د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په هرات کې ځيني بنسټونه له ښځو د وسيلې په توګه کار اخلي

په هرات کې ځيني بنسټونه له ښځو د وسيلې په توګه کار اخلي

Sep 16, 2017 - 15:10

 

هرات(پژواک، ٢٥ وږى ٩٦): د يوه راپور موندنې څرګندوي چې په تېرو څلورو کلونو کې د هراتي ښځو د ظرفيت لوړنې لپاره د نړيوالې ټولنې څه باندې سل ميليونه ډالر مرسته شوې، خو د پيسو زياته برخه يې شخصي جيبونو ته تللې.

 يو شمېر ښځې، د ولايتي شورا غړي او سيمه ييز چارواکي هم د دې پخلى کوي چې يو شمېر مدني ټولنې په هرات په ځانګړي ډول ولسواليو کې د ښځو د حقونو په اړه فعاليت کوي، خو د ښځو په نوم ميليوني پروژې اخلي، خو په مقابل کې يې هغوى ته هېڅ کار نه کوي.

پژواک خبري اژانس ته د هرات د اقتصاد رياست له لوري د ورکړل شوو شمېرو پر بنسټ، له ١٣٩٣راهيسې د ١٣٩٦کال تر لومړيو درېيو مياشتو پورې نږدې ١٠١ميليون امريکايي ډالر د بهرنيو هېوادونو له لوري د ښار او ولسواليو د ښځو له ظرفيت لوړونې سره مرسته شوې ده.

د هرات د اقتصاد رياست رييس يونس رهنورد له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل:((د شته اسنادو پر بنسټ، په ١٣٩٣ کال کې ٢٨٠ پروژې د ٤٢ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت، په ١٣٩٤کال کې ٢٦١ پروژې د ٣٥ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت، په ١٣٩٥ کال کې په ټوليز ډول ٨١ پروژې د ١٨ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت او  د روان کال په درېيو مياشتو کې ٣٠ پروژې د ٦ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت د ښځو د ظرفيت لوړونې په موخه د بهرنيو بنسټونو له لوري د هرات د ښځو اړوندو ارګانونو ته د مرستې په توګه ورکړل شوې.))

 دغه سيمه ييز چارواکي اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل:((د دې پيسو زياته برخه د هراتي ښځو پر ظرفيت جوړونه نه دي لګېدلې او د ښځو د حقونو د مدافع بنسټونو له لوري شخصي جيبونو ته تللې دي.))

د هرات د اقتصاد رييس وويل چې تېرکال او سږ کال د ښځو د ظرفيت لوړولو لپاره ګڼې پروژې عملي شوې چې يو شمېر يې د موسساتو او مدني بنسټونو له لوري تر سره شوې دي.

 رهنورد په دې اړه چې يادې شوې پروژې د ښځو په ظرفيت جوړونه کې موثرې نه دي، خو له بده مرغه چې د دې پروژو زياته برخه په ولسواليو کې د ښځو د ظرفيت لوړونې په موخه عملي کېږي، خو د مرسته کوونکو د سياست پر بنسټ بايد بنسټونو ته ورکړل شي او مخته يوړل شي.

نوموړي تاييد کړه چې په هرات کې د بنسټونو او موسساتو له لوري ګڼې پلې شوې پروژې نمايشي او لنډ مهاله دي.

خو هغه زياته کړه چې حکومت د هرات په ١٥ګونو ولسواليو کې نه يوازې د ښځو لپاره، بلکې د عامو خلکو لپاره  هم  بنسټيز پروګرامونه تر سره کړي دي ..

رهنورد وويل چې په لنډ مهاله او اوږد مهاله شمېرو کې چې د ښوونځيو، بندونو، سړکونو، پلونو، پولګوټو، روغتونونو، کليوالي صنايعو، د اوبو او برېښنا شبکو، د ښځو لپاره د چرګانو فارمونو، ولسي تړون پروګرام او لسګونه نور پروګرامونه شامل دي چې سږ کال ور ته ١١٧ ميليونه ډالر لګښت په پام کې نيول شوى.

 د پروژو پيسې او شخصي جيبونه

په ورته وخت کې د هرات د ولسواليو ګڼې ښځې د دوى د ظرفيت لوړونې په برخه کې د دغو پيسو له لګولو ناخبري ښيي.

له دې ډلې يو شمېر ښځو پژواک سره د خبرو  پرمهال  وويل چې يوازې د عامه پوهاوي څو پروګرامونه په ډېر کم لګښت سره په ولسواليو کې پلي شوي چې تر  ډېره يې نمايشي بڼه درلوده او چندان اغېز يې نه و.

د هرات ولايت د ګذرې ولسوالۍ د ښځو شورا يوه مسوول په راپور کې  د نوم نه اخيستلو په شرط وويل:((د هغو پروژو پيسې  چې د ولسواليو د ښځو د ظرفيت لوړولو په موخه اخيستل کېږي، اکثره يې شخصي جيبونو ته ځي، همدا لامل دى چې د ښځو پر ژوند يې بنسټيز اغېز نه دى کړى.))

هغه وايي چې د يوه ورکشاپ جوړول، د ښځو د ستونزو د حل لپاره بنسنه نه کوې:((هرات کې د ولسواليو د ښځو په نوم پروژې اخلي، خو اصلا هېڅ کار نه دى شوى.))

د هرات په شينډنډ کې د ښځو مشرې خديجې رحيمي هم وويل چې ښځې د ګڼو بنسټونو او موسساتو لپاره د سوداګرۍ پر وسيلې بدلې شوې دي.

 هغې وويل:((دې ولايت کې د ښځو په نوم د پروژې د اخيستل شوو پيسو له نيمې زياته برخه د دغو بنسټونو د مشرانو او خپلوانو جيبونو ته ځي، اکثره وخت ليدل شوي چې د ورته بنسټونو په نمايشي سيمينارونو او رکشاپونو کې تر ډېره د هغوى د کورنۍ غړي او خپلوان حاضر وي.))

د هرات ولايتي شورا غړې فاطمې جعفري پژواک ته وويل:((په ټوله کې ډېر کم بنسټونه يعني له ٢٠ سلنې زيات د ښځو لپاره فعاليت کوي، له دې ډلې د هغو کارونو له ٤٠ کمه سلنه د ښځو پر شرايطو اغېز لرلى دى.))

د هرات اوسېدونکې فاطمي عزيزي هم له پژواک سره په خبرو کې وويل:((په سيمينارونو او ورکشاپونو کې تل يوه ځانګړې ښځينه ډله چې په بنسټونو پورې اړه لري، برخه اخلي، له بده مرغه چې يوازې پيسې لګول کېږي، اصلا يې د ښځو د بنسټيز حل لپاره فکر نه دى کړى.))

د هرات يوې بلې اوسېدونکې زحل اکبري وويل:((زما په نظر بايد ډېرې پروژې د ولسواليو د ښځو لپاره پلې شي، ځکه چې د ولسواليو ښځې له خپل حق او حقوقو ناخبرې دي.))

د پروژو نه اغېزمنتوب  

په هرات ښار کې د يو شمېر بنسټونو او موسسو چارواکي مني چې ګڼ شمېر کسان چې ښه مخينه هم نه لري، په مدني ټولنو کې فعاليت لري چې په ښکاره د ښځو د حقونو او عدالت غوښتنې نارې وهي، خو په حقيقت کې د خپلې ګټو په لټه کې دي.

د (رادا) په نوم موسسې مشر نذيراحمد غفوري هم د ځينو بنسټونو پر دا ډول فعاليت اندېښنه څرګندوي او وايي چې د دا ډول بنسټونو شتون  په هرات کې د ښځو د حقونو د رښتينو مدافع ټولنو او ارګانونو نوم بد کړى دى.

په هرات کې د مادر په نوم ټولنې مشرې سوسن بهبود پژواک ته وويل:((د طالبانو د حکومت له پرځېدو وروسته د ښځو ظرفيت جوړونې ته جدي پاملرنه وشوه او په دې برخه کې زياته پانګونه وشوه، خو دغه پروژې مقطعي وې او مطلوبه پايله يې نه درلوده.))

هغې زياته کړه چې پروژې داسې پلې شوې چې تر تطبيقي جنبې ور ها خوا يې حسابي او د راپور ورکونې بڼه درلوده چې له امله يې کومه پايله هم نه وه.

خو د هرات ولايت د بشر حقونو کمېسيون د ساحوي دفتر مشرعبدالقادر رحيمي وويل چې په هرات کې د ښځو چارو په برخه کې ښه کارونه شوي او دا چې موسسات او بنسټونه د پروژو پيسې په څه ډول د ښځو په ګټه لګوي، د څارنې دنده يې د هرات د دوو ادارو(عدليې رياست او اقتصاد رياست) پر غاړه ده.

نوموړي همدارنګه له حکومته وغوښتل چې د هرات د ولسواليو امنيت ونيسي، څو د ولسواليو ښځې هم په ښار کې له پلي کېدونکو پروژو نه په ولسواليو کې ګټه واخلي.

د فارسي ولسوالۍ اوسېدونکې حوا ګل صديقي پژواک ته وويل،  ټولې پروژې چې د ښځو لپاره اخيستل کېږي، يوازې په انجيل، ګذره او کرخ ولسواليو کې چې ښار ته نږدې دي، عملي کېږي او هېڅ پروژه هم د لرې پرتو ولسواليو ښځو ته په پام کې نه ده نيول شوې.

هغې زياته کړه چې په فارسي ولسوالۍ کې ښځې د خياطۍ، ګل دوزۍ، رُب جوړونې او شيريني پخولو په څېر پروژو ته اړتيا لري، څو له اقتصادي اړخه پر ځان بسيا شي، خو له بده مرغه چې دا ډول پروژې اصلا نه عملي کېږي.

 د پروژو څارنې د سم مکانيزم نشتوالى

   په هرات کې د تهمينه په نوم موسسې بنسټګرې وحيدې صمدي قلم وويل چې د لنډمهاله حکومت په راتګ او د نړيوالې ټولنې د مرستو له پيلېدو سره ښځو ته د افغانستان د زيانمن قشر په توګه د خدمت شعارونه هم تاوده شول او ورپسې ګڼ شمېر مدني بنسټونو د ښځو له حقونو د مدافعينو په توګه ځان څرګند کړ، څو وکولى شي چې د ښځو د وضعيت په ښه والي کې کوچنۍ ونډه ولري، د ښځو د عامه پوهاوي کچې لوړول، د دغه بنسټ له کړنو ګڼل کېږي.

 خو د هغې په خبره، په تېرو کلونو کې يو شمېر مدني بنسټونه د شخصي اړيکو پر بنسټ توانېدل چې تر همدې نامه لاندې سترې پروژې واخلي او پرته له کوم مثمرکار څخه پرېمانه پيسې تر لاسه کړي چې ډېرې بېلګې يې ليدل شوې دي.

صمدي قلم وويل چې له پروژو څخه د څارنې د سم ميکانيزم نشتوالى او د اداري فساد شتون ددې لامل شوى چې ګڼې پيسې له کومې پايلې پرته د ښځو د حقونو له دفاع نه د ملاتړ په نوم د اشخاصو شخصي جيبونو ته لاړې شي.

د چارو کارپوه محمد رفيق شهير باور لري چې که د دغو بنسټونو فعاليت او ناوړه ګټه اخيستنه دود شي، نه يوازې چې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى نه کمېږي، بلکې د هغوى پر وړاندې د تاوتريخوالي د زياتوالي سبب ګرځي.

 د ټولنيزو شبکو يو شمېر کاروونکي هم د ځينو مدني بنسټونو له فعاليته شکايت کوي

په هرات کې يو شمېر فېسبوک کاروونکو ليکلي چې اکثره مدني بنسټونه خپل کار تر پروژې اخيستلو پورې خلاصه کوي او هېڅکله يې هم د دې ولايت د ښځو په ظرفيت جوړونه په ځانګړي ډول ولسواليو کې فعاليت نه دى تر سره کړى.

د فېسبوک کاروونکي نذير ايوبي ليکلي، پخوا هم مدني بنسټونو  چندان فعاليت نه درلود، خو په دې وروستيو کې ليدل کېږي چې اکثره مدني فعالان د غفلت په خوب ويده دي.

 د هغه په خبره، يو شمېر مدني فعالان يوازې د پروژو اخيستلو لپاره چيغې وهي، خو کومو قضيو کې يې چې ګټه نه وي، نو په ساده اصطلاح که ټول ښار هم اوبه يوسي نو دوى ويده وي، ښه به دا وي چې  هرات ښار کې د مدني فعالانو په نوم کسان له ورځينو قضيو نه ځان خبر کړي او د پخوا په څېر چارواکي د خپلو دندو اجرا کولو ته اړ کړي.

د فېسبوک بل کاروونکي عمرخالد ليکلي چې مدني فعالان له پروژه يي کسانو پرته بل څه نه دي او هر وخت چې د ډالرو، د امريکا او اروپا د ويزو بوى پرې ولګي، نو را پيدا کېږي.

د ځايي ادارې ځواب

 د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد، په ځينو ادارو کې فساد او د پيسو شخصي لګول مني، خو وايي:((موږ نه شو کولى چې يو شمېر محدود بنسټونه  چې له فرصتونو او سرچينو يې ناسمه ګټه اخيستې، له نورو بنسټونو سره پرتله کړو او ټول ناکاره  وبولو.))

خو هغه زياته کړه، کومې ښځې چې په لرو سيمو کې ژوند کوي او يو شمېر بنسټونو يې تل له حق او حقونو ناوړه ګټه اخيستې، د لنډ مهاله او اوږد مهاله پروژو پلي کېدو ته سخته اړتيا لري.))

د چارواکو د معلوماتو له مخې، په هرات کې څه باندې دوه سوه مدني بنسټونه فعاليت کوي چې له دې ډلې يې ٣٦بنسټونه د ښځو په برخه کې کار کوي.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement