د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"د ننګرهار د برېښنا ستونزې حل په موخه ځانګړي پلانونه جوړ شوي"

"د ننګرهار د برېښنا ستونزې حل په موخه ځانګړي پلانونه جوړ شوي"

Sep 24, 2017 - 19:12

جلال اباد (پژواک، ٢ تله ٩٦): د ننګرهار د برېښنا رياست مسوولين وايي، په دغه ولايت کې يې د برېښنا د ستونزې حل په موخه ځانګړي پلانونه جوړ کړي دي.

د برېښنا رييس اميد صبا چې د تلې په ٢مه يې د خپلو تېرو دوو میاشتو لاسته راوړنو، پرمختګونو او ستونزو په اړه مطبوعاتي کنفرانس ته خبرې کولې، دا څرګندونې وکړې.

ده زياته کړه، ډېر ژر به د درونټې برېښنا کوټ د ترميم چارې پيل شي، چې په وينا يې  په بشپړېدو سره به يې دوه مېګاواټه برېښنا زياته شي.

د هغه په وينا، يادې چارې د شل ميليونه ډالرو په لګښت ترسره کيږي، چې له مخې به يې د ياد برېښناکوټ دوه توربينونه له سره ورغول شي.

صبا وايي، د درونټې برېښنا کوټ، چې دا مهال څه د پاسه نهه مېګاواټه برېښنا توليدوي، د يادو چارو په ترسره کېدو سره به دغه کچه دوولس مېګاواټو ته لوړه شي.

د ده په خبره، د روداتو  ولسوالۍ په حصارشاهي سيمه کې  به په نږدې راتلونکي کې د شپېته ميليونه ډالرو په لګښت د ٤٠ مېګاواټه په ظرفيت د لمريزې برېښنا د برابرولو چارې پيل شي.

د برېښنا رييس دغه راز وويل، په کامې ولسوالۍ کې هم د ٤٥ مېګاواټو په ظرفيت د برېښنا بند د جوړېدو  پلان شته، چې په راتلونکي کې به  يې چارې  پيل شي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement