Status message

د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

هلمند کې لسګونه وسله وال وژل شوي

هلمند کې لسګونه وسله وال وژل شوي

Oct 07, 2017 - 15:55

لښکرګاه (پژواک، ۱۵ تله ۹۶): د هلمند سيمه ييز امنيتي چارواکي وايي چې په ګرشک ولسوالۍ کې د پيل شوو عملياتو په ترڅ کې تر اوسه ٩٣ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

خو طالبان بيا د امنیتي چارواکو یاده ادعا ردوي.

د ګرشک ولسوالۍ امنيه قوماندان څارمن محمد اسماعيل خپلواک د تلې په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوه اوونۍ وړاندې په دې ولسوالۍ کې چاڼيز عمليات پيل شوي دي.

ده وويل چې امريکايان د هوايي ځواک په برخه کې له دوى سره مرسته کوي نو ځکه طالبان مقاومت نه شي کولاى.

خپلواک وايي چې په دغو عملياتو کې تر اوسه ٩٣ طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په یادو عملياتو کې څلور رينجر موټر، دوه پيکاوې، اته کلاشينکوفونه، درې راکټ، يوه دهشکه او يو شمېر موټر او موټرسايکل امنيتي ځواکونو ترلاسه کړي دي.

د هغه په وينا، په دغو عملياتو کې تر اوسه پنځه افغان امنيتي سرتېري وژل شوي او نهه نور ټپيان شوي دي.

د خپلواک د معلوماتو له مخې، په دغو عملياتو کې امنيتي ځواکونو د زنبلي او ده ادم خان سيمې نيولې او د مالګير پر لور عمليات روان دي.

هغه زياته کړه: ((طالبانو ډېر کوښښ وکړ چې ګرشک ونيسي خو بريالي نه شول او هر ځل له ماتې سره مخ شول.))

دغه راز د ګرشک ولسوال محمد سليم رودي پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې عمليات بريالي ترسره شوي چې په ترڅ کې یې ګڼ طالبان هم وژل شوي دي.

د ګرشک يوه اوسېدونکي محمد نادر پژواک ته وويل: ((په دې ولسوالۍ د طالبانو پرله پسې بريدونو خلک ډېر وارخطا کړي وو، خو اوس امنيتي ځواکونو ماتې ورکړې ده.))

خو دى وايي چې د ځینو لويو لارو تر څنګ طالبانو ډېرو لارو کې ماينونه خښ کړي چې تګ راتګ پرې ستونزمن دى.

تر دې وړاندې د هلمند نورو چارواکو هم ويلي چې په ګرشک کې عمليات بريالي روان دي.

وسله وال طالبان هم دغه جګړې تاييدوي.

د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي پژواک ته وويل چې په ګرشک ولسوالۍ کې دوى تر اوسه کومه سيمه له لاسه نه ده ورکړې.

هغه وايي چې په ګرشک کې په دومره لوړه کچه مرګ ژوبله هم طالبانو ته نه ده اوښتې.

خو ده بيا وويل چې په ګرشک کې طالبانو ګڼ شمېر سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د يادونې ده، د هلمند باغران، دېشو، موسى کلا، نوزاد، خانشين او سنګين ولسواليو کنټرول له وسله والو طالبانو سره دى او د مرکز لښکرګاه د ځينو سيمو تر څنګ د نادعلي، واشير، مارجې، ناوې، ګرمسېر او ګرشک ولسواليو يواځې مرکزونه له حکومت سره دي او پاتې نورې سيمې د طالبانو په لاس کې دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement