د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کندهار کې د بهرنيو ځواکونو پر کاروان موټر بم بريد شوى

په کندهار کې د بهرنيو ځواکونو پر کاروان موټر بم بريد شوى

Nov 13, 2017 - 15:36

تعقيب-کندهار ښار(پژواک،٢٢لړم٩٦): د کندهار حکومتي چارواکي وايي چې په ډنډ ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر کاروان د موټر بم بريد شوى چې مرګ ژوبله هم لري.

د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضيا دراني د لړم په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته شاخوا درې نيمې بجې د ډنډ ولسوالۍ په ده غلامان سيمه کې د بهرنيو ځواکونو پر کاران د موټر بم بريد شوى دى.

هغه وايي چې دغه بريد مرګ ژوبله لري، خو تر اوسه دوى کره معلومات نه دي ترلاسه کړي.

دغه راز د کندهار د والي وياند قدرت الله خوشبخت هم وايي چې د مرګ ژوبلې د معلومولو لپاره دوى اړيکې نيولي، خو تر اوسه يې کره معلومات نه دي تر لاسه کړي

بهرنيو ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د دې بريد مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى دى.

د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي وايي چې دغه بريد د دوى له خوا ترسره شوى چې په ترڅ کې يې  ګڼ  شمېر بهرنيو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement