د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې ٢٢ داعش او طالب وسله وال وژل شوي

ننګرهار کې ٢٢ داعش او طالب وسله وال وژل شوي

Sep 30, 2017 - 11:47

جلال اباد (پژواک، ٨ تله ٩٦) : په ننګرهار ولايت کې د بهرنيو او افغان ځواکونو د عملياتو پر مهال  ٢٢  داعش او طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د تلې په ٨ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، دا عمليات د لعلپورې او نازيانو ولسواليو په بېلا بېلو سيمو کې ترسره شوي دي.

هغه زياته کړه، د لعلپورې ولسوالۍ په بېله سيمه کې تېره شپه ځانګړو کورنيو ځواکونو عمليات کړي چې په ترڅ کې يې اووه پاکستاني وسله وال طالبان وژل شوي .

د نوموړي په وينا، د دغو عملياتو په ترڅ کې نهه ميله کلاشييکوفونه هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي او ملکي وګړو ته کوم زيان نه دی اوښتی .

د والي وياند وايي، دغه راز د نازيانو ولسوالۍ په سپينه ژۍ سيمه کې تېره شپه د بې پيلوټه الوتکې په هوايي بريد کې د حيدر اورکزي ډلې اړوند ۱۵ داعش وسله وال وژل شوي او د دوی د قرارګاه دوه خونې هم په بشپړ ډول له منځه وړل شوې دي.

طالب او داعش ډلو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement