د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې ٣٣٢ کيلوګرامه نشه يي توکي نيول شوي

ننګرهار کې ٣٣٢ کيلوګرامه نشه يي توکي نيول شوي

Oct 07, 2017 - 16:35

جلال اباد  (پژواک، ١٥ تله ٩٦): د ننګرهار ولايت پوليسو په دوو بېلو عملياتو کې سلګونه کيلوګرامه نشه يي توکي نيولي دي.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند  سمونمل حضرت حسين مشرقيوال د تلې په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پوليسو او ولسي پاڅون کوونکو په بهسودو او مومند درې ولسواليو کې ٣٣٢ کيلوګرامه نشه يي توکي کشف او ترلاسه کړي.

هغه زياته کړه چې د بهسودو ولسوالۍ د ثمرخېلو د تلاشۍ په پوسته کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو له دوو تنو سره په يو موټر کې ٣٢ کيلوګرامه چرس نيولي.

د مشرقيوال په وينا، يادو کسانو غوښتل چې دغه توکي غني خېلو ولسوالۍ ته ولېږدوي.

د امنيې قوماندانۍ وياند دغه راز وويل چې ولسي پاڅون کوونکو تېره ورځ د نازيانو ولسوالۍ په ساګي سيمه کې له يو کرولا موټر څخه ٣٠٠ کيلوګرامه چرس کشف او ترلاسه کړي دي.

د هغه په وينا، له  نيول شوو کسانو څخه پلټنې پيل شوې دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement