړوي.

هغې په دې اړه د چا نوم ياد نه کړ.

نوموړې زیاتوي، په ټولنه کې شته سنتي دودونه هم سبب شوي چې د ښځو د کار مخه ونیسي.

دا وايي: ((د ښځو لپاره شهرت سور اور شي، کله چې مشهوره شې هر څوک کوښښ کوي اړیکې درسره وساتي چې دا یو بد فرهنګ دی.))

په غزني کې د خبریالانو ټولنې سرپرست محمد عارف نوري یادې ستونزې مني او وايي چې امنیتي ستونزو او د خلکو ځورونې د رسنیو ډېرې کار کوونکې پر کور کېنولې دي.

د ده په باور، د ښځینه کارکوونکو پر وړاندې لومړۍ جدي ستونزه نا امني ده، خو له دې ور ها خوا د خلکو ناسم ذهنیت او د ټولنیزو اخلاقو نشتوالی هم د دوی پر وړاندې ستونزې ټوکولې دي.

هغه وویل، له همدې امله په غزني کې د پخوا په پرتله په رسنیو کې د ښځینه کار کوونکو شمېر کم شوی دی.

نوموړی د خلکو د ذهنونو د روښانه کولو او د ټولنیزو اخلاقو پر ترویجولو ټینګار کوي او وايي اړوندې ادارې باید په دې برخه کې خپل مسوولیت ترسره کړي.

په غزني کې اوسمهال ۲ شخصي ټلوېزیونونه او ۷ راډیوګانې فعالې دي چې څلور ښځینه کارکوونکې کار په کې کوي، په داسې حال کې چې پخوا په دغو رسنیو کې ۱۵ ښځو کار کاوه.

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس محمد بشیر محمدي هم مني چې ځینو ننګونو او ګواښونو په غزني کې د رسنیو په برخه کې د ښځو د کار مخه نیولې ده.

محمدي وايي، د امنیتي ستونزو تر څنګ سنتي مسایل او د ځوانانو له خوا ځورونې د ډېرې اندېښنې وړ دي.

خو ده یادونه وکړه چې په دې اړه یې له امنیتي چارواکو سره خبرې کړې، څو ښځو ته سالم کاري چاپېریال برابر کړي او له هغو سره قانوني چلند وکړي چې د ښځو د کار خنډ جوړېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د غزني تر څنګ په کابل او نورو ولايتونو کې هم په رسنيو کې ښځينه کارکوونکې د بېلابېلو کسانو له خوا په بېلابېلو نومونو ځورول کېږي او نامشروع غوښتنې ترې کېږي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement