د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندهار د معروف ولسوالۍ ځانمرګي بريد کې ١٢ سرتيري وژل شوي

د کندهار د معروف ولسوالۍ ځانمرګي بريد کې ١٢ سرتيري وژل شوي

Sep 28, 2017 - 10:08

کندهار ښار  (پژواک، ٦ تله ٩٦) : د کندهار ولايت په معروف ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو لخوا د يوه پوځي موټر په وسيله ځانمرګي بريد کې ١٢ سرتيري وژل شوي دي.

د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضياء دراني د تلې په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېره شپه د معروف ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ په قرول کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې وسله والو طالبانو د يوه هاموې پوځي موټر چې له چاودېدونکو توکو يې ډک کړى و، د  امنيه قوماندان پر قرول بريد کړى و.

د دراني په وينا، په دې بريد کې ١٢ سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

دى وايي، چې په وژل شويو کسانو کې، ملي پوليس، سرحدي پوليس او د ملي امنيت کارکوونکي شامل دي.

بلخوا وسله والو طالبانو ددې بريد د مسووليت اخيستلو ترڅنګ ويلي، چې دوى د معروف ولسوالي نيولې ده.

د طالبانو يو تن وياند قاري يوسف احمدي ويلي، چې دوى د ځانمرګي بريد ترڅنګ د ولسوالۍ پر مقر او نورو دولتي ودانيو ډله ييز بريدونه هم کړي وو.

هغه د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړي، خو بل طالب وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې په دې بريد کې لسګونه سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار يوې امنيتي سرچينې هم وويل، چې ولسوالۍ  د څو ساعتونو لپاره سقوط شوې وه، خو وروسته چې تازه دمي سرتيري ورسېدل، بېرته يې له وسله والو ونيوله.

خو د امنيه قوماندانۍ وياند ضياء دراني دا مني او وايي، چې وسله والو طالبانو هېڅکله ولسوالي نه وه نيولې.

ولسمشر غني دا په سختو ټکو غندلى دى.

له ارګ څخه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې د هغه له خولې ويل شوي: "تروریستان چې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د مخامخ مقابلې توان نه لري، د خپلو ماتو د پټولو په خاطر پر دولتي تاسیساتو بریدونه کوي."

ده زياته کړې، هغوی چې زموږ د خلکو وینې تویوي او عام المنفعه ځایونو ته زیان رسوي، زموږ زړور امنیتي او دفاعي ځواکونه به په ټول قوت سره د دوی پر وړاندې وجنګېږي.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement