د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"که د ننګرهار امنيتي مسوولين بدل نه شول، کابل کې لاريونونه کوو"

"که د ننګرهار امنيتي مسوولين بدل نه شول، کابل کې لاريونونه کوو"

Sep 30, 2017 - 17:17

جلال اباد (پژواک، ۸ تله ۹۶): په ننګرهار کې د مدني ټولنو مسوولين وايي، د دغه ولايت امنيتي وضعيت له تېرو درېيو مياشتو راهيسې ورځ تر بلې خبرابېږي او که تر راتلونکې يوې اوونۍ د امنيتي سکتور په رهبرۍ کې بدلون رانه شي، په کابل کې به لاريونونه وکړي.

دوی زياتوي، انسان تښتونې، وژنې، غلا او د ناامنۍ نورې پېښې ورځ تر بلې زياتېږي؛ خو د ننګرهار امنيتي ادارې يې پر وړاندې هېڅ جدي ګام نه پورته کوي.

د مدني ټولنو استازو او مشرانو د تلې په ۸مه جلال اباد ښار کې د مطبوعاتي کنفرانس پرمهال د دغه ولايت امنيتي وضعيت ډېر اندېښمنوونکی وباله او په دغه برخه کې يې امنيتي ادارې په پاتې راتلو تورنې کړې.

د ننګرهار ژغورنې شبکې مشر عبدالرحمن معاون وويل، ناامني د ننګرهار مرکز ته رارسېدلې، نامسووله وسله وال، اختطافونه او مرموزې وژنې زياتې شوي، سوداګر د ناامنۍ له امله ننګرهار پرېښودو ته اړ شوي او ان پوليس او دولتي مامورين هم وژل کېږي.

نوموړی د يادو ټولو ستونزو موجوديت د امنيتي ارګانونو په رهبرۍ کې د نيمګړتيا شتون يادوي او غوښتنه کوي چې ولسمشر او اجرائيه رياست دې په ګډه په دې برخه کې بدلون راولي.

د ختيځ زون د همغږۍ شورا مشر عبداللطيف واحدي وويل، د ننګرهار امنيتي چارواکي د دغه ولايت او په ځانګړې توګه د جلال اباد ښار په امنيت کې پاتې راغلي او هغوی يې په دې چاره کې بشپړ ناکام وبلل.

هغه زياته کړه، ننګرهار کې د نظامي چارواکو بې غورۍ او د ځينو کړيو لاسوهنو امنيتي وضعيت خراب کړی او د امنيتي ارګانونو رهبرۍ لپاره يې د نورو مناسبو، په کارپوه او بې طرفه خلکو ګومارنې غوښتنه وکړه.

واحدي وايي: ((هره ورځ په ولسواليو او په ځانګړې توګه جلال اباد ښار کې غلا، اختطاف، قتل، فساد، غصب او نورې ناقانونه کړنې کېږي؛ خو چارواکي چوپ او مخنيوي کې يې پاتې راغلي دي.))

نوموړي هم په ولسمشر او اجرائيه رييس غږ  وکړ  چې د ننګرهار د امنيتي ارګانونو رهبرۍ کې بدلون راولي او که يې دغه غږ تر يوې اوونۍ وانه ورېدل شي، په راتلونکي کې به د ارګ مخې ته لاريونونه وکړي.

يوه بل مدني فعال نور احمد نوراني هم د ناامنۍ له زياتوالي شکايت وکړ او نيوکه يې وکړه  چې ننګرهار کې ځينې چارواکي او زورواکي د حوزو د امرينو او ولسواليو د امنيه قوماندانانو ملاتړ کوي، چې له امله يې ناامني زياته شوې ده.

دی وايي: ((کله چې د يو کس تقرر په واسطه وشي؛ نو له هغه د کار تمه هم نه کېږي، هغوی يواځې د خپلو ملاتړو لپاره کار کوي.))

په همدې حال کې د ننګرهار  د والي وياند عطاء الله خوږياڼی مني  چې په امنيتي برخه کې ځينې ستونزې شته؛ خو وايي، وسله والو ته يې په ولسواليو کې ماتې ورکړې او اوس هغوی جنګي تکتيک بدل کړی او ښاري سيمو کې فعاليتونه کوي.

هغه د خلکو د اندېښنو په تړاو وويل: ((زموږ غوښتنه دا ده، دوی دې د وسله والو د تبليغاتو ښکار کېږي نه او دلته دې د پروژو د مخنيوي سبب نه جوړېږي، که رښتيا هم اندېښنې لري؛ نو له موږ سره دې له نږدې شريکې کړي.))

د ننګرهار مدني فعالان په داسې حال کې د امنيتي وضعيت له خرابوالي شکايت کوي، چې تر دې وړاندې د دغه ولايت سوداګرو او ډاکټرانو هم ورته شکايتونه او حتی کار بنديزونه کړي دي.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازو حاجي ظاهر قدير، حضرت علي او د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار په دې اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement