د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

امیري: غزني کې به د سولې راوستو لپاره هڅې چټکې کړو

امیري: غزني کې به د سولې راوستو لپاره هڅې چټکې کړو

Sep 25, 2017 - 14:39

غزني ښار (پژواک، ٣ تله ٩٦): د غزني د سولې شورا نوى رييس وايي چې له دې مخکې په دغه ولايت کې د سولې لپاره اړينې هلې ځلې نه دي شوې او نه هم په دې برخه کې کومه تګلاره موجوده ده.

شاه محمد اميري تېره اوونۍ د غزني د سولې عالي شورا د ولايتي کمېټې د مشر په توګه وګومارل شو.

اميري د تلې په درېيمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په غزني کې به د سولې راوستو په موخه اړينې هڅې وکړي.

هغه وويل: ((تر دې وړاندې په دغه ولايت کې د سولې لپاره هېڅ کار نه دى شوى ان په دې برخه کې يوه تګلاره هم نه ده جوړه شوې.))

د اميري په وينا، د سولې د راتګ په موخه دوى هېڅ مهال طالبانو ته نه وايي چې حکومت ته دې تسليم شي، بلکې له طالبانو غواړي چې له حکومت سره همکاري پيل کړي.

هغه زياته کړه: ((ما ځان سره نوى تشکيل راوړى او د سولې لپاره به ډېر کار وکړو.))

ده له طالبانو غوښتنه وکړه چې نور دې په هېواد کې د جګړې لړۍ ودروي او د پرمختګ لپاره دې کار وکړي.

اميري وايي: ((طالبان بايد نور پر دې پوه شي چې د پرديو په لمسون يې جګړه روانه کړې ده او په دې جګړه کې يواځې افغانان وژل کېږي.))

ده له خلکو هم غوښتنه وکړه چې د سولې په راوستو کې له دې له دې شورا سره پوره همکاري وکړي.

بل لور ته د غزني د ولايتي شورا غړي حميدالله سروري هم د دې شورا پر پخوانيو غړو نيوکه وکړه چې د سولې راوستو لپاره يې اړينې هلې ځلې نه دې کړې.

هغه زياته کړه: ((د سولې شورا غړو يواځې فزيکي حضور درلود، نور يې د سولې لپاره هېڅ کار نه دى کړى.))

ده د سولې عالي شورا له چارواکو غوښتنه وکړه چې د هرې سيمې وسله والو مخالفينو ته په کتو سره دې د سولې شورا غړي ورته وټاکي.

هغه وايي: ((د هرې سيمې جګړه او وسله وال يې فرق کوي، نو دوى بايد داسې کسان ورته مقرر کړي چې په هماغه سيمه کې له وسله والو او نورو خلکو سره دې پوره بلدتيا ولري.))

د غزني يو شمېر اوسېدونکي هم د سولې په برخه کې شوې هلې ځلې اغېزناکې نه بولي.

د غزني ښار اوسېدونکي محمد اکرم پژواک ته وويل چې ډېرى ځوانان وزګارتيا اړ کړي چې له وسله والو مخالفينو سره يو ځاى شي.

هغه زياتوي: ((په دې پيسو چې د سولې لپاره مصرف شوې، يوه پروژه جوړه شوې وای او ځوانانو ته د کار زمينه برابره شوې واى، دومره به ستونزې ډېرې نه وې.))

خو د غزني د سولې شورا پخواني رييس خليل هوتک بيا پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې يې د سولې لپاره پوره هلې ځلې کړې دي.

هغه وايي چې له يو شمېر طالبانو سره اړيکې نيولې وې او هغوى ورسره ژمنه کړې وه چې ډېر ژر به له وسله وال مخالفت څخه لاس واخلي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په تېرو څو کلونو کې د دوى د هلو ځلو په پايله کې ٢٠ وسله وال طالبان د سولې له پروسې سره يو ځای شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د ملي شورا غړو او عامو خلکو د سولې پر عالي شورا نيوکې کړې چې د سولې راوستو په برخه کې هلې ځلې د پام وړ نه دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement