د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

جنرال عبدالرازق: د وسله والو د وروستي برید موخه د کندهار- هرات لارې سقوط و

جنرال عبدالرازق: د وسله والو د وروستي برید موخه د کندهار- هرات لارې سقوط و

Nov 15, 2017 - 13:46

کندهار (پژواک، ۲۴ لړم ۹۶): د کندهار امنیه قوماندان جنرال رازق وايي، د وسله والو د وروستیو بریدونو موخه د کندهار- هرات د لویې لارې سقوط و چې امنیتي ځواکونو دغه هڅه ناکامه کړه.

د سه شنبې د ورځې په شپه سلګونو وسله والو د هلمند د مرکز لښکرګاه له دوراهي څخه تر میوند ولسوالۍ پورې پر شاوخوا ۱۶ امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې دواړو لوروته په کې درنه مرګ ژوبله واوښته.

د ځايي چارواکو د معلوماتو له مخې، وسله والو په دې مسیر کې پر شاوخوا ۱۶ امنیتي پوستو هم مهاله بریدونه وکړل چې په جګړه کې تر ۴۵ زیات وسله وال ووژل شول او تر ۵۰ ډېر ټپیان شول، دغه راز ۲۲ پولیس ووژل شول او ۱۵ ټپیان شول.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق چې د کندهار له والي زلمي ویسا او نورو چارواکو سره یو ځای یې میوند ولسوالۍ ته د وضعیت د څېړلو په موخه سفر کړی و، پژواک اژانس ته وویل، وسله والو غوښتل د کندهار- هرات لویه لاره سقوط کړي، خو امنیتي ځواکونو د هغوی دا هڅه شنډه کړه.

دی وايي، که څه هم په جګړه کې پولیسو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې خو وسله وال نه دي توانېدلي ان یوه پوسته هم ونیسي.

د ده په خبره، د ورته بریدونو د مخنیوي لپاره پر یوه پلان کار کوي چې له مخې به یې د کندهار په ګڼو ولسوالیو کې چاڼیز عملیات پیل شي.

میوند له کندهار ښار څخه ۷۰ کیلومتره لرې د هلمند له ناامنو ولسوالیو سره په خوا کې پرته ده چې د چارواکو په وینا، دغلته د بریدونو او ناامنیو د پېښو لامل د دواړو ولایتونو تر منځ د وسله والو ازاد تګ راتګ دی.

د میوند د جګړې یوه سرتېري تور جان پژواک خبري اژانس ته وویل، وسله والو هم مهاله پر ګڼو امنیتي پوستو بریدونه پيل کړل، کله چې دوی له یوې امنیتي پوستې وسله وال پر شا وتمبول نو یو شمېر سرتېري بلې پوستې ته د کومک لپاره تلل چې د وسله والو له کمین سره مخ شول.

دی وايي، پولیسو ته اوښتې ډېره مرګ ژوبله له همدې امله ده خو دی هم وايي چې وسله وال و نه توانېدل له دوی څخه پوستې ونیسي.

له هغه وروسته چې بهرنیو ځواکونو پر وسله والو هوايي بریدونه ډېر کړي، هغوی هم خپل جګړه ییز تاکتیکونه بدل کړي دي.

وسله والو په دې وروستیو کې په کندهار کې پر امنیتي پوستو ډله ییزو بریدونو ته زور ورکړی چې ډېر مهال په کې دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

روان کال د ډېرو دغسې پېښو شاهد دی چې د دې ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې په ورته بریدونو کې امنیتي ځواکونو ته درانه زیانونه اوښتي دي.

دغه حالت د خلکو اندېښنې هم ډېرې کړې دي.

د میوند ولسوالۍ یوه اوسېدونکي حاجي سراج وايي، د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه په داسې حال کې لوړه شوې چې د شپې له پلوه پر امنیتي پوستو د وسله والو په بریدونو کې ډېروالی راغلی دی.

د ده په خبره، له تېر کال راهیسې اوري چې وسله والو سنایپر ټوپک، لایزر لرونکې وسلې او د شپې له خوا کارېدونکي دوربینونه تر لاسه کړي دي.

دی وايي، له همدې امله وسله والو په خپلو جګړه ییزو تاکتیکونو کې بدلون راوستی، هغوی د شپې له پلوه امنیتي پوستې په نښه کوي او په ډله ییزه توګه ورباندې برید کوي.

د سرچینې په خبره، دا چې امنیتي ځواکونه هومره پرمختللې وسلې او تجهیزات نه لري، نو ځکه یې د تلفاتو کچه لوړېږي.

په روان کال کې کندهار د امنیتي ځواکونو د تر ټولو ډېرو تلفاتو شاهد و، میانشین، شاولیکوټ، میوند، معروف، ارغستان او نورې هغه ولسوالۍ وې چې د وسله والو د بریدونو پر مهال لسګونه پولیسو او د ملي اردو سرتېرو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار مدني فعال او د حالاتو کتونکی احمد شاه سپر پژواک خبري اژانس ته وویل، ډېر لاملونه دي چې د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه یې لوړه کړې ده.

هغه زیاته کړه، د امنیتي ځواکونو روزنه معیاري نه ده، استخبارات یې قوي نه دي، په سمه توګه اکمال او تجهیز شوي نه دي، نو ځکه ډېر مهال درنه مرګ ژوبله ور اوړي.

د ده په خبره، امنیتي ځواکونو ته د ډېرې مرګ ژوبلې اوښتو په برخه کې په ځینو مواردو کې د دوی په لیکو کې د وسله والو د نفوذي عناصرو پر شتون سترګې نه شي پټېدلی.

سپر وايي، مهمه چاره دا ده چې حکومت باید په ملکي او نظامي برخو کې خپل استخبارات پیاوړي کړي، ځکه استخبارات د نظام د سترګو په څېر دي.

د ده په خبره، په هغو کلیو او سیمو کې چې د امنیتي ځواکونو پوستې او قرارګاوې شتون لري، باید استخباراتي څانګې هم موجودې وي، څو هلته د وسله والو د تحرکاتو په اړه بشپړ معلومات ولري.

هغه دغه راز دا هم وویل چې په امنیتي لیکو کې د مسلکي ګومارنو پر ځای مصلحتي ګومارنو هم د امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله ډېره کړې، ځکه په دغسې مواردو کې د سالم مدیریت د نشتوالي تشه احساسېږي.

سپر وویل، دا بېخي د زغملو نه ده چې د دې هېواد او خلکو ساتونکي دې دغسې بې درېغه وژل کېږي، حکومت ته په کار ده د امنیتي ځواکونو د ژوند د ساتلو لپاره له ټولو لارو چارو، اصلاحاتو او امکاناتو کار واخلي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement