د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کندهار کې لس تړلي ښوونځي بیا فعال شول

کندهار کې لس تړلي ښوونځي بیا فعال شول

Sep 14, 2017 - 15:07

کندهار (پژواک، ۲۳ وږی ۹۶): په کندهار کې ۱۰ تړلي ښوونځي بیا فعال شول چې په دې توګه په دغه ولایت کې د بندو ښوونځیو شمېر له ۱۵۳ څخه ۱۴۳ ته راټيټ شو.

دغه پرانیستل شوي ښوونځي د هغو ۴۷ ښوونځیو له ډلې دي چې د پوهنې ریاست یې په روان ښوونیز کال کې د بیا پرانیستل کېدو هوډ لري.

یاد  لس ښوونځي د سپين بولدک ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې پرانیستل شول چې له تېرو څو کلونو راهیسې د بېلابېلو ستونزو له امله تړلي پاتې وو.

د دغو ښوونځیو د پرانیستل کېدو په موخه د کندهار د پوهنې د رییس انجنیر عبدالقادر پیوستون په مشرۍ یوه پلاوي دغې ولسوالۍ ته سفر کړی و.

د ښوونځیو د پرانیستل کېدو په مراسمو کې د پوهنې د رییس تر څنګ د سپین بولدک ولسوال حاجي سید علي، مدني فعال عطاالله ویسا، قومي مشرانو او نورو ګډون کړی وو.

د کندهار د پوهنې رییس انجنیر عبدالقادر پیوستون پژواک خبري اژانس ته وویل، په سپین بولدک ولسوالۍ کې یې د ملا محمد اکبر، وزیرفتح خان، حاجي شاه محمد، لوی کارېز، رباط،لهړ، سعادت، خیرالله، حاجي امیرخان او ملک کمال سیمو ۱۰ بابه ښوونځي بیا پرانیستل.

ده وويل، دغه ښوونځي د ناامنیو او ګڼو نورو ستونزو له امله د زده کوونکو پر مخ تړلي وو.

نوموړي د ولسوالۍ له مشرانو وغوښتل چې د تازه پرانیستل شوو ښوونځيو په فعال ساتلو کې خپل رول ولوبوي او خلک وهڅوي چې خپل اولادونه د زده کړو لپاره ور ولېږي.

پیوستون وايي، دغه ښوونځي د هغو ۴۷ ښوونځیو له ډلې دي چې دوی یې په کندهار ښار او ولسوالیو کې پرانیزي.

ده خبر ورکړ چې ډېر ژر به په نورو ولسوالیو کې هم ۳۷ نور بند ښوونځي پرانیستل شي.

د سپین بولدک ولسوال حاجي سید علي پژواک اژانس ته وویل، دغه لس ښوونځي له تېرو لسو کلونو راهیسې بند وو چې زده کوونکي یې له زده کړو بې برخې وو.

نوموړي هم دا د سیمې د اوسېدونکو دنده وګڼله چې د پرانیستل شوو ښوونځيو ساتنه وکړي او د خپلو اولادونو راتلونکی له تیارو را وباسي.

ولسوال د پوهنې له ریاست څخه هم وغوښتل چې د پرانیستل شوو ښوونځیو ټولې اړتیاوې پوره کړي او مسلکي ښوونکي په کې په دنده وګوماري.

د سپين بولدک یوه قومي مشر حاجي محمد عمر پژواک اژانس ته وویل، په تېرو ۱۶ کلونو کې دا لومړی ځل دی چې د پوهنې ریاست چارواکي دغې ولسوالۍ ته سفر کوي، بند ښوونځي پرانیزي او د پوهنې وضعیت ارزوي.

هغه ټینګار وکړ چې چارواکي دې په دې ولسوالۍ کې د پوهنې د وضعیت د ښه والي او معیاري کېدو په موخه خپلې هڅې نورې هم ډېرې کړي.

دغه قومي مشر ډاډ ورکړ چې خلکو د خپلو اولادونو د زده کړې په برخه کې اوږده موده محرومیت ګاللی او د ښوونځیو په فعال ساتلو کې به پراخه مرسته کوي.

خو ده غوښتنه وکړه چې د پوهنې ریاست دې د پرانیستل شوو ښوونځیو د ودانیو د ترمیم او زده کوونکو ته د کتابونو، قرطاسیې او درسي لوازمو په چمتو کولو کې خپل مسوولیت تر سره کړي.

سپین بولدک ولسوالۍ په تشکیل کې ۷۷ ښوونځي لري چې د ۱۰ بندو ښوونځیو په پرانیستلو سره یې د فعالو ښوونځیو شمېر ۶۶ ته لوړ شو.

په دې ښوونځیو کې اوسمهال ۱۳۸۴۰ زده کوونکي زده کړې کوي چې ۲۴۱۷ یې نجونې دي.

د کندهار د پوهنې په تشکيل کې ټول ۴۷۰ ښوونځي شته چې دا مهال يې ۳۲۸ پرانيستي دي او پاتې ۱۴۳ نور یې لا هم تړلي دي.

د کندهار د ۳۲۸ ښوونځيو له ډلې يوازې ١٩٢ ښوونځي ودانۍ لري او نور يې هيڅ ودانۍ نه لري چې له امله یې د ډېرو ښوونځيو زده کوونکي په يخ او ګرم موسم کې تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي او ان خېمې هم نه لري.

د پوهنې ریاست څو ورځې وړاندې د ۲۰ ښوونځیو د ترمیم چارې هم پیل کړې چې ۱۰ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.

د کندهار اوسېدونکي د پوهنې ریاست له اوسني وضعیت څخه خوښ نه دي او په دې باور دي چې څومره فساد او ناسمې استفادې د پوهنې په اداره کې شوې، هومره په بله هیڅ اداره کې نه دي شوي.

هغوی نور دا حالت د زغم وړ نه بولي او د اصلاحاتو  غوښتنه کوي.

خو د نوي تعلیمي کال د پیل پر مهال د کندهار والي او د پوهنې ریاست چارواکو ژمنه وکړه چې د پوهنې د بهیر د اصلاح سمون لپاره به کار کوي او که په دې برخه کې بدلون را نه ولي نو له خلکو سره به یې لوی خیانت کړی وي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement